امريکايي چورلکه د داعش ډلې د موټرو د کاروان ساتنې په حال کې

د امارتو خبري رسنۍ اخبار الساعه يوه داسې ويډيو خپره کړې، چې په سوريه کې د داعش ډلې د هايلوکس ټويوټا موټرو يو کاروان د تګ په حال کې ښيي او پر سر يې د امريکايانو اپاچي ډوله چورلکه له دې کاروان نه ساتنه کوي.

دغه رسنۍ زياتوي، چې په دغه کاروان کې شا و خوا ۲۰۰ موټر، چې داعشيان انتقالوي د يون په حال کې دي.

خبر زياتوي، چې چورلکې باندې بې له دې چې کوم ډز وشي، په ټيټه ارتفاع کې د کاروان پر سر الوتنه کوي.

د يادونې ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې هيلري کلينټن د خپل خاطراتو په کتاب کې هم له يو شمېر رازونه پرده پورته کړې ده.

نوموړې ليکي، چې ټاکل شوې وه د امريکا او اخوان المسلمين په توافق سره د اسلامي دولت يا نننۍ داعش ډله د مصر په سينا کې جوړه شوې وای، د سينا يوه برخه حماس او بله برخه يې د اسراييلو په واک کې ورکړل شوې وای، خو په مصر کې د مرسي دولت راوپرځول شو او هر څه بدل شول.

نوموړې د نورو پلانونه په هکله کاږي: ټاکل شوې وه، چې زموږ د اروپايي متحدينو سره په ګډه په ۲۰۱۳ ز کال کې په يوه ګډه ناسته کې اسلامي دولت په رسميت پيژندلی وای.

دلاندني لينک په کښېباسلو سره دا ويډيوليدلی شئ:

https://www.youtube.com/watch?v=Eus1LQ346ik