ظاهرقدیر:

داعشي وسله وال د دولت پېژندکارتونه لري

ننګرهار؛ د داعش له لوری د ولسي وګړو پر بمونو الوزولو صحنه

ننګرهار؛ د داعش له لوری د ولسي وګړو پر بمونو الوزولو صحنه

 

په ننګرهار کې د داعشي وسله والو پر ضد د ملېشو مشر او د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي چې داعشي وسله وال د افغان حکومت پېژند کارتونه لري.

نوموړي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د دولت او داعش د اړیکو دعوه بیا راپورته کړه او ويې ويل چې د ننګرهار په مختلفو سیمو کې مشکوکې چورلکې دورې خورې او ناستې کوي.

ظاهر قدیر د ۲۰۱ سیلاب قول اردو هغه لیک هم ولسي جرګې ته ولوست چې د دې قول اردو د څوارلسمې پیاده لوا د قومندانۍ اوپراسیون ریاست ته يې لېږلی و.

په لیک کې راغلي و چې د منګل باغ اړوند هغه کسان چې وړاندې ورته دولت پخپله خوښه په شینوارو کې د اوسېدو زمینه برابره کړې وه، ۹۰ سلنه يې اوس د داعش په بڼه فعالیت کوي.

لیک کې وړاندې راغلي و چې څو ورځې وړاندې چې داعشي وسله وال د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول، جېبونو کې يې د دولت پېژندکارتونه موندل شوي دي.

ظاهر قدیر دا لیک یو کوچنی سند وباله او ويې ويل چې د داعش او دولت پر نورو اړیکو لوی شواهد او اسناد لري.

نوموړي وویل چې د سیمې ټول اوسېدونکي ورته په رڼو سترګو ګوري، چې کله د طالبانو او داعشي ډلګۍ تر منځ جګړه وي، هوايي ځواکونه یوازې طالبان په نښه کوي او د داعشي وسله والو ملاتړ ثابتوي.

قدیر وړاندې تر دې هم داعش د حکومت او بهرنیو سفارتونو ګډه پروژه بللې وه، د نوموړي تر لاس لاندې ملېشې تېره ورځ د څلورو داعشیانو سرونه غوڅ کړل، چې ځينو مبصرينو د دولت په شتون کې دا ډول خپلسری اقدام وغانده.

د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح ظاهر قدیر یو جلاد بللی او په دې يې حیرانتیا ښوودلې چې یو جلاد د خلکو استازی او د قانون جوړونې په دستګاه کې ناست دی.

د شنونکو په باور له نږدې میاشتني ځنډ وروسته د داعش او ظاهر قدیر نښته او بیا يې د یو سند افشا کول دا په ډاګه کوي چې د دوی تر منځ په شوي جوړ جاړي کې ناغېړي شوې ده.

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21175

دنښترویبلاګ یادښت:

دنښترپه ویبلاګ کې د ټولو درنولیکوالانولیکني بی له تبعیض اوسانسوره نشریږي، هره لیکنه د لیکوال خپل شخصي نظر څرګندوي، د نښترادارې توافق ورسره حتمي نه دی.نښتر یو خپلواک او بې طرف ویبلاګ او ددرنو هیوادوالوپه همکاري پر مخ ځي، که هرڅوک وغواړي موږ ته خپله لیکنه، خبر، انځور، ویډیو یا بل مطلب را لېږلی شي.