امریکا په ۲۰۱۵ کال کې په اسلامي هیوادونو ۲۳۱۴۴ بمونه ورولي

bombs

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): یوه تازه څیړنه وايي چې امریکا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تر «۲۳۰۰۰» زیات بمونه په اسلامي هیوادونو غورځولي دي.

دا راپور چې د «امریکا د بهرنیو اړیکو شورا» څیړنیزې ادارې له خوا خپور شوی لیکي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تېر کال پرې «۹۷۴» امریکايي بمونه ورېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایانو د ۲۰۱۴ کال په پای کې اعلان کړی و چې د نوموړي کال له پای ته رسېدو سره سم په افغانستان کې د دوی جګړییز ماموریت هم پای ته رسیږي.

د امریکا د بهرنیو اړیکو ادارې یو چارواکی «میکا زینکو» وايي چې د ۲۰۱۵ د جنوري له لومړۍ ورځې څخه امریکایانو تقریبا ۲۳۱۴۴ بمونه په شپږو اسلامي هیوادونو ورولي دي.

نوموړی په همدې تړاو خپلې یوې لیکنه کې وايي چې له دې جملې څخه ۲۲۱۱۰ بمونه په عراق او سوریه ورېدلي، ۹۷۴ بمونه په افغانستان ورول شوي، او پاتې نور په یمن، سومالیه او د پاکستان په قبایلي سیمو غورځول شوي دي.

د لیکوال په باور، ښايي د بمونو حقیقي شمېره تر دې زیاته وي، ځکه چې هغه په هر هوايي برید کې د یو بم غورځیدل اټکل کړي دي.

لیکوال وايي چې د بمبار په واسطه د «ټولوژنې امریکايي پالیسي» د چلښت وړ نه ده. نوموړی وايي له ترهګرۍ سره د امریکا پالیسي یوازې په «وژلو» بنا ده خو د نوو ترهګرو د مخنیوي لپاره هیڅ برنامه نه لري.

میکا زینکو زیاتوي چې همیشه له امریکایي چارواکو څخه پوښتنه کوي چې ولې تاسو په لوی لاس یو عادي شخص په تروریست بدلوئ؟ د نوموړي په خبره، د اکثرو چارواکو ځواب دا وي چې دا زمونږ مسئولیت نه دی، او اکثره چارواکي د دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او استخباراتي ارګانونو ته د پړې ګوته نیسي.

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا د دغه غړي لیکنې په نړیوالو او امریکايي رسنیو کې د سپینې ماڼۍ په وړاندې نیوکې راپارولي او ګڼو رسنیو د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته د سولې لپاره د نوبل جایزې په اخیستو پیغور ورکړی او دا څیړنه یې تر دې سرلیک لاندې خپره کړې چې: «د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکي اوباما په تېر کال کې لسګونه زره بمونه ورولي دي».

ځینو رسنیو په دې راپور کې د امریکا د دفاع وزارت هغه څرګندونې هم ناسمې بللې چې د دغو بمونو په نتیجه کې یوازې ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او د استدلال په توګه زیاتوي چې یوازې ۳۰ تنه ملکي کسان د اکتوبر په میاشت کې هغه مهال ووژل شول چې امریکايانو په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون بمبار کړ.

سره له دې چې د یادې څیړنې پر اساس، امریکا په تېر کال کې ۹۷۴ بمونه په افغانستان غورځولي دي، خو طالبان په همدې کال کې د تېرو پنځلسو کلونو په پرتله تر بل هر وخت زیات د هیواد په پراخو سیمو باندې واکمن پاتې شول.