ابروجینیان(aborigines) داسترالیا ځايي (بومي) او اصلي اوسېدونکي دي
لیکونکی ډاکټر لطیف یاد
(ابروجینیان) دآسترالیا بومی او ځایی اوسیدونکی دی چې دتیرو پنځوس یا شپیتو زرو کلونو راهیسې په دغه هیواد کې ژوندکوی.دوی تورې څیرې ، خیرن مخونه ، ګاړګوټي ویښتان،پلن سرونه اوبیتې پوزې لري. دو ی پخوا معمولا په ځنګلونو کې اوسیدل او یا به یې په خنګلونو کې دلرګیو او دونو دپاڼو او څانګو نه ځانته کوډلې جوړې کړې وي او د کبانو او نورو ژوو په ښکار سره به یې ژوند کاوه .ددوی دښکار وسایل نیزې ، مچنوغزې او چاکوګان وو.دوی د۲۵۰ په شاوخوا کې بیلابیلې ژبې او لهجې درلودلې.دوی په بیلا بیلو قبیلو ویشل شوی وو او دمذهبی پلوه دوی په (Dream Time ) عقیده لری او وایی چې زموږ نیکونو او ددوی ارواګانو دانړۍ پیداکړې ده .
ورو سته چې په ( ۱۷۸۸) زیږدیز کال کې انګریزان آسترالیا ته راغلل نو دوی دانګریزانو سره ډیرې جګړې وکړې . انګریزانو ددوی نه په استرالیا کې خمکې واخیستلې ، ددوی ماشومان یې دمیندو او پلرونو نه په زورسره جلا کړل او ان دوی یې دآسترالیا دهیواد دتابعیت نه محرومه او بې برخې کړل . دانګریزانو سره په جګړو کې د دوی ډیر شمیر ووژل شول او ډیر شمیر یې بندیان شول .
څو کلونه وړاندې دابرو جینیانو او د استرالیا حکومت ترمینځ دپخلاینې تړون لاسلیک شو او دآسترالیا حکومت ددوی نه دهغوکړو وړو لپاره بخښنه وغو ښتله چې په تیرو وختونو کې یې ددوی پر خلاف کړي وو. ابرو جینیا ن دآسترالیا دهیواد درې سلنه وګړي جوړوي . باید وویل شي کله چې ۱۶۰ کلونه وړاندې یو شمیر پښتانه کو چیان آسترالیا ته راغلل او د اورګاډي دپټلیو او دتلګراف دمزو په غزولو کې یې دلته کارونه کول هم دآسترالیا دسپین پوستو او تور پو ستو بومي ابروجینی میرمنو سره یې ودونه کړي وو. زه به وروسته تاسو ته هغه ویډیو شریکه کړمه چې ( سټولن جنریشن ) نومیږی اوتاسو به پردوی باتدې دانګریزانو ظلمونه ووینئ . په لاندیني انځو رونو کې دآسترالیا دابرو جینيانو یابو مي خلکو څو انځورونه .
دلاندني لینک په کښېباسلو سره یوه استرالیايي ویدیو لیدلی شئ:
https://www.youtube.com/watch?v=AxdvI-_b4h4