له اسلامي مفاهیمو سره نابلده ولسمشر!

ashraf ghani women

تیره ورځ ښاغلي اشرف غني د عاشورا په مراسمو کې د ګډون په مهال، د رسول (صلی الله علیه وسلم) لمسی، حضرت امام حسین (رضي الله عنه په تیر وتنې سره د «خدای لمسی» وباله. العیاذ بالله .

ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې د دې سترې اشتباه مرتکب شو چې نوموړي د حضرت امام حسین رضی الله عنه د شهادت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خپل ترتیب کړي پیغام له لیکنې څخه لوست.

ښاغلی اشرف غنی چې د غربیانو له لوري د نړۍ د دوهم مفکر ویاړ هم له ځانه سره لري غیر مذهبې ویناوي او خطابې په ارتجالې بڼه ښې په شد او مد سره بغیر له لیکلنې ایراد کولای او لوستلای شي.

خو د مذهبي ویناوو په مهال که څه هم چې له مخکې ورته ترتیب او لیکل شوې وي د لوستلو په مهال يي له دا ډول اشتباهاتو سره مخ کیږي.

نوموړي د تحلیف د مراسمو په مهال د ولسمشر په توګه په خپلې لومړۍ وینا کې هم د اسلام د لومړي خلیفه حضرت ابوبکرالصدیق له مبارک نامه سره د رضی الله عنه جمله په ډیر لکنت تلفظ کړای شوه او همدا راز يې تیر کال په تاجکستان کې د محصلینو یوې غونډې ته د وینا په مهال اشتباها وویل چې ((هغه کتاب چې له نبوي احادیثو څخه وروسته ډېر اهمیت لري، بخاري شریف دی))

که څه هم چې تیره ورځ ډیر ناوخته ولسمشر د خپلې دې سترې لفظي اشتباه له امله په خپلې رسمې ویب پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره بښنه وغوښتله خو په مذهبي او دیني الفاظو او مفاهمو کې د ولسمشر مکرره اشتباه د نوموړي مذهبي او عقیدوي حیثیت تر کلکې پوښتنې لاندې را ولي چې نباید د افغانستان غوندي اسلامي هیواد ولسمشر تل په مذهبي ویناوو کې له دا ډول نه جبرانیدونکو لفظي اشتباهاتو سره مخ وي.

ځکه د ولسمشر هر ډول کتبي او شفاهي ويناوې د هیواد د لومړي مقام په حیث خپل ځانګړی اهمیت لري چې په هر توري او جمله يي خاص حساب کیدای شي.

په تیره مذهبې ویناوي چې په هغو کې د دا ډول الفاظو ناسم ویل له دیني مفاهیمو سره د هغه پر نابلدي برسیره که په عمدي توګه وویل شي د نوموړي د کفر او له اسلام څخه د وتلو موجب ګرځي.

د ولسمشر په پرونۍ لفظي اشتباه کې د تأسف وړ ټکی دادی چې په ټول مجلس کې چې ټول ګډونکوونکي یې لوړ پوړي دولتي چارواکي ول هیچا هم د نوموړي د دغې کفر آمیزه لفظ ( نواسه خدا) د تصحیح او ورپه یادولو هڅه ونه کړه .

چې له دې څخه په مجموع کې د اسلامي شعائرو او اسلامي مفاهیمو په وړاندې د حکومتي چارواکو بي توجهې او بي اعتنايي له ورایه ښکاریږي.

له نن ټکي اسیا څخه په مننه