فرانسوا اولاند هم د بريد پر مهال د نندارچيانو په ډله کې و

په فرانسه کې د دريو ډلو لخوا په ۷ ځايونو کې همهالي بريدونه وشول، چې د ورستيو مالوماتو له مخې، د وژل شوو شمېر ۱۵۳ تنو رسيدلی.

په يوه لوبغالي کې، چې د فرانسې او جرمني تر منځ د فوټبال لوبه روانه وه، د فرانسې جمهور رييس فرنسوا اولاند هم د نندارې لپاره په لوبغالي کې حاضر و او تر بريد وروسته سمدلاسه د پېښې ځای نه وويستل شو او د کورنيو چارو وزارت ته د سختو امنيتي تدابيرو تر پوښښ لاندې يوړل شو.

تر اوسه ښکاره نده، چې د دې بريد تر شا څه دي؟ ايا دغه پېښه هم د سپټمبر د ۱۱ پېښې په څېر، د لويديځو هېوادونو د يوې نوې لوبې د پيل لپاره يوه پلمه ده او که څنګه؟!

په دې وروستیو کې د اروپا لپاره يوه لويه ستونزه، د مهاجرو ډير لوی بهير و، چې يو شمېر داسې خبرونه هم ورکول کيدل، چې په دغه مهاجرو کې څو زره د داعش غړي هم اروپا ته رسيدلي دي.