د شاه شهید خونړۍ پېښه یوه پلان شوې پېښه وه. 

دیادې پېښې په اړوند ښاغلي ذبیح الله مجاهد دا لاندې راپور رالېږلی دی:

د کابل د شاه شهید پېښې په اړه د اسلامي امارت لخوا د ګمار ل شوي تحقیقاتي پلاوي راپور

تقريبا دوه اونۍ وړاندې دکابل ښار په یوه مزدحمه  او هستوګنه سیمه شاه شهید کې  دشپې لخوا یو مجهول انفجار رامنځته شو چې خورا لوی وو، ظاهرا بې هدفه او دخلکو دهستوګنې ځایونو په منځ کې ترسره شو.

داچې پيښه ډيره پيچلې وه اودمجاهدینوله لوري کیدونکوبریدونوته یې هیڅ ورته والی نه درلود اسلامي امارت نه غوښتل بې له کوم تحقیق او پلټنې څخه  ددې پيښې په اړه چاته ګوته ونیسي، په دې اړه يې یو تحقيقاتي ټيم ته وظیفه ورکړه چې ، شواهد راټول کړي، دخلکو څخه حالات وپوښتې او د پېښې په اړه ټول اړین معلومات  د اسلامي امارت اړونده مراجعو ته وړاندې کړي.

د پلټنو په نتیجه کې اوس څرګنده شوې ده چې داپيښه داسلامي امارت په مسئولینو پوري هیڅ اړه نه لري اودکابل په مربوطاتوکې داسلامي امارت مسئول مجاهدین په دې نامعلوم انفجار کې لاس نه لري ،داډول انفجارات نه خودمجاهدینولپاره کوم هدف دي اونه هم کومه لاس ته راوړنه، ترټولومهمه لا داچي اسلامي اصول دداسي کړنو اجازه هیچاته هم نه ورکوي .

موږ دا پيښه په کلکو ټکو غندو، دهغو هیوادوالو سره چې په دغه دسیسه کې شهیدان شوي، ټپيان شوي او کورونو یا مالونوته يې ضرر رسیدلی خپله ژوره خواخوږي ښيو، هڅه کوو چې ددغې پېښې په اړه د تر لاسه شوو شواهدو په رڼا کې لا هم پلټنې وکړو چې دبرید موخه  او اصلي عاملین  هیوادوالوته ور وپيژنو.

داسلامي امارت د مجاهدینو بریدونه تل په خورا احتیاط ترسره کيږي، دخلکو ژوند موږ ته ډير اهمیت لري، موږ به کله هم خپلو مجاهدینو ته په مزدحمو او بې هدفه ځایونو کې د داسې انفجار د ترسره کیدو اجازه ورنه کړو او په دې اړه به د اسلامي احکامو کلکه پابندي کيږي.

دکابل پيښې لومړني معلومات چې د پيښې له ځای څخه په خورا سختې ترلاسه شوي او دخلکو سره پرې خبرې شوي، څرګندوي چې دا پيښه یو قصدي هوايي  یا توغندويي حمله ده چې له خورا لوی بم څخه په کې کار اخیستل شوی،  پرځمکه يې خورا لوی ځای ژور کړی او هم د سیمې خلکو مخکې له برید څخه د الوتکو غږونه او دبرق د قطع کیدو جریان لیدلی چې ظاهرا ښيې دا پيښه یوه پلاني پيښه ده چې ممکن د بهرنیو لخوا داسلامي امارت دنوي زعامت دبدنامۍ یاکوم بل شوم هدف لپاره ترسره شوي وي.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۶/۱۰/۲۸هـ ق

۱۳۹۴/۵/۲۲هـ ش ــ 2015/8/13م

دنښترویبلاګ یادښت:
دنښترویبلاګ اداره یوه بې پرې اوخپلواکه اداره ده، چې دګرانوهیوادوالو لیکنې اوراپورونه بې له کوم تبعیض څخه خپروي متخاصیمې خواوې دې له موږ څخه زړه نه بدوي پخپله دې یو دبل ځواب ووايي.
په درنښت
محمدامین بسمل