us_halicopter_bombing

کندهار: امریکايي عسکرو او جنرال رازق پر ملکي وګړو کیمیاوي وسلې کارولي

امریکایانو هغه مهال ادعا کړې وه چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه همکاري د القاعده یوه لويه پوځي اډه له منځه وړې، او زیاته کړې یې وه چې په دغې اډه کې د القاعده تر ۱۰۰ تنه زیات جنګیالي وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور دوی له ځانه سره بندیان بیولي.

د امریکايانو د دې ادعا څخه وروسته هغه وخت هم د القاعده او وسلوالو مخالفینو د چارو پوهانو په کندهار ولایت کې د دومره زیات شمېر القاعده جنګیالیو شتون په اړه شک څرګند کړی و.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم نن ټکی آسیا ته په یوې رالیږل شوې خبرپاڼه کې د جنرال رازق په ملګرتیا د امریکايي ځواکونو د دې عملیاتو په اړه تفصیل ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د سرلټ په سیمه کې دغو ځواکونو لومړی د قومي مشر حاجي عبد العلي اکا پر کور بمبار وکړ، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول، وروسته یې دوه ښځې او پنځه ماشومان د همدې کور څخه ژوندي ونیول او امریکايي ځواکونو له ځانه سره په الوتکو کې نامعلوم ځای ته انتقال کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي کله چې د کلي نورو خلکو دغه وحشت ولید، له کورونو څخه د غره پر لور په تښتېدو شول، چې امریکايي ځواکونو او جنرال رازق خاصو ځواکونو د ماشومانو، سپین ږيرو او ښځو په شمول ۲۱ تنه له الوتکو او همدرانګه د پلي عسکرو په واسطه په ډیرې بې رحمۍ سره ووژل.

ښاغي احمدي د دغه وژل شویو کسانو معلومات په لاندي توګه ورکړي:

۱- دحفيظ الله دکورنی ۵ غړي شهيدان شوي :خپله نوموړی حفيظ الله دوه يي زامن : نصيب الله اوعطاء الله، يوه يي مږور، بل يي اخښی او بل يي ښځه .

۲ –دحاجي محمدګل اکا دکور ۳ کسان شهيدان شوي ،يويي زوی بشير ،بل يي لور اوبل يي ښځه .

۴- ددين محمددکور ۶ کسان شهيدان شوي ،خپله دين محمد،دوه يي زامن ،يوه مږور ،دوه لمسيان اويولمسی يي سخت زخمی دی .

۵- محمدنعیم خپله شهیدشوی

۶- عبدالغنی چې ددولت له خواپه کندهارکې دبندشي اوورځي تيروي ،يوزوی يي شهيدشوی دی .

۷-دنعمت الله يوزوی شهيدشوی

۸-ددوست محمديوزوی شهيدشوی دی .

۹-دصاحب خان يوه لور شهيده شوي

۱۰-محمدطاهرخپله اوبل يي زوی شهید شوی .

باید وویل شي چې د سرلټ کلی په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو له لوري بمبار شوی او پر مړو او ټپیانو یې یو ډول کیمیاوي تیزاب کارول شوي چي له کبله یې د مړو جسدونه هم خراب شوي دي.

د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان کمپیل هغه مهال دغه عملیات په تیرو څو کلونو کې د القاعده شبکې په خلاف تر ټولو ستر او کامیابه عملیات وبلل او دا عملیات یې د تروریزم په خلاف جګړه کې یوه ستره بریا وبلله.

نوموړي د امریکا پر کانګریس او د اوباما پر ادارې غږ وکړ چې په افغانستان کې زیات شمېر عسکر پریږدي، تر څو د القاعده شبکې په خلاف ورته عملیات په ښه توګه وکړای شي.

د یادوني وړ ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د داسي پيښو په تړاو د څیړنو او تحقیقاتو لپاره پلاوي ټاکل او د غندنې تر څنګ به یې لږ تر لږه په رسنیو کې د امریکایانو په خلاف اواز اوچتوی، خو په افغانستان کې د جنجالي انتخاباتو وروسته د جان کیري په ابتکار د اشرف غني په مشرۍ د ګډحکومت له رامینځ ته کېدو وروسته داسې بېلګه نه ده لیدل شوې چې د افغانستان حکومت د امریکايي بمباریو او ولسي وژنو په اړه اواز اوچت کړی وي.

د جنرال جان کامپیل په اړه داسې باور کیږي چې نوموړي ته په افغانستان کې د دفاع وزیر په سترګه کتل کیږي، د ملي امنیت په هره شورا کې د تلویزون له لاري ګډون لري او د ګډحکومت د تشکېل وروسته یې څرګنده کړې وه چې دوی د عملیاتو په طرحه کولو او عملي کولو کې تر پخوا خلاص مټ لري.