«ولس مې بې همته او بې غیرته مه اموخته کوئ!»
/ خاطره

Bildergebnis für ‫زرملوال‬‎

اسدالله دانش

ارواښاد غلام محي الدین زرموال کاکا مې ملګری و، د طالبانو په واکمنۍ کې مو له پېښور تر ننګرهاره یو ځای سفر درلود.

هغه نو سختې ورځې وې، سړکونه خراب، دوړې ګردونه، ډار او نورې سل و زر ستونزې…

ننګرهار ته چې ورسېدو کاکا وویل، سخت وږی یم، خو په هوټل کې ډوډۍ نه خورو، ځکه باور ندی پرې پکار، هسې نه ناروغ مو کړي، ویل يې راځه له یوې نانوايي نه به وچه ډوډۍ واخلو، تر څو چې د کوم ملګري کور ته رسېږو لږ و ډېره ګوزاره به مو پرې وشي. د ډوډۍ ځای مو پیدا کړ، دوه نانوایانې سره مخ وې، یوې ته کتارونه او د هغې بل پلورونکي لیه (وزګار) ناست ول، پېرودونکي يې نه درلودل.

کاکا ویل، دا څه کیسه ده!! راځه چې ځان پرې پوی کړو.

ویل یې، راځه له هغې نانوايۍ ډوډۍ رانیسو، چې پېردونکي نه لري، د بېچاره به سودا هم وشي او حال به هم ورڅخه وکړو، چې ولې ستاسې ډوډۍ نه خرڅېږي او هغې بلې ته کتارونه ولاړ دي، راز څه دی؟!

نانوايي والا مو وپوښتنه، وروره دا څه کیسه، تاسې بېکاره ناست او هغوی ته کتارونه ولاړ دي؟

ویل يې، هغوی وړیا ډوډۍ ورکوئ! یوې مؤسسې کارتونه ورته ساز کړي دي، هر څوک چې کارت لري، دلته راځي او مفته ډودۍ اخلي!!

کاکا سخت خپه شو، راته کړه يې، اسد جانه! مؤسسې والا پیدا کوه، چې لږ يې سر ور خلاص کړو.

په پوښتنه پوښتنه مې مؤسسې والا ورته پیدا کړ او ورغلو.

ارواښاد کاکا د مؤسسې رییس ته په ژړا شو، ویل يې وروره ولې زما ولس بې همته او بې غیرته راته اموخته کوې، ولې ظلم ورسره کوې، ولې داسې کوې؟ ولې ددې ډوډۍ په بدل کار نه پرې کوې، ولې دا سړک نه پرې جوړوې، ولې دا مېوه نه پرې پاکوې… د مؤسسې رییس غلی ولاړ و، هېڅ ځواب يې نه درلود.

نن مې کاکا را په زړه شو، له ځان سره مې وویل:

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن پاک سپېڅلي خـــــــلک

د کاکا اروا دې ښاده او یاد دې يې تل وي.