دافغانستان د لوټ شويو نظامي تجهیزاتو بوږنوونکې احصائیه په ۱۳۷۱ کال کې د افغانستان دولت له نظامي اړخه د سيمې په کچه پیاوړی وسلهوال او ښه روزل شوی ځواک، چې شمېر یې څه باندې نیم میلیون ته رسېده؛ چې له ملي پوځ، ملي پولیسو، ملي امنیت، هوايي ځواک، زرهي ځواک،کشفي ځواک، سرحدي ځواک اوځمکني ځواک څخه جوړ واولاندې وسلې او پوځي وسایل لرل چې له بده مرغه لوټ شو:لومړی: سپکه او درنده وسله؛ یو میلیون (۱۰۰۰۰۰۰) میله.دویم: جګړهيیز (محاربوي) او زرهي ټانګونه؛ تر دوه زره او پنځه سوه (۲۵۰۰) چینو ډېر.درېیم: جګړهيیزې (محاربوي) شوبلې او زرپوښونه؛ تر درې زره (۳۰۰۰) چینو او عرادو ډېر.څلورم: توپونه یانې هوان، زیګو-ایک او ده شکه؛ شپږ لکه (۶۰۰۰۰۰) دانې.پنځم: ټرانسپورټي وسایط؛ نه ویشت زره (۲۹۰۰۰) عرادې.شپږم: سېکاف او لوژیسټکي مخابرې؛ اته څلوېښت زره (۴۸۰۰۰) پایې او عرادې.اووم: جنګي الوتکې لکه بمغورځن جیټونه، ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې؛ پنځه سوه شپېته (۵۶۰) وزره.اتم: اوږد واټن ویشتونکي لارښودوړ سکارټ توغندي؛ اته (۸) دستګاوې.نهم: اوږد واټن ویشتونکي لونارډ او اورګان توغندي؛ اته ویشت( ۲۸) دستګاوي.لسم: له ځمکې څخه هسک رایکټیو توغندي؛ یو لک (۱۰۰۰۰۰) فیره.یوولسم: د ډول ډول وسلو مهمات؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) ټنه ډېر.دوولسم: په ډېپوګانو کې دل زړې وسلې؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) میله ډېري.دیارلسم: د وسلو رغنځي (د ترمیم فابریکې)؛ شپږ (۶) سترې فاریکې.څوارلسم: د وسلو او پوځي وسایطو پرزې؛ د پنځه (۵) میلیارډه ډالرو په ارزښت.پنځلسم: په ټولو قطعاتو کې د یوه کال لپاره زېرمه شوي خوراکي توکي، روغنیات او البسه.