په افغانستان کې د امريکايي بالونونو پټ رازونه

ballon afghanistan


Bildergebnis für ‫ساحل منګل‬‎

ژباړه: ساحل منګل

خلک د دې بالونونو په اړه بېلابېل نظرونه لري، ځينې وايي په دې بالونونو کې کمرې نصب شوې، چې د جاسوسۍ په چارو کې ترې ګټه اخيستل کيږي او ځينې وايي ، چې د الوتکو دفاعي سيستم (Radar)پکې نصب شوي دي .

مګر په واقيعت کې د دې بالون دنده څه شی ده؟

د دې نظامي بالون نوم (JLENS) دی، چې د ايروسټټ (Aerostat)په نامه هم  پېژندل کيږي، دغه بالونونه دهيليم دګازو څخه ډک دي، چې له ځمکې څخه ۳۰۴ فټه لوړوالی لري، هر بالون د رادارو قوي سيستم،ځمکني کومکي وسايل او د معلوماتو منظم سيستم لري.

د دې بالون سيستم د الوتکو د تهديد د دفاع،توغنديو، بې پيلوټه الوتکو، ځمکنيو اهدافو او د لويو راکټونو لپاره جوړ شوی دی. د يو بالون د نظارت او څارنې ساحه د امريکا د يو ايالت په اندازه دی او حيرانونکې، ډېره جالبه او د نه منلو وړ خبره دا ده ، چې د دې بالون قيمت درې مليارده ډالرو ته رسيږي، هو درې مليارده ډالره.مخکې له دې ،چې ځينو پوښتنو ته ځواب ورکړو غواړو، چې د خلکو د نظريو په اړه يوه څو خبرې وکړو.د مثال په ډول د دې بالون څخه د الوتکو او رادار کار اخيستل کيږي نو ولې په نورو هيوادونو کې، چې پرمختللي او لوی هوايي ډګرونه لري له دې بالون څخه ګټه نه اخيستل کيږي؟

دا، چې په دې بالون کې کمرې لګول شوې که نه؟ځواب ېې هو دی، مګر له دغو کمرو څخه د بريدګرو په پېژندګلوي کې ګټه نه اخيستل کيږي، په تېرو څو کلونو کې امريکايانو يو ځل هم د دې بالون پر مټ د حملو مخنيوی نه دی کړی، حتی په هغه ورځ، چې په کابل کې د امريکا په سفارت او (CIA) باندې حملې وشوې.

لومړۍ راځو د افغانستان په ښارونو او کليو کې د دې سيستم د ليدو نظارت ته!

۱ د دې دستګاه موجوديت، چې د خلکو کورونو، شخصي ملکيتونو او د خلکو شخصي ژوند د ليدلو قابليت لري  د اساسي قانون له نظره غير قانوني کار دی؛ ځکه، چې د هر اتباع  د خوندينې له حق څخه په اساسي قانون کې يادونه شوې، د خلکو شخصي ژوند څخه نظارت او ليدنه د خلکو په حريم باندې ښکاره تېری دی .

۲ اسلام د خلکو حريم د انسان عمده حقونو څخه ګڼي.

د صحيح مسلم په ۱۴۲۱ حديث کې راغلي د چا کور ته د ننوتلو وړاندې بايد درې ځله اجازه واخيستل شي او د نه اجازې په وخت کې دغه  سړی کور ته د ننوتلو حق نه لري.

د دې بالونو په واسطه د افغانانو د کورونو ليدل په زوره او بې اجازې ننوتل معنی لري، همدارنګه جاسوسي په اسلام کې هم منع شوې ((اې مومنانو له ډېرو ګمانونو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه، چې ځينې ګمانونه ګناوې دي او د نورو په کارونو کې جاسوسي مه کوئ او ځينې د تاسو څخه د ځينو غيبت مه کوئ ايا په تاسو کې څوک دا خوښوي، چې د خپل مړ شوي ورور غوښه وخوري، چې له هغې څخه مو کرکه کيږي او له الله ج څخه په توبه کونکو مهربانه دی.))سورت الحجر ايات ۱۲

۳ نظر هغو قوانينو ته، چې د دې غربيانو په لاس جوړ شوي دي هم دغه کار غير قانوني دی، د محرميت حق د بشر حقونو د يوې برخې څخه دی، چې د حقوق بشر نړيوالې اعلاميې په دولسمه ماده کې راغلي دي، د محرميت حقوق په طبيعي حقوقو کې شامل دي، چې د بشر حقونو په نامه ياديږي .

هغه حقوق او ازادي، چې د بشر حقونو په نامه ياديږي زيات شمېر ېې په طبيعي حقوقو کې شامل دي، مګر د هغوی څخه ېې د هغو حقوقو او ازاديو څخه طبيعي حقوق نه دي، چې د محرميت حق هم د هغې له ډلې څخه شمېرل کيږي. د محرميت حق د يو اخلاقي ارزښت او يا د بشر حقونو د يوه اصل په توګه د پرمختلليو هيوادونو له خوا منځ ته راغلی.

ولې مهم ټکی، چې يادونه  مو وکړه په بل ځای کې دی، له دغې دستګاه څخه د لرې واټن ويشتونکي توغنديو (Cruise Missile) اېښودنې لپاره کار اخيستل کيږي.

دغه دستګاه د څلرويشت ساعتونو لپاره  په ۳۴۰ ميله په واټن کې د دښمن د توغنديو، الوتکو، ټانګونو او هليکوپټرو دنظارت قابليت لري. دغه دستګاه راټول شوي اطلاعات نظامي مرکز ته ورکوي، چې نظامي متخصيصين د توغندي ضد سيستم (Anti-Missile System )، چې په امريکا کې ورته (Patriot) وايي وکولای شي مخکې د توغنديو له رسېدو هغه خنثی کړي .

په افغانستان کې د دې دستګاه  د نصبولو څخه هدف څه شی دی؟

ښايي تاسو دا فکر وکړئ، چې دغه سيستم به زموږ د امنيت لپاره لګول شوی وي، خو نه، په حقيقت کې دا، چې دغه سيستم د امنيت لپاره نه دی لګول شوی بلکې کولای شي د افغانستا د بر بادۍ لامل هم شي.

په دې سيستم باندې د لوېې سرمايي لګولو هدف د امريکا د لويو دښمنانو (روسيې او چين ) او يو شمير نورو هيوادونو دتوغنديو  خنثی کول دي، نو که چېرې سبا ورځ دروسيې، چين او امريکا تر منځ  احتمالي جګړه رامنځ ته شي او روسيه يا چين  افغانستان د توغنديو هدف وګرځوي ډېره به د تعجب خبره نه وي .

د دا ډول هستوي حملو په صورت کې که امريکا وتوانيږي د روسېې ټول توغندي حنثی هم کړي، بيا هم د افغانستان نيم خلک به د يورانيمو د وړانګو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

بله پوښتنه که امريکا د توغندي ضد سيستم، چې غواړي د چين او روسيي هستوي توغندي خنثی کړي  چيرته کولای شي پټ کړي ؟ځواب ېې ساده دی؛ امريکا کولای شي دغه سيستم د افغانستان په لوړو غرونو کې پټ کړي.

نو اوس کولای شو ووايو، چې دغه بالونونه نه يوازې په کابل بلکې په نورو ولايتونو کې هم ليدل کيږي، د پورته مطلب په لوستلو په دې پوهيږو، چې افغانستان د يو دفاعي دېوال او نظارتي برج حيثيت لري .