د جرمني کیڼ اړخه ګوند:

په افغانستان کې د جرمني پوځي عملیاتو دوام غیرمسوولانه ده

Bildergebnis für deutsche soldate in afghanistan

د جرمني کيڼ اړخه ګوند له افغانستانه د جرمني ځواکونو د چټک شاتګ غوښتونکی شو او د دغوعملیاتو د دوام لپاره یې هر راز پرېکړه غیرمسوولانه وبلله. 

د جرمني د میتل دویچه څایتونګ خبري آژانس د راپور له مخې، په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امریکا د هوايي ځواکونو تر برید وروسته، د جرمني د کیڼ اړخ ګوند مشر برند ریکسنګر له افغانستانه د جرمني ځواکونو د چټک شاتګ غوښتونکی شو. هغه پر دې په ټینګار سره، چې سوله په افغانستان کې په بمباریو نه راځي، زیاته کړه، په افغانستان کې د جرمني ځواکونو د پوځي ماموریت د دوام لپاره هر راز غوښتنه او پرېکړه به غیرمسوولانه وي.