ظاهر قدير:
حکومت د طالبانو پر وړاندې د داعش ملاتړ کوي

د ولسی جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پر حکومت تور ولګاوه، چې د طالبانو او داعش تر منځ نښتو کې حکومت تل د داعش ملاتړ کړی دی. د ده په وينا چې د وسله والو مخالفينو په خپلمنځي جګړو کې حکومتی ځواکونه پر طالب ځواکونو بمباري کوي، خو داعش ته څه نه وايي. ده همداراز تور پورې کړ، چې حکومت د لشکر اسلام د ډلې غړو ته، چې له داعش سره مرسته کوي، ځانګړي کارتونه ورکړي دي. ده ټينګار وکړ چې د هغو چورلکو پوښتنه هم بايد وشي، چې تېره اونۍ يې په سرخرود ولسوالۍ کې مخ پټي وسله وال کښته کړي وو.
د يادونې وړ ده چې يو شمېر کورنۍ ډلې او روسيه ادعا کوي، چې په د افغانستان حکومت د ننه يو شمېر چارواکي او ادارې له داعش سره مرسته کوي او موخه يې دا ده چې د داعش ځواکونه د افغانستان شمال او بيا منځنۍ آسيا ته انتقال کړي.