لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

د روژې اوومه تحفه

درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني محدودیت نه دی یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کیدل روژه خرابوی . حدیث دی چی : ځینی کسان داسی روژه نیونکي وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس . او دا هم اوومه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په هیله ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم ځای کی فرمایلی دي چی دین می درته پوره کړ او اسلام می د دین په حیث درته غوره کړ ؟

۲ ـ موږ د اکثریت ـ اکثریت خبره ډیره کوو ، خو الله تعالی اکثریت ناپوه ، ناشکره ، نافرمانه..... بولی . آیا دوه درې دغسی آیتونه درمعلوم دي ؟

۳ ـ د سورهً البقره څخه علاوه کوم بل سورت په درو سیپارو کی راغلی دی ؟

۴ ـ د قرآن مجید کوم سورت دوه واره « بسم الله الرحمن الرحیم » په ځان کی لری ؟

۵ ـ د قرآن مجید ترجمه تر ټولو اول په کومه لویدیځه ژبه وسوه ؟

۶ ـ که روژه لرونکی د اوبو د غرغړه کولو پر مهال اوبه ناپامه تیری کړی نو ؟

الف : روژه یې نه ماتیږی ؛ 

ب : ماتیږی او باید قضایی راوګرځوي ؛

ج : قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی ؛ 

د : صرف مکروه کیږی .

۷ ـ که د روژې په حالت کی غاښ وینی سی او د ناړو سره وینی تیری کړی داسی چی وینی تر ناړو ډیری وی ، نو ؟

الف : روژه نه ماتیږی ؛ 

ب : ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي ؛

ج : ماتیږی او قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ 

د : ټوله ځوابونه غلط دي .

۸ ـ الله تعالی د چا سره د کومک وعده کړې ده ؟

الف : چی د الله د دین کومک وکړی ؛ 

ب : چی د خپل ورور سره کومک وکړی ؛

ج : چی ځانته یې خوښ نه وی مګر بل ته یې خوښ کړی ؛ 

د : چی د والدینو احترام کوی .

۹ ـ رسول الله (ص) د خدیجې (رض) سره په څو کلنۍ کی واده وکړ ؟

الف : په شل کلنۍ کی ؛ 

ب : په ۲۵ کلنۍ کی ؛

ج : په ۳۰ کلنۍ کی ؛ 

د : په ۳۵ کلنۍ کی .

۱۰ ـ اول وار د کوم سورت آیتونه پر رسول الله (ص) باندی نازل سول ؟

الف : د سورهً فاتحه آیتونه ؛ 

ب : د سورهً علق آیتونه ؛

ج : د سورهً مدثر آیتونه ؛ 

د : د سورهً اخلاص آیتونه .

او دا هم د نن زرین اصل : اصلی درد هغه دی چی د نورو ( درد ) محسوس یې کړې ، که نه خپل درد خو حیوانات هم محسوسوي !