
طالبان وايي: «تقريبا دوه اونۍ وړاندې دکابل ښار په یوه مزدحمه او هستوګنه سیمه شاه شهید کې دشپې لخوا یو مجهول انفجار رامنځته شو چې خورا لوی وو، ظاهرا بې هدفه او دخلکو دهستوګنې ځایونو په منځ کې ترسره شو.»
د طالبانو لخوا په يوه خبر کې ويل شوي، چې داچې پيښه ډيره پيچلې وه اود طالبانو له لوري کیدونکوبریدونوته یې هیڅ ورته والی نه درلود نو په دې اړه يې یو تحقيقاتي ټيم ته وظیفه ورکړه، چې شواهد راټول کړي، دخلکو څخه حالات وپوښتې او د پېښې په اړه ټول اړین معلومات اړونده مراجعو ته وړاندې کړي.
خبر زياتوي: د پلټنو په نتیجه کې اوس څرګنده شوې ده چې داپيښه د طالبانو په مسئولینو پورې هیڅ اړه نه لري اودکابل په مربوطاتوکې مسئول طالبان په دې نامعلوم انفجار کې لاس نه لري او داډول انفجارات نه خودطالبانولپاره کوم هدف دی اونه هم کومه لاس ته راوړنه.
طالبانو زياته کړې: موږ دا پيښه په کلکو ټکو غندو، دهغو هیوادوالو سره چې په دغه دسیسه کې شهیدان شوي، ټپيان شوي او کورونو یا مالونوته يې ضرر رسیدلی خپله ژوره خواخوږي ښيو، هڅه کوو چې ددغې پېښې په اړه د تر لاسه شوو شواهدو په رڼا کې لا هم پلټنې وکړو چې دبرید موخه او اصلي عاملین هیوادوالوته ور وپيژنو.