شمالي کوریا د ایډز، سازس، ایبولا او میرس په څیر ناروغیو لپاره د معجزوي درملو د جوړولو ادعا کړې ده

gensing 
شمالي کوریا د طب د نړۍ په برخه کې یوه داسې ادعا کړې ده چې ټوله نړۍ يي د شوک سره مخ کړې ده .
د شمالي کوریا د ځوان پاچا کیم جونګ اون تر حمایې لاندې متخصصینو د ایډز، ایبولا، سارس او میرس ویرسونو د درملنې په خاطر معجزوي درمل جوړ کړي دي.
د شمالي کوریا طبي متخصصینو د جینسنک بوټي او یو بل بوټي نه چې نوم يي ندی اخیستل شوی د ایډز، ایبولا، سارس او میرس د ناروغیو د درملنې په خاطر معجزوي درمل جوړ کړي دي .
شمالي کوریا چې له یو پلوه په خپل تاریخ کې تر ټولو د سترې او اوږدې وچکالۍ سره مبارزه کوي او د بله پلوه د اټومي پروګرام د لا قوي کولو او پرمختللو په خاطر هڅه کوي په ۲۰۰۶ کال کې د مرغانو د والګي سره هم مخامخ شو. یاد شوي هیواد د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځه د ورته یو ډول ځانګړو درملو سره د مرغانو د والګي مخه ونیوله.
شمالي کوریا د نوموړو معجزوي درملو خبر نړۍ ته د خپل رسمي خبري اژانس له لارې ورکړ.
د بله پلوه شمالي کوریا پداسې حال کې نړۍ ته ددې درملو د جوړولو خبر ورکوي چې ستر دښمن او رقیب يي سویلي کوریا د میرس د ویرس او ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی.
شمالي کوریا د نوموړو درملو د جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې خو نوموړی هیواد په نړۍ کې د جینسنک په نامه د بوټي ترټولو لوی تولیدونکی دی.
د یادولو وړ ده چې د جینسنک په نامه بوټی ډیر د ختیځې اسیا او شرقي امریکا په هیوادونو کې پیدا کیږي. دا بوټی د حافظې د قوي کولو، د روحي فشارونو د لمنځه وړو، د بې حالۍ د لمنځه وړو د یو زیات شمیر نورو ناروغیو درارو بلل کیږي.
همداشان تر ټولو مهمه دا بوټی د انسان د ځوان پاتې کیدو په خاطر تر ټولو مهم دارو بلل کیږي.
ویل کیږي په چین کې دا بوټی به یواځې د شاهي کورنۍ لپاره راټولیده. ددې بوټي نه به یواځنې پاچاهانو استفاده کوله.

nabatat