روژه مبارکه د راتلونکې پنجشبنې په ورځ ده
له نن ټکي اسیا څخه په مننه
افغان ستوری پېژندونکی عبدالله کندهاری وايي، روژه به راتلونکې پنج شنبې(۱۹۳۴/۳۲۸) وي.
د کندهاري د وړاندوینې له مخې، د شعبان میاشت به پوره دېرش ورځې وې او د راتلونکې چهارشنبې په ماښام به د روژې مبارکه میاشت ولیدل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ د روژې د لومړۍ شپې د پشلمي وخت پر ۲بجې او ۵۱دقیقې پای ته ورسېږي او لومړۍ روژه ماتې به د ماښام پر اوو بجو او ۱۲ دقیقو وشي البته په افغانستان کې.
د کندهاري د معلوماتو له مخې سږکال روژه پوره دېرش ورځې ده او سږنې کوچنی اختر به د چنګاښ پر ۲۶مه د جمعې په ورځ وي.
عبدالله کندهاری د هېواد وتلی ستوري پېژندونکی دی.