څېړنه: 

 د تازه( شنو) بادامو ګټې
Bildergebnis für ‫شنه بادام‬‎

تازه یا شین بادام د پسرلي له مهمو میوو څخه ګڼل کیږي پریمانه ویټامین A  او وسپنه لري دا دواړه د حاملې مېرمن او ماشوم لپاره اړین توکي دي. تازه بادام نږدې ۸۰٪ اوبه لري پردې سربېره  غوړ، بوره لري.

همدا راز  بادام دهغو وریو په درملنه کې کارول کیږي، چې ژر وینه کوي، زیان رسونکي کولسترول له منځه وړي، د زړه دناروغۍ مخنیوي کوي ، حجرې له  تلف کېدو څخه ژغوري.

بادام د درملنۍ لپاره کارول کیږي دپوست مختلفو برخو ته وده ورکوي، وچ او سپور پوست نرموي، دپوست دله منځه تللو مخه نیسي، دلاسونو او پښو دچاودیدو او جلدي ناروغۍ درملنه کوي.

دبادام ځینې ګټې په دې ډول دي :

۱ـ دانسان دبدن کومه برخه کې وسوځي بادام یې تر ټولو اسان او اغیزناکه درمل دی.

۲ـ د سینه بغل، دوامداره ټوخي، سالنډې لپاره  ګټور دی.

۳ـ دبادام غوړ د هاضمې دسیستم  لپاره ډېر ګټور دی.

۴ـ دبولي ستونزو او ناروغیولپاره ښه درمل دی، دګردو دتیږې  لپاره ښه دی، پردې سربېره دګردو دپړسوب هم ګټور ثابت شوی دی.

۵ـ بادام داعصابو دارامتیا لپاره تر ټولو غوره درمل دی، تر څنګ یې دماغ فعاله ساتي.

۶ـ دشنډتوب مخه نیسي.

۷ـ دعصبي ناروغیو او دردونو مخه نیسي.

۸ـ بادام ویټامین B لري، ځکه خو دوینې دکمښت مخه نیولای شي.

۹ـ دکولمو چینچي له منځه وړي.

۱۰ـ دبادام پوست که په اوبو کې ځوښ شي د زکام، ستوني پړسوب او ټوخي لپاره ښه دی.

۱۱ـ تازه څیړنه وايي: د بادام غوړ دزړه اړوند ناروغیو مخه نیسي.

۱۲ـ بله څيړنه وايي: که دبادامو غوړ په دیګ کې وکارول شي دوینې کولسټرول ورسره کمیږي او دزیتونو له تیلو څخه یې اغیز زیات دی.

۱۳ـ دحساسیت مخه نیسي.

۱۴ـ بادام د سردرد لپاره ګټور درمل دی.

۱۵ـ بادام دسترګو لید پیاوړی کوي، که څوک دشپې له اړخه  دلید ستونزه لري بادام ورسره په دې برخه کې مرسته کولای شي.