د سي آی ای پخوانی مامور: په افغانستان کې د اپیومو تجارت سي آی ای چلوي
ciadrug

د سي آی ای یو پخواني مامور ویلي چې په افغانستان کې د اپیومو تجارت سي آی ای چلوي.

۳۸ کلن جان اباټسفورډ چې په افغانستان کې د سي آی ای سره د مامور په توګه دنده ترسره کړې او په وروستیو کې د ماشومانو جنسي فلمونو په تور نیول شوی دی، ویلي چې سي آی ای تر تاسیس وروسته د نشيي توکو کاروبار کوي.

هغه زیاته کړې چې دی ډیر شرمنده دی چې د سي آی ای د مامور په توګه یې د نشيي توکو د قاچاق په عملیاتو کې ګډون کړی دی. نوموړي محکمې ته ویلي: «له ډیره وخته مې غوښتل چې ځان ته اطمینان ورکړم چې د نشيي توکو قاچاق موږ د ښه نیته کوو، خو دغه بوج زه دننه څخه له منځه وړلم».

د سي آی ای دغه مامور زیاته کړې چې «د امریکا څارګرې ادارې د تاسیس سره هممهاله د نشيي توکو کاروبار کوي. سي آی ای له تېرو ۶۰ کلونو راهیسې د نړۍ هر ځای ته نشيي توکي قاچاقوي. په ۱۹۴۹ز کال کې د چینايي کمونستانو په خلاف یې د تایلنډ د جنرال چیانګ کای شیک ملاتړ لپاره، ویتنام ته، نکاراګوا ته. دا یې ځېنې څو د نمونې وړ مثالونه دي».

هغه محکمې ته په خپله دفاعي وینا کې زیاته کړې چې موږ د روسانو د ماتولو لپاره د افغان مجاهدینو سره مرسته وکړه خو کله مو چې هر څه په خپل لاسونو کې واخېستل، په ۲۰۰۱ز کال کې مو په افغانستان یرغل وروړ او اشغال مو کړ.

د سي آی ای مامور د ستمبر ۱۱مې پېښه هم د امریکا لخوا پلان شوې بولي، هغه وايي چې دغه پېښه د امریکا لخوا د افغانستان د اشغالولو په موخه شوې.

د نوموړي په باور سي آی ای اوس داعش مالي ملاتړ هم کوي څو پر مټ یې د منځني ختیځ حکومتونه ناکراره کړي او خپلې د تیلو ګټې وساتي.

نوموړي ګواښ کړی چې د سي آی ای د کړنو څخه به پرده پورته کړي او د «سي آی ای په افغانستان کې: د نشيي توکو ۳۰ کاله قاچاق» تر عنوان لاندې کتاب خپور کړي. ده ادعا کړې چې د امریکا حکومت غواړي په دغه کتاب بندیز ولګوی.

له نن ټکي اسیا څخه په مننه