لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

د روژې دوهمه تحفه

معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټوله دروازې تړل کیږی خو د جنت ټوله دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې ټوله بدګڼی نابود او ښېګڼې موجود کړی . لطفأ خپل صحیح ځوابونه په شلو ساعتونو کی را ایمیل کړئ او انعام وګټیً ؛ او د هغو دوستانو څخه منندوی یم چی ځوابونه یې رالیږلی دي . والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ د قرآن پاک تر ټولو دوه کوچني آیتونه کوم دي ( بېله مقطعاتو ) ؟

۲ ـ هغه کوم آیتونه دي چی د ( الف ) څخه تر ( ی ) پوری ټول حروف پکښی شامل دي ؟

۳ ـ د لومړني مدني سورت نوم څه دی ؟

۴ ـ د قرآنکریم ټوله څو سورتونه دي ؟

۵ ـ د قرآن مجید کوم دوه سورتونه په یوځایی توګه نازل سول ؟

۶ ـ که څوک د روژې نیولو طاقت لری مګر ویې خوری ، نو کفاره یې دا ده چی دوې میاشتی مسلسل باید روژې ونیسی . خو که په منځ کی حتی یوه ورځ هم ترې پاته سی نو څه کیږی ؟

الف : بیرته یې له سره باید شروع کړی ؛ 

ب : اختیار لری ؛

ج : پاته روژې دی پوره کړی ؛

د : کفاره نه بلکی یوازی قضایی لری .

۷ ـ د روژې کفاره ادا کول څه معنی ؟

الف : دوې میاشتی پرله پسې روژې نیول ؛ 

ب : دوې میاشتی په غیرمنظم ډول روژې نیول ؛

ج : یوه میاشت مسلسل روژې نیول ؛ 

د : یوه میاشت په غیر منظم ډول روژې نیول .

۸ ـ که یو چا د بل کس مځکه ناحقه قبضه کړې وی نو د قیامت په ورځ به له دې امله څه سزا ورکول کیږی ؟

الف : لاس او پښه به یې پرې کیږی ؛ 

ب : د مځکی تر اوومی طبقې پوری به ننه یستل کیږی ؛

ج : په دُرو( چلاخو ) به وهل کیږی ؛ 

د : د دوږخ په کښته طبقه کی به اچول کیږی .

۹ ـ د عربو درې مشهور بتان کوم وو ؟

الف : منات ، لات ، عزی ؛ 

ب : یغوث ، یعوق ، نسر ؛

ج : لات ، منات ، هبل ؛ 

د : لات ، منات ، سومنات .

۱۰ ـ یهودیانو د لومړي ځل له پاره په کوم کال کی جزیرة العرب ته هجرت وکړ ؟

الف : ۵۷۸ قبل المیلاد پر فلسطین د بختنصر تر حملې وروسته ؛ 

ب : ۷۰ میلادی پر فلسطین د تیتوس تر حملې وروسته ؛

ج : ۵۲۳ میلادی ؛ 

د : ټول غلط .

او دا هم د نن زرین اصل : یو مسکین ته په دې نیت صدقه مه ورکوه چی هغه ستا و صدقې ته محتاج دی ، بلکی په دې نیت یې ورکوه چی ته د الله جل جلاله مغفرت او د دې صدقې و قبلېدو ته محتاج یې .