د خورما ګټې 

 ژباره: کیمیا 

1

خورما (خرما) هغه صحي میوه ده چې د ډېرو ناروغیو درملنه کولای شي.

خورما د متعددو ویتامینو، مینرال او فایبر په درلودلو یوه غني میوه دی. خورما قبضیت، د کولمو غیر منظم فعالیتونه، دزړه ناروغي، کم خوني، اسهال، د نس سرطان، د جنسي اختلال یا کمزوری او همدارنګه نورې ناروغیو ته ګټه ور دي.
دا خوندوره میوه خپل ترکیب کې مهم مینرال لکه کلسیم، سلفر (ګوګړ) وسپنه، پوټاشیم، فاسفورس، منګیزیم، مس او مګنیزیم لري چې ټول د وجود روغتیا ته ډېرګټور دي. ځینې متخصصان په دی آنډ دي چې هره ورځ د خورما خوړل د خوړو یو متوازن رژیم ته مناسب او صحي دی. د خورما غني ترکیب د عضلاتو د تقویې لپاره ډېر غښتلي مواد دي. د نوې طبي څیړني پر بنسټ، اوسمهال دا قبول شوی دی چې خورما د نس سرطان ته ګټوره ده. دغی ترڅنګ خورما ویتامینونه لکه تایمین، ریبوفلفین، نایسین، فولت، ویتامین A او ویتامین K لري. که څه هم د اسلامي کلچر د مخه مسلمانان خپله روژه په خورما ماتوي خو د خورما غني ترکیب د ډېرخوړلو نه مخنیوی کوي.

خورما ډېر ښه منبع د انرژي، بوره او فایبر دی. فایبر د هاضمي سیستم (کولمو) په فعالیت کې خورا مهم او ضروري دی. د امریکا د سرطان ټولنه د ورځي ۲۰-۳۰ ګرام د فایبرمصرفول توصیه کوي چې د خورما خورل، دا اړتیا پوره
کولای شي. د خورما ۱۰۰ګرام خپل ترکیب کې ۳۲٪ د ورځنې توصیه شوی فایبر لړي. هغه طبیعی خواږه چې په خورما کې شته د عادی خوږو(بورې) لپاره یو ډېر ښه بدېل دی. دغه طبیعی خواږه نه یوازې ډېر ژر هضمیږي بلکه د وږیتوب احساس هم کموي. که د هغو خوارو توکې چې په خورما کې شته، وڅیرل شي دا میوه د مولټی ویتامین ګولي (تابلیت) په شان ماشومانو او مشرانو ته مناسب دی.

د وسپني ډېر اعلی منبع:

هغو کسان چې د کم خونی (Anemia) په ناروغي تشخیص شوي دي باید خورما ډېره وخوري، ځکه خورما د اوسپني ډېر ښه منبع دی. (100g) ګرام خورما، (0,90 g) وسپنه لري چې دا مقدار د ورځني (11%) سلنه سپارښتنه شوی، د اوسپني اړتیا پوره کوي. اوسپنه د ویني سور کرویات په مینځ کې د هموګلوبین یو برخه په توګه، هغه اکسیجن چې په وینه کې جریان لري تشخیص کوي. نوی ځوانان او امیدواری ښځې اوسپنه ته ډېره زیاته اړتیا لړي.

د سترګو ویتامینونه:

خورما خپل ترکیب کې لوتیین (lutein) او زیکسانتین (zeaxantine) لري چې دارنګه میوي اکثرآ د (سترګو ویتامین) په نوم یادیږي. لوتیین او زیکسانتین په ځانګړې ټوګه د سترګو ریتینا (retina) او ماکولا (macula) ته ډېر مهم دي، ځکه دا دوې مادي د سترګو دید غښتلی کوي او د ماکولا هر هغه راپیښ شوي احتمالي صدمه چې کیدای شي د عمر په زیاتیدلو زیان منه شي، مخنیوی کوي.
ویل کیږي که چېري یوه خورما د ورځي مصرف شي نور ستاسې سترګي به ټول عمر صحي او خوندي وي. خصوصا د شب کوري ستونزې لپاره ډېر ګټه وره ده.

د نس ناستي مخنیوی:

خورما خپل ترکیب کې کلسیم هم لري چې دنس ناستي په مخنیوی کې موثر ثابت شوي. د دې ترڅنګ، خورما د کولمو او خیطه د تجدید پروسه کې خورا موثر دي. د خورما دوامداره مصرف په معده او کبد کې، د ګته ورو باکتریا په تولیدولو کې مرسته کوي.

د قبض درملنه:

خورما معمولا د قبض ضد، خوړو په ټوګه طبقه بندی شوې. لکه څنګه چې خورما د نس ناستی څخه مخنیوی کوي، همدارنګه دا میوه اورګانیزم سره مرسته کوي چې خواړه ژر هضم او زهرګین مواد لري کړي. نو که چیري تاسې غواړئ د قبض علاج وکړئ، باید د ماښام لخوا یو څو خورما واخلئ او بیا په اوبو کې خیشتې کړئ.

د شپي له مخه خورما یو خپل ځانګری جوس تولیدوي چې دا د قبضیت ضد لپاره خورا ګټور او دکولمو او معدې فعالیت اسانوي. په امریکاکې خورما په واړه بوتل کې ځای په ځای او د دارو په ټوګه ترې ګته اخیستل کیږي. (100gr) د خورما (8.5gr) فایبر لري. چون خورما خپل ترکیب کې د نورو ویتامینو ترڅنګ ویتامین (A1), ويتامين (B1,B2,B3,B5)، ویتامین سی او له ۲۰ نه پورته امینو اسید لري دا ټول د هضم سیستم او د کاربوهایدریت د جذب په پروسه کې اسانتیا رامنځ ته کوي

د هډوکو سلامتیا او غښتلتوب:

مهم منرالونه د خورما په ترکیب کې،دهډوکو دغښتلوالی لپاره عالی خواړه دی اود هدوکو پوکي (osteoporosis) او درد لپاره ګټه ور دی. خورما پخپل ترکیب کې سیلینیم، مګنیزیم، اوسپنه او منګنیز لري نوله همدی امله، دا ټول د صحي هدوکو ودې لپاره ضروري دي، په ځانګرې توګه د عمر په لوېدو، هدوکی په تدریجی توګه ضعیف کیږي نو باید خورما وخورئ ترڅو هدوکی مو تقویه او د هدوکو مقاومت مو لوړ شئ.

خورما ولادت اسانولای شي:

د یو ې څېړنې لمخه چې د اردن پوهنتون د ساینس او تکنالوجي څانګه کې ترسره شوی وه ښکاره کیږي چې د خورما مصرف څلور اونې مخکې د ولادت نه کولای شي درد تسکین، کم او خونریزي لږ کړي. هغه میرمني چې خورما مصرف کوي ولادت یي اسانه یې نظر په هغو میرمنو چې خورما نه مصرفوي. همدارنګه خورما له ښځو سره مرسته کوي چې د دیپریشن یا د پریشاني کمیدو حالت ته ژر ولاړه شي او ماشوم ته د اړتیا په اندازه شدي تولید کړي.

د وزن تنظیمول:

سره له دې چې خورما ډېر زیات ویتامینونه پخپل ترکیب کې لري، سړی ته د مزښت احساس وربښي او د وزن کمښت اسانوي. (طبعا خواږه خواره وروسته له ډوډی نه د خواړو متخصصین له خوا نه دی توصیه شوی او د چاغي لامل ګرځې. باید خواږه میوه او خواږه خواره یو ساعت وروسته له ډوډی څخه وخوړل شي). که چیرې خورما په خالي معده وخوړل شي د کولمو فعالیتونو تنظیموي او د ویني د قند (ګلوکوز) سطح په تنظیمول کې ګټور دی. خورما خپل ترکیب کې کلسترول نلري، خو خپل ترکیب کې ډېره زیاته بوره لري، نوله دی امله له حده زیات خورما خوړل د وزن د زیاتیدلو لامل هم ګرځي، ځکه یو کیلو خورما ۳۰۰۰ کالوري لري.

خورما زړه تقویه کوي:

هغه کسان چې کمزوری زړه لري دهغوي لپاره دا توصیه کیږي چې هر ورځ خورما وخوري. د شپي لخوا یو څو دانې خورما په یوه ګیلاس اوبو کې لنده کړئ او د سهار له خوا اوبه او خورما دواړه سره میکس کړئ، دا درملنه تاسئ کولای شي د ورځي څو وار تکرار کړئ.

د ویني لوړ فشار کمول:

خورما (خرما) په خپل ترکیب کې ډېر کلسیم او لږ اندازه سوډیم لري.  ۵-۶ عادي خورماوې خپل ترکیب کې  ۸۰ ملی ګرام مګنیزیم، او مهم مینرالونه لري چې د ویني د شریان په پراخولو کې مرسته کولای شي. څیړنه ښیي چې د ورځې ۳۷۰ ملی ګرام مګنیزیم د ویني فشار کمولای شي.

 

د دماغی سکته په وراندی حمایه:

یو د هغو اساسی ګټو نه چې خورما یې لري هغه د عصبي سیستم نورمال ساتل دی ځکه خپل ترکیب کې ډېر زیات پوتاشیم لري. د څیرنې په اساس د پوتاشیم په لوړه کچه مصرفول یعنی تقریبا (۴۰۰ ملی ګرام)، د دماغی سکتې، خطر تر ۴۰ سلنه پوري راکمولای شي.

د ماغزه خواره:
خورما فاسفورس لري چې ماغزو ته ډېر ګتور دي، له دی امله دا میوه هغو کسانو ته یې خوړل ډېر توصیه کیږي چې په ‌ذهني فعالیتونه بوخت دي.

انرژي پارونکې:

خورما دطبیعي خوږوپه شمول د ګلوکوز، سکروز او فرکتوز لري. د شدې او خورما ګډ ترکیب نه تاسو کولای شئ په لوی کچه خواږه (بوره) چې دا میوه یې لري تر لاسه کړئ.

 

د جنسي قدرت زیاتول:

یوڅوخورماوې د اوزې په شیدو کې د شپي خیشتې کړئ، او د سهار له مخې خورما او لږ شیدې سره میکس او وروسته شات او هیل (یا هیل ته ورته نوري عطریني مسالې) وراضافه کړئ او وڅښئ. دواړه نارینه او ښځې کولای شي د خورما دغه ګډ مخلوط شوي خواړه مصرف کړي ځکه د انرژي د زیاتوالی او د بدن د غښتلتوب سبب کېږي.

حساسیت:

د خورما یو ډېر ارزښتناک خاصیت د سلفر(ګوګړ) شتون دی، چې د دغه عنصر شتون په خوړو کې عام ندی خو له صحی اړخه ډېر ګټور دی او حساسیت او د موسمی حساسیت لپاره ګټور دی. د یوې څیړني له مخې چې په ۲۰۱۲ کال کې ترسره شوې وه، وایي چې عضوی یا اورګانیک سلفر(ګوګړ) ترکیب هغو کسانو تهچې د موسمی رینیت الرژی ستونزه لري، کولای شي پرهغو مثبت اغیزي وکړي چې تقریبا ۲۳ میلون وګړي په امریکا کې د دغه ناروغیو څخه ځورېږي. او خورما د سلفر په درلودلو یو ډېر ښه منبع د دغي ناروغیو د مخنیوی لپاره ده.

که څه هم خورما ډېره غښتلې مېوه ده خو پوستکی یې چسپناک دی چې ډېر ژر کولای شي ناولی ګرد او ناخالص مواد ځانته جذب کړي. نو پکار ده چې د خورما په انتخاب کې له دقت نه کار واخلو او هغه خورما مصرف کړو چې په کارتن کې راځې او یا که چیرې د وینځلو اړتیا یې درلوده باید چې پریمینځل شي.