د بغدادي خلافت په امریکایي چورلکو کې را روان دی

مجاهد افغاني
امریکایي چورلکې د اسلامي امت د ځپلو لپاره جوړې شوي،د غرب د زرادخانو د بلې هر متاع غوندې دغه لویې او وړې ټپ ټپنې هم ددې لپاره جوړې شوي چې څرنګه په مسلمانانو چاپي ووهي،څرنګه د مؤمنو کوچنیانو خوبونه اوتر کړي، څرنګه د اسلام په هوډمنو غازیانو بارود وشیندي او څرنګه یي په لیزري فایرنګ له پښو وغورځوي.
په تیره یوه نیمه لسیزه کې امریکایي چورلکو د زور او ظلم همدغه لوبه په افغانستان ،عراق او ګڼو نورو سیمو کې په ټول قوت توده وساتله، لکونه مؤمنان یي شهیدان کړل، زرګونه چاپې یي ووهلې،په سلهاوو ماشومان یي زره ترک کړل او د وحشت او دهشت داسې تماشې یي تاریخ ته پریښودې چې پخوا کله هم نه وې لیدل شوې.
مګر امریکایان له دې ټول زور او جبر سره سره ونه توانیدل چې د مؤمن امت اراده ماته کړي، د اسلام غازیان له پښو وغورځوي، یا د افغان اولس د رګونو وینه وچه کړي، د غرب ټولې جنګي ستراتیژۍ ناکامې شوې، د امریکایي پوځ ټولې نقشې پوچې وختې نو ځکه د غرب متفکر ماغزه یوې بلې لارې ته متوجه شول او هغه داچې اسلام د اسلام په نوم وځپي، امارت د خلافت په توره حلال کړي، سپین بیرغ د تور بیرغ په زور رانسکور کړي او بالاخره خپلو استعماري نقشو او ستراتيژیو ته د اسلام وطنونه او خاورې شودیاره کړي .
د شام او عراق په اړه به مو ډیر اوریدلي وي چې امریکایي استخبارات مخامخ د داعش په نوم ډله پړسوي، اکمالوي یي او مفت تبلیغاتي کمپاین ورته کوي تر څو یي د واقعي مجاهدینو په وړاندې استخدام کړي، د مصر د سیناء دښتې له داعشیانو به هم خبر یاست چې تراوسه یي د څنګلوري اسرائیلو په خوا یو فیر هم نه دی کړی، د تل آبیب د راډیو هغه تبصرې به مو هم په یاد وي چې وایي داعش اسرائیلو ته خطر نه دی نو ځکه یي په خپل ګاونډ سینا کې زغملی شي، او دداعش د مشرانو هغه موقف ګیرۍ به مو هم له سترګو تیري شوي وي چې هرځای یي د کفر او طواغیتو په عوض یوازې په واقعي مجاهدینو او اسلامي حرکاتو پسې چاړه را اخیستي، په عراق کې یي جبهة النصرة ته جنګ اعلان کړ، په ټول سیکولر مصر کې یي اخوانیان مرتد وبلل، په ټول فسلطین کې یي جهادي تنظیم حماس ته جګړه اعلان کړه او په ټول خراسان کې یي لومړی وینه د اسلامي امارت د واقعي مجاهدینو وبهوله .
پښتانه وایي: اګا مري نښې پریږدي . د داعش هم د امریکا پرورۍ نښې ورځ تر بلې را برسیره کیږي ، څه موده وړاندې امریکایي پوځي مشرانو وویل چې ننګرهار به د داعش منطقوي مرکز شي، خلکو ته ټوکه برېښېده مګر بله ورځ داعش یوه داسي راډیویي خپرونه پیل کړه چې په درست ننګرهار سربیره د پاکستان په مومندو کې آن تر پیښوره هم اوریدل کیږي، داعش چې د طالبانو ګوزارونو له پښو غورځولی و ناڅاپه یو ځل بیا راژوندی شو، وسلې او ایف ایم دستګاوې یي پیدا کړې او دادی نوی بربنډ انکشاف لا دا چې د ننګرهار د سرخرود د تورغر سیمې خلکو په خپلو سترګو لیدلي چې د تورغر په لوړو کې امریکایي چورلکو تورپوستي داعشیان پیاده کړي دي چې کیدای شي ډیر زر په سرخرود کې عملیات پیل کړي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه داعشیان له کومه ځایه راوړل شوي خو غالب ګومان دادی چې له عراق یا سوریې به راوړل شوي وي چې د راوړلو چاره یي امریکایي چورلکو ترسره کړې.
نو افغان مجاهد اولسه! بیدار اوسه چې یو ځل بیا درته ددسیسې کنده کیندل شوې ده، هغه چورلکې چې پخوا یي درباندې چاپي وهلې اوس درته داعشیان راچلوي ، د ښمن هماغه پخوانی دی مګر ګیم یي بدل شوی دی ، که دې په خلاصو سترګو ورسره مبارزه وکړه بری ستا دی مګر که یي په شعارونو خطاء شوې نو داځل دې امریکایي چورلکو ته میدان بایللی دی.
دنښترویبلاګ یادښت:
دنښترپه ویبلاګ کې د ټولو درنولیکوالانولیکني بی له تبعیض اوسانسوره نشریږي، هره لیکنه د لیکوال خپل شخصي نظر څرګندوي، د نښترادارې توافق ورسره حتمي نه دی.نښتر یو خپلواک او بې طرف ویبلاګ او ددرنو هیوادوالوپه همکاري پر مخ ځي، که هرڅوک وغواړي موږ ته خپله لیکنه، خبر، انځور، ویډیو یا بل مطلب را لېږلی شي لکه دا لاندنی لينک چې یوهيوادوال رالېږلی دی:
https://www.youtube.com/watch?v=yxCqUlkUgD0