په زرمت کې څه تیریږي؟

afghan army

احمد زرمتی

زرمت یا زرمل د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز لویدیځ ته ددې ولایت تر ټولو پراخه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده،چې له لوګر،غزني او پکتیکا ولایاتو سره ګډه پوله لري،دغه ولسوالي چې د امریکایانو د یرغل له پیل لږ وروسته په کې د شاهي کوټ مشهوره جګړه پیښه شوه،له هغه راوروسته په تیرو څوارلسو کلونو کې همیشه د امریکایانو او ځايي مجاهدینو/طالبانو تر منخ د جګړو شاهده پاته شوي،په دې موده کې همیشه د ولسوالۍ مرکز د حکومت او اطراف یي ټول د طالبانو په ولکه کې پاته شوي دي.

د پخوانیو ناخوالو په تعقیب په دې ولسوالۍ کې له تیرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا د سیمې په خلکو خورا سخت حالت راغلی  او ګڼ بې دفاع ولسي وګړي، ماشومان او تورسرې په کې بې کوره شوي او ځوریدلي دي.

نهه ورځې وړاندې د ګردیز تندر قول اردو ځواکونو د امریکایانو په ملاتړ  په زرمت ولسوالۍ کې پراخ عملیات پیل کړل،له ۳۰۰ زیات ټانګونه، پیاده عسکر چې د څرخکو او جنګي امریکایي الوتکو ملتیا ورسره وه، د زرمت په ولسوالي یي یرغل ورووړ چې دغه قوه په څلورو برخو تقسیم شوه، یوه برخه یي د ولسوالۍ ختیځ اړخ ته مموزو سیمې ته لاړه  او دغره په ډډه کې ټانګونه ځای په ځای کړل،بله برخه یي د ولسوالۍ شمال ته د سهاکو سیمې ته لاړه چې د ترکو او حیدري کلا  کلیو ته نږدې د طالبانو له مقاومت سره له مخ کیدو وروسته همدلته پنډه شوه، یوه برخه یي له پکتیکا سره نښتې د سورکۍ سیمې ته لاړه چې له پکتیکا ورته نور اضافي عسکر هم راغلل، او بله برخه قوې چې غوښتل د دولت زیو سیمې ته لاړه شي د ګلدادخیلو په سیمه کې د طالبانو له مقاومت سره مخامخ او په شا ستنه شوه.
دغه حکومتي پوځیان او پولیس چې د امریکایانو ملاتړ هم ورسره شته،خو څرنګه چې په ټولو سیمو کې د طالبانو له مقاومت سره مخ دي او نه شي کولی  پرمختګ وکړي،نو ځکه یي په بیلابیلو سیمو کې اړولي او د ځان د دفاع او جګړې لپاره یي د ولسي خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي دي.

د سهاکو د لیسې شاخوا کلیو خلک وایي چې د اردو عسکرو دوی له خپلو کورونو شړلي، د کورو په بامونو، بالاخانو او برجونو کې یي سپکې او درنې وسلې نصب کړي او د ولسي وګړو له کورونو څخه له طالبانو سره جګړه کوي،دوی وایي د اردو پوځیانو کورونو ته په ننوتو غلاوې هم کړي دي، نقدي پیسې،جواهرات او قیمت بیه توکي یي لوټ کړي دي او خلک یي له کورونو بې کورۍ ته اړ کړي دي او دا په داسې حال کې چې په سیمه کې د تودوخې درجه تر صفر ښکته ده او بیګانۍ تازه واوره هم اوریدلې چې په دې سره د خلکو مشکلات نور هم زیات شوي دي.

د خلکو په کورونو کې په سنګر نیولو سربیره د اردو پوځیانو بل دې ظلم ته ملاتړلې چې په ولسي کلیو یي بې توپیره او بې نقشې ډزو ته ادامه ورکړې،د زرمت په مختلفو سیمو خصوصا د سهاکو په علاقه نه یوازې د اردو د عسکرو لخوا د هاوان ړانده بریدونه دوام لري بلکې د ولسوالۍ له  مرکزي بیس څخه د ډي سي توپونو درندې ډزې هم په کلیوالو سیمو جاري دي، چې د سهاکو په سیمه کې دری ښځې شهیدانې او پنځه ماشومان ټپیان شوي دي.

همدا راز د مموزو د سیمې خلک وایي چې څو ورځې وړاندې ددوی په سیمه کې د اردو عسکرو د تلاشۍ په نامه غلاګانې کړې او په پیسو او قیمتي توکیو سربیره یي یو موټرسایکل او دوه موټر چې د عامو خلکوملکیت  و هم یي له ځان سره بیولي دي.

د زرمت په بیلابیلو سیمو له تیرې څه باندې یوې هفتې راهیسې داردو  د توپو او هاوانو بریدونو، تالاشۍ او لوټمار په داسې حال کې روان دی چې رسنۍ ورباندې هیڅ هم نه وایي.

د زرمت خلک له رسنیو او هغو کسانو چې ځانونه مدني فعالان بولي په ګیله وایي چې تیر اوړۍ چې کله ددې ولسوالۍ په یوه پوځي قرارګاه طالبانو برید وکړ نو ټولو رسنیو  او مدني شعاربازانو غوغا جوړه کړه چې هلئ په زرمت اوربل دی، مګر اوس چې د زرمت خلک په سخت یخ کې د چرسي عسکرو  له لوټمارۍ او ړندو بریدونو سره مخامخ دي دوی یي په اړه هیڅ هم نه وایي بلکې دا اولس ځورونه ورته بریالي عملیات ښکاري.

د زرمت عام اوسیدونکي په دې ولسوالۍ کې د روان وحشت زرترزره پای ته رسیدل غواړي  او وایي چې د اردو عسکر دې زرترزره ددوی له کلیو او کورونو ووځي، ځکه چې د ولسي ځور او تعذیب په مټ هیڅوک هیڅ نتیجه هم نشي ترلاسه کولی بلکې یوازې  به  اولس د ځان په وړاندې جبهه ګیرۍ ته اړ کړي.

مخکیني مالومات دلاندني لینک په کښېباسلو سره ترلاسه کولای شئ:

http://www.nunn.asia/62330/ 

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21214

له نن ټکي اسیا څخه په مننه