سوریه واله ماشومه ترکي ډاکټرانو ته:
زما سترګې درواخلئ زما پلار ته یې ورکړئ

سوریه کې د جګړې له بلو لمبو د ځان ژغورلو په نیت د “مأمون خالد ناصر ” کورنۍ پریکړه وکړه چې خپل هیواد پریږدي او ګاونډي هیواد ترکیې ته مهاجر شي، دوی په ترکیه کې د هاتی ولایت “الریحیانیة” نومي ځای ته مهاجر شول، دوی د سوریه د ادلب ښار اوسیدونکي وو، د دې کورنۍ سرپرست 27 کلن مأمون د سوریه حکومت د چاودیدونکو برمیلونو په اورولو کې سخت ژور ټپونه وخوړل، په سترګو ړوند، د ښي لاس ګوتې یې پرې شوې، او د اوریدلو ځواک یې هم له لاسه ورکړ.
دوه میاشتي کیږي مأمون له خپلو پنځو اولادونو، مور او ميرمني سره په ترکیه کې اوسي، د مأمون مور “وفاء عواد ” وایي: زوی مې یو کال مخکي د نورو خلکو غوندي روغ رمټ و، پخپلو پښو ګرځیدی او لیدل یې، خو اوس هغه په بستر پروت دی، نه ویني او نه اوري او نه د ژوند چارو پرمخبيولو وس لري.
د مأمون مور زیاتوي: موږ په خپل هیواد سوریه کې نور ژوند نشوی کولی او د خپلو اولادونو او ځانونو د ژوند ژغورلو له پاره دلته رامهاجر شوو. دلته مو هم د ژوند سختۍ پریمانه دي، زه د خپلو پنځو لمسو له پاره هیڅ نه لرم، د ګاونډیو په مرسته چلیږو، هغوی چې د خوراک له پاره څه راکوي هغه خورو.
د مأمون کورنۍ ټوله د خپل سرپرست په دې سخت حالت ډېره کړیږي، هغوی که د خپل سرپرست مأمون په دې حالت سره له یوې ګولې ډوډۍ ترلاسه کولو محروم شوي دي نو اوس د ده سختیو او له کړاوه ډک ژوند ته هم خپه دي، د مأمون د ټولې کورنۍ بلکي د سوریې د زوریدلې ولس روان کړاوونه د هغه د پنځه کلنې لور په دې څو جملو کې ښه لیدلی شو، د مأمون پنځه کلنې لور ترکي ډاکټرانو ته په ټينګار او ژړا کې وویل: پلار مې په ما ډېر ګران دی، هغه چې په دې حالت کې په بستر پروت وینم سخته ورته خپه کیږم .. هغه چې نشي کولی ما وویني.. نو ډېره ورته خپه شم .. زما خبره واورئ! زما سترګې دروکاږئ .. او زما پلار ته یې ورکړئ .. څو وکولی شي ما وویني .. او ما په غیږ کې ونیسي .. الله دې زما د پلار سيوري زموږ پر سر لري، ځکه زه له هغه سره ډېره مینه لرم …