لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

د روژې شپږویشتمه تحفه

عزتمنو دوستانو ، روژه د عبادت ، رحمت او مغفرت یوه ځانګړې موقع ده . د نامشروع خواهشاتو پر ضد د مبارزې میاشت ده ؛ د تربیې ، عبرت او پرهیز میاشت ده . نو باید فرصت له لاسه ورنکړو ، ځکه خورا مهمه او وروستۍ لسیزه درومی . څومره چی کیدای سی باید فرضي او نفلی عبادات وکړو ، د قرآنکریم تلاوت زیات کړو ، الهی ذکر او دعاوی زیاتی کړو ، له دوږخه لیری والی او جنت ته تقرب وګټو ، ایمان بیرته تجدید او تازه کړو ، نفسانی هوسونه تحریم او تحدید کړو.... نو په همدې شپږویشتمه تحفه تقدیموم او ستاسی د ځوابونه په تمه یم خو زما له خوا به د ټولو برخو ځوابونه تر روژې وروسته انشاالله درته وړاندی سی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ د قرآن مجید څو سورتونه په صرف یو حرف سره پیلیږی او هغه کوم دي ؟

۲ ـ الحدید څه معنی ؟

۳ ـ التغابن څه معنی ؟

۴ ـ امهات المؤمنین ته د کوم سورت په کوم آیت کی د پردې ( سَتر ) ، لمونځ او زکات امر سوی دی ؟

۵ ـ د سورهً الرحمن « فبأی ربکما تکذبان » آیت څو واره تکرار سوی دی ؟

۶ ـ د عطرو ، ګلابو ، نرګس بوی کول پر روژه څه اثر کوی ؟

الف : روژه ماتوي ؛  

ب : روژه نه ماتوي ؛

ج : روژه مکروه کوی ؛  

د : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی .

۷ ـ په سترګو کی دوا اچول روژه ماتوی که یا ؟

الف : هو ، ماتوي یې ؛  

ب : یا ، نه یې ماتوي ؛

ج : مکروه کوی یې ؛  

د : په روژه کی په سترګه کی دوا اچول اجازه نلری .

۸ ـ په قبر کی د پوښتنونکو ملایکو نومونه څه دي ؟

الف : منکر او نکیر ؛  

ب : کرامأ کاتبین ؛

ج : هاروت او ماروت ؛  

د : ټوله غلط .

۹ ـ د حُدیبیه تړون په کوم کال کی وسو ؟

الف : درېیم هجری ؛  

ب : څلورم هجری ؛

ج : پنځم هجری ؛  

د : شپږم هجری .

۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام په کوم کال پاچهانو ته لیکونه ولیږل ؟

الف : تر هجرت مخکی ؛  

ب : پنځم هجری ؛

ج : شپږم هجری ؛  

د : اووم هجری .

او دا هم د نن زرین اصل : د نن ورځی ځوانان ډیر درانه وزنونه پورته کولای سي خو د سهار تر آذان وروسته یو بړستن ( تلتک ) هم نسي پورته کولای !