له تپل شوي حکومت سره د سولې د خبرو
حقوقي او سیاسي پایلې

 محترم ډاکترصاحب م، عثمان تره کی 

د  بهرنیو یرغلګرو په قومانده له ولس سره د حکومتي چارواکو اوږد مهاله  جګړه د سولې په پروسې  باندې ناوړه اغیز اچولی  دی . تر اوسه پورې  د وسله وال مقاومت  او غیر حکومتي او شبه حکومتي کړیو  تر منځ  د  غیر رسمي  مذاکراتو بهیر مثبت ارزول شوی. خو د هغه دوام  مقاومت د  یو ستر چلنج سره مخ کړی : د کابل حکومت د مستقیمو خبرو اترو لیوالتیا لري. وسله والو مخالفینو د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې د سولې او جګړې اصلي اړخ بهرنیان دي او یرغلګر کابل تحت الحمایه حکومت  ته  یوازې د جګړې صلاحیت وربښلی نه د سولې  واک ، تر دې دمه  له کابل ادارې سره  د مستقیمو خبرو نه ډډه کړې وه. خو د تازه خبرونو له مخي په راتلونکو ورځو کي د کابل حکومت یو پلاوي ناروي ته تلونکی دی تر څو له وسله والو مخالفینو سره  په نیغه رسمې خبرې وکړي.

 د مقاومت او کابل ادارې تر منځ  مخامخ  خبرې د پام وړ حقوقي او سیاسي پایلې درلودلای شي.

مستقیمې  خبرې اترې د وسله وال مقاومت په مخکني اصولي دریز باندي ، لاندې ناوړه حقوقي اغیزي  لري.

 د کابل ادارې سره په نیغه خبرې دا معنا ورکوې چې وسله وال مقاومت :

۱ ــ  پاراشوته شوی حکومت په رسمیت پېژني او ورته اصولیت وربښي. د حکومت په وړاندې خپل مقاومت او جهاد د « بغاوت » په کچه راټیټوي او یایې باطل اعلانوي.

۲ ــ  د افغانستان اشغال د توجیه وړ بولي او په ضمني توګه  دهغه د دوام سره موافق دریز نیسي . د بهرنیانو ناقانونه حضور منې او هغه د ملي واکمني سره په ټکر کي نه ګني .

۳ ــ  ټولو هغو تړونونو ته چې په وروستیو دېرشو کلونو کې واکدارانو له یرغلګرو قوتونو سره لاسلیک کړي ، حقوقي او اصولي بڼه وربښي. د امریکا سره ستراتژیک تړون د توجیه وړ شمېري. د تړون ټولو محتویاتو لکه د « ډرون » د الوتکو بریدونه ، په کورونو باندې چاپې ، د امریکايي سرتیرو قضايې مصئونیت ... منې.  

۴ ــ  د یرغلګرو ځواکونو له خوآ ترسره شوي جنګي جنایتونه د تعقیب وړ نه بولي. د تروریزم سره دجګړې تر نامه لاندې افغانان د ننه او د باندې په  زندانونو کي بندیانول او په کلیو او بانډو کې د بمباریو نه رازېږېدل شوي جنایتونه د دیموکراسي د  ودې طبعي پروسه ګني.  

د وسله والو مخالفینو او حکومتي چارواکو ترمنځ مستقیمې خبري دالاندې سیاسي پایلې لري :

۱ ــ  د حکومت په د ننه جګړه ماران ، د کورنۍ جګړې توپک سالاران  او د بشري حقونو ناقضین په هغه راتلونکي سیاسې نظام کي چې د سولې د پروسې په نتېجه کې رامنځته کیږي د برخه اخیستلو دعوآ مطرح کوي. د تېر په څېر د بهرنیو ځواکونو تر قیمومیت لاندې د جګړه مارانو « فدراسیون » جوړیږي او ورته د حکومت نوم ایښودل کیږي. عدل ، حق ، انصاف او قانون د سیاست قرباني کیږي.

۲ ــ  د  ائتلافې حکومت په د ننه ټکرونه واکمنې کمزورې کوي. د څوارلسو کلونو په څېر ، کمزوری حکومت د بهرنیانو له خوآ د افغانستان د ملي ګتو په ضد استعمالیږي. نا امني او جګړه دوام مومي.

د افغانستان دېرش کلنه جګړه او ورسره بهرنۍ لاسوهنه باید پای ته ورسیږي. خو که د حکومتي جګړه مارانو او لوټمارانو سره سوله د  اوسني ناوړه حالت دوام وي وسله والو مخالفینو ته  لاندې سوال متوجه کیږي:

تاسې  د کومې موخې  لپاره د روانې اوږدمهاله جګړې اور چې پکې په لسهاو زره انسانان ووژل شول بل ساتلی ؟

که وسله وال مقاومت ، دې سوال ته د قناعت وړ ځواب ورنکړي د کابل اداره د جګړه مارانو په ډله کې د بازخواست وړ کرځي.

لنډه دا چې د جګړې د ختمېدو په مقصد وسله وال مخالفین کولای شي ناروي ته  د رالیږل شوي پلاوي سره خبرې وکړي پدې شرط  چې حکومت ته منسوب د پلاوي دوه  غړي  د غیر حکومتي کسانو سره تعویض شي .

فرانسه

۱۵ /۰۶ /۲۰۱۵

ډاکتر م ، عثمان تره کی