لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

د روژې دوولسمه تحفه

روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » ، او دا هم دوولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په انتظار ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ باب القرآن ، ام القرآن ، ام الکتاب ، الشفأ ، الدعا او نور د کوم سورت نوم دی ؟

۲ ـ د قرآن مجید لومړنی حافظ څوک دی ؟

۳ ـ سورهً فاتحه مکي سورت دی که مدني ؟

۴ ـ په قرآنکریم کی د څو پیغمبرانو ذکر راغلي دي ؟

۵ ـ د قرآن مجید پنځه ـ شپږ نومونه چی پخپله قرآن ذکر کړي وی کوم دي ؟

۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو طاقت لری خو د ناروغۍ د ډیرېدو اندیښنه یې نه وی نو ؟

الف : نیول یې لازم دی ؛ 

ب : لازم نه دی ؛

ج : مکره عمل دی ؛ 

د : اختیار لري .

۷ ـ که روژه لرونکی په باخبرۍ سره ( یعنی قصدأ ) اوبه وڅښی یا بل شی وخوري نو ؟

الف : صرف قضایی باید ونیسي ؛ 

ب : صرف کفاره باید ادا کړی ؛

ج : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ 

د : دا مکروه عمل دی .

۸ ـ د عاشورا په ورځ یعنی د محرمی پر لسمه باید څه وکړو ؟

الف : باید روژه ونیول سی ؛ 

ب : باید ځانونه وډبوو ؛

ج : باید یوازی غم او ماتم وکړو ؛ 

د : باید صرف نفلونه او تلاوت وکړو .

۹ ـ حبشې ته د لومړني هجرت پر مهال مسلمانان هلته څومره موده پاته سول ؟

الف : درې میاشتی ؛ 

ب : اته میاشتی ؛

ج : درې کاله ؛ 

د : مدینې ته د پیغمبر (ص) تر هجرت پوری .

۱۰ ـ د نجاشي په دربار کی د مسلمانانو ویندوی څوک و ؟

الف : عثمان بن عفان (رض) ؛ 

ب : زید بن حارث (رض) ؛

ج : جعفر بن ابی طالب (رض) ؛ 

د : حضرت علی (رض) .

اودا هم د نن زرین اصل :سترګی د زړه دروازه ده ، ټول آفتونه له همدې لاری زړه ته ننوزی (حضرت عمر رضی الله عنه) .