د دوبۍ د پوليسو پخوانی رييس:
سي ای اې ته د البغدادي پټنځای مالوم دی، خو دوی يې نه نيسي 

 

د دوبۍ د پوليسو پخواني رييس وايي، چې امريکا ته د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د پټيدو ځای مالوم دی، او له دې امله يې د حيرانتيا څرګندونه کړې، چې غرب او عرب يې په نيولو کې پاتې راغلي راځي.

د آزاد فلسطين خبري آژانس د رېپوټ پر بنسټ، ضاحی خلفان په ټويټر کې په خپله پاڼه ليکلي: يو شمېر استخباراتي سازمانونو او لږ تر لږه سي ای اې ته دا څرګنده ده، چې د البغدادي د استوګنې ځای چيرې دی، خو نه غواړي چې ويې نيسي، ځکه غواړي چې جګړه دوام پيدا کړي او خپل ويجاړونکي پلانونه پلي کړي.

نوموړي زياته کړې، چې په منځني ختيځ کې د يوه ځواکمن اړخ له لوري د داعش ډلې پوځي، مالي او استخباراتي ملاتړ کیږي. نوموړی دغه اړخ اسراييل بللی او وايي، چې د داسې يو مغلقه او پېچلي تشکيل رامنځته کول، چې د نړيوالو د هېښتيا لامل شي د عربو چار نده او دا کار د يهودو دی، چې په مکر او حيله کې استادان دي. د خلفان په وينا، امريکا هم پوهيږي، چې د داعش مشر د اسراييلو په لاس کې دی په همدې دليل هڅه کوي، چې د دې ډلې په هکله عمومي تصوير مبهم پاتې شي، تر څو له راز نه پرده پورته نشي.

نوموړي همدا راز ويلي، چې داعش يوه مافيايي ډله ده او په سوريه او عراق کې يې د تيلو سرچينې لاسته راوړي او خرڅوي يې.

 له روهي ویبپاڼۍ څخه په مننه