دسولې ګدایی دزور خبرې

Hassin
دقندهار دهوتکیانوپه دوره کې دصفوي امپراطورۍ پلازمینه اصفهان دافغاني لښکرو لاس ته ورپریوت.دغه وخت دیوه مسیحي مبلغ دسترګو لیدلی حال په روم کې دهمدې ډلې مذهبي مشر ته دیوه رپوټ په توګه ورولیږل شو. همدغه رپوټ کلونه وروسته د«اصفهان دسقوط» په نوم خپور شو.داصفهان دسقوط دډیرو عواملو په څنګ کې مسیحي مبلغ (کروسنسکي) دشاه حسین صفوي دشخصیت کمزورتیا دسقوط یو لامل ګڼي او لیکي چې:«هغه یوداسې پادشاه وچې دفرمان ورکولو پرځای فرمان وړونکی و،تر دې ډیر کم عقله  وچې وکولی شي دهغو کسانو دتوطئوپیژندنه وکړي چې دده په شاوخوا راټول شوي وواوتر دې هم ډیر کمزوری و چې له توطئې څخه په خبریدو له ځانه دفاع وکړي»
هغه څه چې دملي یوالي دمسخره حکومت په نوم دیوه بهرني زور زواکي له خوا دافغانستان پر اولسونو تپل شوی، «مشران !» ېې مخکې له دې چې دفرمان ورکولوتوان ولري دمرییتوب تر کچې فرمان وړونکي دي.په همدې وجه دغه دیوه ارګ دوه واکمن نه یواځې یوه او بل ته دډلوپه اډانه کې په پرله پسې توطئو اخته دي بلکې هیڅ یو ېې هم دتوطئو له پیژندنې وروسته ددې توان نه لري چې له ځانه ددفاع توان وښي.دغسې یو ناروغه په پردو مزو تړلې ، دپردو دموخوساده وسیلې هم دسولې دروغجنې دعوې مخته وړي اوهم دجګړې لفظي ډزې کوي.څو کاله مخکې دډهلي په یوه روغتون کې مې له خپل معالج ډاکتر سره زړه خواله درلودله .
دهغه ډاکتر مخې ته یوه ایالتي رسنۍ پرته وه.په هغې رسنۍ کې دهمغه ایالت دماليي وزیر لیکلي وچې تر څو پاکستان دنړۍ دنقشې له مخې ورک نشي په سیمه کې سوله نشي راتلی. ډاکتر همدې لیکنې ته په ګوته نیولو وویل: وګوره موږ داسې احمقان هم لرو،پاکستان یوهیواد دی ، له نیمې پیړۍ زیات عمر لري.دملګرو ملتونو دسازمان غړی هیواد دی، پراخه نړیوالې او سیمه ییزې اړیکې لري، هلته سل ملیونه انسانان ژوند کوي،دغه سل ملیونه انسانان لږې یاډیرې خپلې تاریخي ویاړنې لري، خپله خاوره، خپل  عقاید او باورونه ورته ګران دي…له دې ټولو سره سره دیوه سل ملیوني هیواد دنابودولو غوښتنه په خپله یوه بشري ضد غوښتنه ده.که هند له انګریزي استعمار نه یو څه تر لاسه کړل پاکستان هم په دې برخه کې دلږ ونډې خاوند نه و.دهند ویش ، دپاکستان جوړیدل داستعمار داوږدو راتلونکو پیړیو غوښتنه وه.نن هم همغه استعمار او میراٍث خوړونکي ېې ددې سیمې سولې او ثبات ته دمرګوني ګوزار نښې نیسي.زه ویریږم چې همدا اوس دهند او پاکستان دجګړه غوښتونکو احساساتومزي بیا هم دهمغو پردو پلاسو کې دپردو موخو لپاره نه وي.او له دې ټولو چې تیر شو. دجګړې پایلې تر ډیره له مخکې داټکل وړ نه وي. ډیر ځله ناڅاپي او نا پیژندل شوي عوامل اوناببره پیښې دجګړوپایلې اړوي. څوک ضمانت ورکولی شي چې دهند او پاکستان  کیدونکې جګړه به هرو مرو دهند په ګټه او دپاکستان په تاریخي نابودۍ اوړي… دهغه دردمند په انسانیت باور مند ډاکتر خبرې همدا اوس زما ‌ذهن ته دا را رسوي چې له یوې خوا پنجاب ته داشرف غني غوړیدلې له نانواتو ډکه لمن او له بلې خواهم دده او هم دبهرنیو چارو دمعین حکمت کرزي داډزې چې وايي« هغه طالبان چې سوله نه مني موږ به ېې له ټولو وسایلو څخه په ګټه اخیستو نابودکړو» په لږ توپیر همغه دهند دایالتي وزیر څرګندونو ته ورته دي. شاو خوا کال وړاندې مې له بي بي سي پښتو خپرونې سره یوه مرکه درلودله په دې مرکه کې امریکا میشتی دلوړې پوهې خاوند جلالي صاحب دتلفون په کرښه ګډون درلود.هغه دسولې دراتګ خبره په دې پورې وتړله چې طالبان باید لومړی په زور مات بیا ورسره سوله وشي.ما له ټولې درناوۍ سره سره چې هغه ته مې در لودله ور زیاته مې کړه چې جلالي صاحب جګړه خو ددوو لوروسره مخامخ کیدل دي که دجګړې یولوری مات شي،وسله پر ځمکه کیږدي او بل لوري ته په ګونډوشي بیا نو سوله له چاسره او معنا ېې څه ده ؟ ځکه سوله خو دجګړې ضد ده.جګړه چې یوړل شوه نور دسولې خبرې منطق او ځای له لاسه ورکوي. اوس داسې ښکاري چې دجلالي صاحب تيوري دده دنږدې دوست غني په غوږونو کې کړنګهار کوي. دښاغلي اشرف غني او دهغه دسیال واکمن عبدالله عبدالله ویندویان په پرله پسې توګه څرګندونې کوي چې « سوله یواځې له هغو کسانو سره کوو چې رژیم ومني،وسله پر ځمکه کیږدي، قانون اساسي ومني او نظام؟ ته سلامي شي. که خبره همدا وي نو دا دسولې ناستې پاستې او تر پنجابه تودې منډې رامنډې مګر هسې یوه ننداره نه ده؟

خندونکې خو لا داده چې دزور خبره هم دپنجاب په اعتبار غټیږي او وايي چې پنجاب او افغانستان به په ګډوپوځي او جاسوسي  عملیاتواو متقابله اطلاعاتودطالبانو ځواک اوبه کوي. له خبرې سره سم دا هم پخه نغښتې او دپاکستان ټوله لوبه هم په دې ولاړه ده چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان یا دپنجاب مخالفین به دځپلو لومړی او غټ هدف وي. په دې کار سره نه یواځې افغانستان په وزیرستان اوړي بلکې پنجاب او کابل دامریکا او انګلیس په ورکړل شوې نقشه ددیورند داستعماري کرښې دواړو لورواولسونوته دجنګ اعلان ورکوي.داجنګ داولسونو په وړاندې دحکومتونو جنګ دی.داجنګ تر هر څه دمخه له  بشري پلوه یوه بشري ضد خونړۍ جګړه ده. دهرې جګړې په بهیر کې دسولې غوښتنې دجګړې ددواړو لورو په شرطونو کې ځان ښيي کابل خو خپلې غوښتنې لکه چې وویل شو ټاکلي دي. دجګړې بل لوری خو هم هرو مرو غوښتنې لري که هغه غوښتنې وانه وریدل شي او یا لږ ارزښت ورکړل شي نو دسولې دا ټولې نندارې به دوخت وژنه اود ناتار غزیدنه نه وي؟

دجګړې هغه بل لوری وايي چې دکابل حکومت دامریکا او نورو لاسپوڅی، بې وسه اوله اختیاره بې برخې  حکومت دی. له دغه حکومت سره خبرې دسولې ضمانت نشي ورکولی.

هغه لوري په دې ټینګار کوي چې دجګړې ددوام عامل داشغال دوام دی .داشغال ختم سولې ته لاره ایستلی شي. هغه لوری باور لري چې اساسي قانون یو امریکایی لیکلی کاغذ دی داسې کاغذ چې دکابل واکمنۍ هغه په خپله هم تر پښو لاندې کړی او خپله ېې هم منلې چې دوه کاله وروسته به اړول کیږي…ښکاري چې داغوښتنې او هغه غوښتنې په هیڅ ډول یو له بل سره په یوه لاره نشي سیخیدی او همدا چې دکابل واکمني په خپلو وړاندې شوو شرایطو کې داشغال خبره تر پلالې لاندې تیره وي او له امریکا سره دامنیتي پیمان خبره او دپوځي اډو خبره په رټه په ګڼده وهي نو سوله به څنګه راځي.
له ۲۰۰۱ څخه تر۲۰۱۱ م کال پورې دافغانستان دمسألې په هکله چې سوله او سوبات ېې دمنځ ټکی وو یولس داسې لويي ناسې وشوې چې دافغانستان داشغال د۴۴ هیوادونو پر استازو برسیره په لسګونونړیوالو سازمانونو پکې برخه درلودله په هر کنفرانس کې دطالبانو یا تسلیم یا نابودي دامریکا انګلیس ، ناتو او اروپا په پراخه لښکرو،دخبرو مرکزي ټکی و . که مې نه وي غلطه کړې د۲۰۰۶ یا ۲۰۱۰ میلادي کال دلندن په کنفرانس کې خو دانګلیس دوخت صدراعظم دکنفرانس په مشري ګواښ وکړ چې طالبان به یا په شپږو میاشتو کې وسله پر ځمکه ږدي او یا به نابودیږي. همدغه انګلیس واکمن هغه وخت چې حامد کرزی اونواز شریف ېې سره غوږ په غوږ کړل بیا يي دطالبانو دخوځښت او مقاومت عمر په شپږو میاشتو پورې وتاړه خو هغه لفظي ډزې باد یوړې.اوس چې په عمل کې دیوه عیني واقعیت په توګه دکابل واکمنې هره ورځ په شا را روانه ده او په عمل کې دهیڅ ډول پراخه تعرضي خوځښت توان نه لري نو بیا داد زور خبرې هسې هوايي ډزې نه دي؟

له دې ټولو چې تیر شودا واقعیت نور تاریخي شوی دی چې دامریکا ، ناټو، آیساف او ټول اشغال ماته نوره نه راګرځیدونکې ده.هغه نړیوال وحشي جنګي ماشین چې دا نغری ېې  ړنګ نشو کړای نو داپنجاب به څومره لوی توان وي چې له کابل واکمنۍ سره به په غاړه غړۍ کیدوزموږ داولسونو پاڅون ته دنابودۍ ټکی ږدې.

زه چې زموږ داولسونو دپاڅون خبره کوم پوهیږم چې دطالبانو په پلویتوب به تورن او ډیرې ترخې اوسپکې سپورې به واورم.خو واقعیت واقعیت دی .هغه څه چې ۱۴ کاله له یوه نړیوال زبرځواک سره وجنګیدل طالب نه وو،بلکې زما دخپل نغري توان او طاقت و.په دې یوه نیمه لسیزه کې پنجاب یا سند زموږ لپاره جګړه نه ده کړې او نه ېې کولی شوای.له شانه دلمسونو او څه پټو امکاناتو ورکول بیله خبره ده .هومره چې پنجاب له امریکا ، انګلیس او ناتو سره یوه خوله او غاړه غړۍ و له طالبانو سره نه و. نن وضعیت له ریښې اوښتی دی نور طالبان دهیواد په دننه کې دخپلو اولسونو غیږې ته را اوښتي دي ددې واقعیت منل هم سخت او ډیرو ته د رواني ناروغیو لامل ګرځي خو وااقعیت له ټول تریخوالي سره سره خپل مستقل شتون لري. طالب په خپل نغري کې نابودول له تاریخي واقعیاتو سره سر نه خوري.دنړۍ کوم ځواک نه و چې هډوکې ېې په دې نغري کې نه وي سوي. دزور خبره یوجنون او دیوه دځنکندن په حال کې ناروغه خبره ده. که دغه لیونتوب ته رسیدلی دګور په غاړه ناروغ دپردو په زور د زور خبره کوي باید دې ته هم پام وساتي چې د زور فرهنګ زور زیږوي .

پیښې به خونړۍ شي،دوطن ډیر سرونه به له دواړو لورو پکې لاړ شي خو داولسونو په وړاندې دحکومتونو جګړه هیڅکله هم حکومتونو ته عمر نه وربښي . بشري ناورین جوړول تر جګړه ییز جنایت پورته نه بښوونکی جنایت دی. زموږ ارګ ناستي په دې ځان خوشحاله وي چې طالبان اوس په ډلو ویشل شوي او له دې ویش څخه خپل نوکران تر لاسه کولی شي او پاتې به دهمدوی  او داعش په مرسته په ګونډو کړي . دوی دې واقعیت ته نه ګوري چې د۴۴ اشغالګرو هیوادونو جاسوسي شبکو اودهغوی  ملیاردونو پانګو ونشو کړای چې له معتصم آغا او یا هغه ته ورته نورو څخه څه جوړ کړي اوس به څنګه او په کومو امکاناتوله طالبانو څخه دمرورو وړو ډلو له منځه یو بل معتصم آغا را جوړوي.

ښايي محاسبه داهم وي چې په حکومتي مرستو به داعش ته دعمل ډګر پراخ او مرور طالبان به هم هلته ورټیلوهي خودتوطئو مزل که هر څومره پخې هم وي لنډ اود رسوايي را وړونکی دی.

داچې دشخصي واکمنۍ ددوام په خاطر یوه بله سوریه جوړوي دا په خپله دملي او بشري جنایت یوه بله نه بښونکې نښه ده.اوبه خړول او ماهیان نیول به یوه کړنه او یوه غوښتنه وي خو که لږ هوښیاري وي لومړی باید ولیدل شي  چې په دې خړوبه کې ماهیان شته که نه.