لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

د روژې شپاړسمه تحفه

عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه و نه باسو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . دا هم د روژې شپاړسمه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په امید . خو دوستانو ته باید ډاډ ورکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی د اوداسه ذکر سوی دی ؟

۲ ـ په سورهً الانعام کی د کوم پیغمبر نوم څلور واره ذکر سوی دی ؟

۳ ـ د المایًده لفظ د المایًده سورت په کوم آیت کی راغلی دی ؟

۴ ـ د سورهً التوبه بل نوم څه دی ؟

۵ ـ په سورهً المایًده کی د کوم پیغمبر نوم درې واره راغلی دی ؟

۶ ـ سترګی تورول ، سر غوړول ، پیغور ورکول ، چغلي کول پر روژه څه اثر کوی ؟

الف : روژه ماتوي ؛ 

ب : روژه نه ماتوی ؛

ج : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی ؛ 

د : باید قضایی او کفاره دواړه ادا سی .

۷ ـ که روژه لرونکی خپل نوکان واخلی یا وریښتان لنډ کړی یا سر وخریی نو ؟

الف : روژه یې ماتیږی ؛ 

ب : روژه یې نه ماتیږی ؛

ج : روژه یې مکروه کیږی ؛ 

د : ټوله غلط دي .

۸ ـ د مور او پلار تر وفات وروسته د هغوی حقوق څه دي ؟

الف : ښه نوم ګټل ، ښه تعلیم حاصلول ، واده کول ؛ 

ب : چا ته تکلیف نه ورکول ، د مشرانو احترام کول ، شرعیت منل ؛

ج : د مغفرت دعا ، د قبر زیارت ، د نفلي او مالي صدقو ثواب وربخښل ؛ 

د : تل د هغوی د ناز او مهربانیو یادول .

۹ ـ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه څنګه آسمان ته ولاړ ؟

الف : جسمأ او روحأ ؛ 

ب : یوازی روحأ ؛

ج : په خوب کی ؛ 

د : په تصور کی .

۱۰ ـ رسول الله (ص) څونه موده د ثور په غار کی پاته سو ؟

الف : درې ورځی ؛ 

ب : یوه هفته ؛

ج : یوه شپه او ورځ ؛ 

د : څلور ورځی .

او دا هم د نن زرین اصل : که دي د دنیا په محکمه کي عدالت پیدا نکړ نو خپله دوسیه د آخرت و محکمې ته پرېږده ، ځکه چي هلته شاهدان پرښتې (ملایکی) دي او ستا دعوه ساتلې ده او قاضي هم رب العالمین دی !