دغه خواړه د خیټې چینجي د تل لپاره له منځه وړي
روغتیايي څیړنو پر بنسټ د خیټې چینجي د یو شمیر نورو مهلکو ناروغیو لامل ګرځي او انسان له اندازې زیات کمزوری کوي.
د خیټې چینجي لپاره د درملو مختلف ډولونه شتون لري خو دغه درمل د بدن نورو برخو ته زیان هم رسوي. دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې دغه ستونزه د تل لپاره په طبیعي ډول حلولی شي اشنا کوو.
ګازره:
 ګازره خپل ترکیب کې زیاته اندازه ویټامین اې (Vitamin A) او بیټا کیروټین  (Beta Carotene) نومې مواد لري. دغه خواړه په خیټه کې د چینجیو لاروا په له  منځه وړلو کې مهم رول لوبوي. که چیرې د ګازرې اوبه کې لږه اندازه ګبین  واچوئ نو دغه مشروب په طبیعي ډول د خیټې چینجي له منځه وړي.
هوګه:
 هوګه د بې شمیره ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او ګټوره خواړه ګڼل کیږي. که  چیرې له خیټې څخه د چینجي له منځه وړلو لپاره وکارول شي نو ډیره غوره نتیجه  ورکوي. له ناپاکو اوبو څخه پیدا کیدوونکي ناروغیو لپاره هم هوګه تر ټولو  غوره درمل ګڼل کیږي. کولی شئ د روغتیايي ګټو لپاره هوګه تازه او یا هم له  ګبین سره یو ځای کولو وروسته وخورئ.
د کدو ځیړي:
 د کدو ځیړي کې امینو اسید (Amino Acid)، فټي اسید (Fatty Acid)،  ویټامینونه، منرالونه او کاربوهایډریټ شتون لري کوم چې د نورو روغتیايي ګټو  سربیره د خیټې چینجي له منځه وړلو لپاره هم ډیر ګټور دی.
ترخه خواړه:
 د خیټې چینجي له منځه وړلو لپاره ترخه خواړه زیات استعمال کړئ. د دغې موخې  لپاره کریله او د سبزیجاتو ځینې نور ډولونه ډیر ګټور ثابتیدی شي.