دایران او اسرائیلو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې رسوا شوې

له ۱۹۷۹ ز راهسې په ایران کې اخوندي نظام چیغې وهي، چې له اسرائیلو سره هیڅ ډول اړیکې نه لري، خو دهرې ورځې په تیریدو د دواړو هېوادو ترمنځ نږدېوالې رسوا کیږي، عجیبه خو داده، چې له دیرشو کلونو راهسې امریکا او اسرائیل ایران ګواښي، خو بیا ګوزار یې پر عربانو او سنیانو وي، پر لامل به یې پوهیږئ؟

یدعوت احرنوت ورځپاڼه لیکي:

په ایران کې اسرائیلو له ۳۰ ملیارده ډالرو زیاته پانګونه کړې ده، ۲۰۰ اسرائیلي شرکتونه له ایران سره سوداګریزې اړیکې لري، ډیرو یې دتیلو په برخه کې پانګونه کړې ده.

 په اسرائیلو کې دایراني یهودیانو شمېر له ۲۰۰۰۰۰ اوړي دوی ټول په ایران کې له خپل مذهبي مشریدیدیا شووت څخه اطاعت کوي او نوموړی بیا له ایراني چارواکو سره نږدې اړیکې لري. دا یهود بیا په سوداګرۍ، سیاست ، ټیکه دارۍ او داسرائیلو په پوځ کې له پراخه نفوذ څخه برخمن دي.

په تهران کې دیهودو ۲۰۰ عبادتځایونه دي، خو سنیان، چې شمېر یې له یو نیم ملیون څخه ډېر دی په پلازمېنه تهران کې دیوه مسجد اجازه نه لري، دایران او یهودي مذهبي مشرانو ترمنځ داړیکو مسوول ایرانی یهودي ملا اوریل ویدا دی.

دکاناډا، انګلستان او فرانسې دیهودو له منځه ۱۷۰۰۰ یې ایراني یهودیان دي، چې د تیلو ستر شرکتونه لري او ډیری یې دانګلستان په  مشرانو جرګه کې هم غړیتوب لري.

ایران له خپلو یهودیانو څخه په بهرنۍ ډیبلوماسۍ کې ګټه پورته کوي، همدا ایراني یهودیان دي، چې په امریکا کې پر یهودي لابیګرانو فشار راوړي او پر ایران دامریکا دفشار مخه نیسي.

په امریکاکې ۱۲۰۰۰ ایراني یهودان  شتون لري، چې ډیری یې په کانګرس او مشرانو جرګه کې غړیتوب لري او له یهودي لابیګرانو سره ټینګې اړیکې لري .

ایراني یهودان په اسرائیلو کې رادیو ګانې لري، چې مشهوره یې رادیس نومیږي،ځینې خو یې دایران پر لګښت خپرونې هم کوي.

په ایران کې ۳۰۰۰۰یهودان اوسیږي، ایران یوازینی هېواد دی، چې له اسرائیلو بهر دومره یهود په کې ژوند کوي، داایراني یهودان په اسرائیلو کې له خپلوانوسره اړیکې پالي ، تګ اوراتګ سره کوي.

په اسرائیلو کې ډیری یهودي مذهبي مشران دایران داصفهان دي، چې په دیني او نظامي موسسو کې پراخ نفوذ او واک لري، له ایران سره د اصفهان عبادتځای له لارې اړیکې نیسي.

داسرائیلو دفاع وزیر شاوول موفاز داصفهان یهود دی ، نوموړی داسرائیلو په پوځ کې لومړنی کس دی، چې پر ایران له برید سره مخالفت کوي.

داسرائیلو ولسمشر موشیه کاتساف داصفهان یهود دی ، له احمدي نژاد، خامنئي او دسپاه پاسدارانو له یو شمېر مشرانو سره ټینګې اړیکې لري، نوموړی دایران یهود دی.

دنړۍ ټول یهودان په کال کې یو ځل ایران ته ځي او هلته دیوسف علیه السلام دورور بنیامن له مزار څخه لیدنه کوي، اسرائیلیان دومره له بیت المقدس سره مېنه نه لري لکه څومره ، چې له ایران سره لري.

یهودان د فلسطین په پرتله دایران ډیر درناوی کوي داځکه، چې د لومړي یزدګرد پاچاد یهودۍ مېرمنې شوشندخت دولت او ټاټوبې دی.

دا هم دیادونې ده، چې داسرائیلو دپوځ درېیمه برخه  له ایراني یهودانو څخه جوړه شوې ده.