دانجیل هغه پټه نسخه راڅرګنده شوه، چې دمحمد صلی الله علیه وسلم دپیغمبرۍ وړاندوینه په کې شوې وه.

دسپیڅلي کتاب انجیل هغه پټه نسخه، چې حضرت عیسی علیه السلام په کې د محمد صلی الله علیه وسلم دپیغمبرۍ وړاندوینه کړې وه، د واتیکان د بېساري اهتمام او پاملرنې وړ ګرځیدلې ده، د انجیل دا نسخه نږدې ۱۴ ملیونه پونډه ارزښت لري.

خبرونه وايي: پخواني پاپ شپاړلسم بندیکتوس دهغې نسخې دلیدو غوښتنه کړې وه، چې ۱۵۰۰ کاله عمر لري، ډیری څیړونکي وايي: دا برنابا انجیل دی، چې په تېرو کلونو کې ترکانو پټ کړی و.

دانجیل دا نسخه د سرو زرو پر اوبو په لاس  لیکل شوې ده، جوړښت یې کټ مټ  د ارامي ژبې له لیکدود سره ورته دی. ویل کیږي، چې په دې نسخه کې د عیسی علیه السلام دلومړیو لارښوونو منځپانګه راغونډه شوې ده.

عیسی علیه السلام دخپلې پیغمبرۍ په پیل کې دمحمد صلی الله علیه وسلم د نبوت او پیغمبرۍ وړاندوینه او زیری کړې و.

دا متن یا نسخه، چې دحیواناتو پر پوستکي لیکل شوې ده، په ۲۰۰۰ ز کې ترکي پولیسو د قاچاقبرانو پر ضد دعملیاتو پرمهال له یوه کوره تر لاسه کړې وه.

ډیلي میل ورځپاڼه لیکي:

ترکي دا لاسي نسخه تر ۲۰۱۰ ز پورې ساتلې وه، وروسته یې بیا دانقرې   دلرغونپوهنې موزیم  ته وسپارله، له سرسري ترمیم څخه وروسته  بیا یو ځل بیا دنندارې لپاره کېښودل شي.

د ترکې دکلتور او ګرځندوی پخواني وزیر ارتوجرول ګونای وايي: دا نسخه کېدای شي دانجیل اصلي نسخه وي، چې مسیحي کلیسا پټه کړې وه ، دا نسخه  دحضرت عیسی علیه السلام په اړه  ډیر داسې څه لري، چې له اسلامي عقیدې سره اړخ لګوي. نوموړی وايي:  واتیکان په رسمي توګه غوښتي و، چې دا نسخه وګوري، داسې ویل کیږي، چې دا د اصلي انجیلونو مرقص، متی، لوقا او یوحنا تکمیلونکې نسخه ده.

د انجیل له اسلامي ګروهې/ عقیدې  سره موافق  دی او حضرت عیسی علیه السلام ته دانسان په سترګه ګوري نه د الله ج او معبود، پردې سربېره ثالوثي افکار، دمیسح علیه السلام په دارځړول نه مني، بلکې ردوي یې .

دا انجیل وايي: عیسی علیه السلام دمحمد صلی الله علیه وسلم د راتګ وړاندوینه هم کړې ده.