یوارګ، دوه زمانې، دوه خپل او دوه پردي پادشاهان
ش، حصین
ښايي داترخه خبره په وار وار راغلي وي چې د بدبختو اولسونو تاریخ یو وژونکی او ستومانه کونکی تکرار دی. د افغانستان په تاریخ کې د تاریخي دردوونکو پيښو تکرار، ښايي د نړي د هیڅ اولس له تاریخي پیښو سره د پرتله کولو وړ نه وي. په دې ځغلنده کتنه کې د لمریز هجري قمري دیارلسمې پیړي د لومړۍ نیمايي (د میلادي نولسم پیړۍ د دویمې لسیزې دپای او ددریمې لسیزې دپیل کلونه) او د روانې هجري پیړۍ د همدې وروستۍ لسیزې یوه ترخه واقعیت ته ګوته نیسو. دا دوه زمانې یوله بلې ډیرې لرې او پیښې ېې هم په ځانګړو کړنو او غوښتنو ولاړې دي خو یو څه پکې ورته والی لري او هغه داچې هغه زمانه هم په یوه قصر کې دوه شاهان کینول شوی وو او اوس هم که په یوه «ماڼۍ» کې نه وي نو په یوه ډبرینه کلا کې چې ارګ ېې بولي دوه شاهان دقدرت سیالۍ مخته وړي.
هغه زمانه د بالاحصار د ماڼۍ په یوه کنج کې یوشاه اوپه بل کنج کې ېې بل شاه نورو کورنیو لاسونه کینولي وو. او اوس بیا په ښکاره پردیو، یوه تخت ته دوه شاهان تراشلي دي.کله چې له هغې زړې زمانې څخه خبرې کوو منظور مو هغه وخت دی چې دسدوزايي کورنۍ دواک ستنې دعاشق خان شنواري یا شینواري په کلا کې د شهزاده زمانشاه په ړندیدو کږې او دسردار فتح محمد خان په ړندولو، او بیا وروسته په سید آباد کې دهغه په وژلو (هجري قمري ۱۲۳۴)راولویدې ،له همغه وخته دسدو زودواکمنۍ لمر را پریوت او دراتلونکو غم لړلوواکمنیو بخت د سردار پاینده محمد خان چې په سردار سر فراز خان مشهور و، له شلو زیاتو ځامنوته ورورسید. دغو دقدرت تږو سردارانو په خپلوکې هم داولس په ګټه دیوه ملي ثبات لپاره څه جوړه ونکړه او هر یو هغه بل ته غل اوپښې وهونکی شو.
همدې خبرې په لنډ وخت کې دسردارانو له خوا دواګو تر لاسه کول ناشوني کړل، او دقدرت درلودونکي سرداران ېې دې ته اړ کړل چې هر یو له واکه لویدلو درانی پاتې شونو څځه لاسپوڅي پادشاهان را جوړ کړي او په دې توګه هم خپل منځي مرګونې دښمنۍ څه شاته ووهي او هم لویدلو درانو ته وښيي چې واک خو ستاسو میراث دی.داپیښې هغه وخت را مخته شوې چې دایراني لاسپوڅي شهزاده شاه محمود دویمه واکمني په کابل کې پای ته رسیدلې وه او له خپل زوی شهزاده کامران سره یواځې دهرات واکمن و.
همدغه وخت دړانده شوي او وروسته له ژونده بې برخي شوي وزیر فتح خان «شاه دوست»، ورور سردار محمد عظیم خان په کابل کې دتیور شاه دراني زوی ایوب شاه په تخت کیناوه او خپله ېې وزیر شو ددې په وړاندې دده ورور امیردوست محمد خان بیا دهغه په وړاندې دشاه زمان دزوی سلطان علیشاه په سر دپاشاهۍ ټیکه ووهله.دغه دوه نورو کینولي بې واکه پادشاهان بیا په خپلو کې هم یو دبل مرګ ته په سره تبۍ ناست وو.دغو دواړو «پادشاهانو» په یوه ښار او یوه قصر کې هسې په دیوالونوواکمني کوله.په همدې څلورو دیوالو کې را ایسار کینول شوي پادشاهان هسې چې جوړوونکي ېې یو له بله نه جوړیدل ، دوی هم یو دبل وژلو ته تږي ناست وو. همدا څه ددې موجب شول چې د ایوب شاه زوی شهزاده اسمعیل، د سلطان علی شاه عمر ته دپای ټکی کیښود او له دې وروسته د محمد زايي سردارانو خپل منځي مرګونی بهیر راپیل اوپه همدې دوره کې دوخت په تیریدواحمد شاهي لویه امپراطوري له هر لوري داسې وځپل شوه چې دخپل بدن لويي برخې ېې له لاسه ورکړې او په نني، په وچه پوري تړلي افغانستان واووښته.
له سدوزايي کورنۍ څخه بارکزي سردارانو ته دهیواد د برخلیک د ورپاتې کیدو په وخت کې داروپايي استعماري ځواکونولاسونه را غزیدلي وو.
اوپه پیښو کې ېې د نښو نښانو څرک تر سترګو کیده خو هغه وخت لا د پردود نفوذ خبره ټاکونکې نه بریښیده نو ځکه ویلی شوچې په یو قصرکې دهغه وخت دوه پادشاهان تر ډیره دبارکزو وروڼو دخپل منځي شخړو زیږنده وه. همدغه وخت و چې د«دوشاه دریک اقلیم نه ګنجد» متل زموږ دخلکو او اولسونو په ژبو ولویده.
دتاریخ دغه تکرارپه څه بیله بڼه د۱۸۳۸ او ۱۸۴۳ کلونو په لړ کې یو ځل بیا را مخته شو. داځل انګریزي استعمار پر افغانستان را دانګلي و او شهزاده شجاع الملک(شاه شجاع) ېې دنانځکې په توګه په تخت کینولی واو کارونه ېې ټول انګلیسي پولیتکل اجنت سر ویلیام مکناتن مخته وړل.دهمدغه استعماري تیري او اشغال په وړاندې افغان اولسونه درنې خونړې مبارزې ته را پورته شول او دافغانستان په زړه کابل کې ېې دنواب محمد زمانخان تر مشرۍ لاندې یوه ځانګړې واکمني را پیل کړه.هغه وخت انګریزې لاسپوڅی ،شاه شجاع په بلاحصار کې په په انګلیسي زربافتو جاموکې په دولتي تخت ناست واو نواب زمان خان بیا له ملي مبارزینو سره په یوه«غریب خانه» کې دملي قیام رهبري کوله.هغه وخت که شاه شجاع دپردوکینول شوی پادشاه و،نواب زمان خان بیا دملي پاڅون د زړه نښه وه اوله ټولو نورو ملي مشرانو سره ېې دملي غروربیرغ اوچت ساتلی و.
خو! هغه څه چې نن په تعجب او حیرانتیا وینودپیښو له پیل څخه تر پایه دملې عنصر هیڅ نښه پکې نشته.هرڅه پردي پردي دي.داچې دپردو په منځ کې څه دي چې دنورو خونړیو لوبوپه دوام په یوه قصر کې دوه شاهان په خپل مخامخ حضور ټاکي ،دابه راتلونکې را برسیره کړي. دا احتمال ډیرباورته نږدې دی چې زموږ په اشغال شوي وطن افغانستان کې دپردو اشغالي وروڼو ورورۍ هم دبارکزو وروڼو له دښمنیو څخه څه کمه نه ده. آن ددغواشغالي وروڼو مشر او مخکښ هم په خپل ځان کې یو لاس نه دی.
داویش څه شي را منځ ته کړی دی، بشپړ بیان ېې په دې ځغلنده کتنه کې شونی نه دی.ځکه ټولې پیښي له اوږده تاریخي پس منظرسره سره داوس او راتلونکې لپاره هم دګټو په حساب هیڅ ډول همغږي نه لري .
اروپا تر امریکايي مظلومیت لاندې دزور او اړتیا یارۍ ته پړی په غاړه وړي او امریکا هم په دننه کې دګلو بالیزم او انتي ګلوبالیزم په څنګ کې دیهودي لابی او عامه امریکایي اولس دټکرونوپه منګلو کې ښکیل ده.هلته ۹۹ دیوپه وړاندې مبارزې په را غوټیدو دي اودسره پوستانو له جنوساید وروسته اوس تور پوستي هم خپله راتلونکې نه ویني او دامریکايي پولیسي نظام ماتولوته راوتي دي.داټول څه دامریکایی نړیوالې واکمنۍ خوبونه په اوبو لاهو کوي. خو دغې واکمنۍ ته چې په اصل کې صهیوني جهاني واکمني ده او په اوږدو پیړیو کې دروند کار ورته شویدی رسیدل لا له لویدیځو مغزونوڅخه نه دي وتي.په دې خاطر دوی دافغانستان په شان دنړۍ په نورو سیمو کې هم په یوه یا بل ډول خپلو ماتو پټولوته دتوطئو په زورنوی رنګ ورکوي. په امریکايي ښکاره ستراتیژیو کې څوټکي دپام وړ دي. لومړی داچې دوی دنړۍ جغرافيي بدلون دخپلو ګټو او دنووزیرمو دتر لاسه کولو لپاره اړین بولي او په ښکاره هم وايي چې دنړۍ زیرمې په عادلانه توګه نه دي ویشل شوي.
دهمدې هدف لپاره دویم هدف دجهان واکمنۍ لپاره دتلاش په بهیرکې دهیوادونو ویشل او دوړو او کمزورو واکمنیو را جوړول حوړوي. دوی په تجربو کې موندلې ده چې په وړواو محتاجو تړلو واکمنیو خپلې غوښتنې په آسانه پلې کولی شي.دهمدې غرضونو په څنګ دریم هدف دنړۍ دنفوس دکمولو غوښتنه جوړوي.او داله ټولو بشري ناروسورو سره سره، ددوی دستراتیژیواوچته برخه ده.یو وخت جورج ډبلیو بوش په ګنایه ویلي وچې«دهند خلک په خوړو کې زیاتی کوي او دا په نړۍ کې دخوړو کمښت راولي» دبوش مطلب دانه وو چې هندیان ډیره ډوډۍ خوري ځکه هغه خواران دشمیرپه یوه لویه کچه دیوې حلبي پیالې دالو ته ناست وي.دبوش اشاره دنفوس زیاتوالي ته وه. هند او چین دامریکا په ستراتیژیو کې په دې خاطر هم اوچته برخه جوړوي چې ډیر نفوس لري او هغه باید دبحرانونو په منګلو کې ویلي کړې.امریکا او اروپايي متحدینو ېې همدا اوس دعربو پسرلی په دې خاطردعربي تړلو واکمنو په مرسته له خپل تګ لوري دبیساري مرګ او مهاجرت په لور ورسیخ کړ چې له نورواهدافو سره سم دنفوسوویلې کول ېې هم اساسي برخه وي. خو دافغانستان په هکله بیا ددوو«متساوی الحقوقو!!!» واکمنو قدرت ته رسول بیا دهمغو لوبو یو بل رنګ دی.دجان کیري په لاس په یوه ارګ کې دوه شاهان کینول یوه ساده او هغه دبارکزو دواکمن کیدو او یا دمکناټن تر مشرۍ لاندې دشاه شجاع دکینولو لوبه نه ده.
هغه جمهور رئیس چې دجمهور ارادهء ېې تر امریکايي لوبو لاندې توهین او وځپله شوه اوهغه اجرئیوي رئیس چې له بې جمهوره رئیس سره نیمه په نیمه دقدرت خاوند دی، په ښکاره په یوه قصر کې ددوو پادشاهانو ښودنه کوي.که ومنو چې عبدالله دویم اودصدراعظم په کچه دی ،نودصدراعظم مقام اومنزل خوله ارګه بیرون په صدارت کې واوصدارت له ارګ سره نږدې هغه ماڼۍ ده چې امنیت ېې تر ارګه لږ نه دی،څه اړتیاوه چې دواړه پردو کینولې پادشاهان په یوه کلا کې دقدرت نښې کړي.داخبره هم دپوښتنې وړ ده چې: په رښتیا هم د امریکا او غرب لومړی او دویم انتخاب څوک دي؟ غني که عبدالله؟پخوا به امیران، شاهان یا جمهور رئیسان او دنورو لوړو کچوواکمن له خپلوښځو سره نړیوالو ناستو ته تلل خوزموږ په برخه ېې دا راوړل چې دوه شاهان له یوه تخته دلندن ناستې ته لاړ شي.دناستې دپیل وینا شاه عبدالله عبدالله او دپای وینا شاه غنی وکړي.پادشاه غني په المان کې دالماني پوځیانو لاسونه ښکل کړي او پادشاه عبدالله عبدالله بیا دانګلیس دشاهي پوځ په اکاډمۍ کې شاهانه سلامي واخلي.دا ټولې ناولې لوبې دیوه ملت په تاریخ او ملي اعتبار او هویت هغه ملنډې دي چې دتصادف نوم نشو پرې ایښودلی.
دا هم نه ده روښانه چې :دا دوه شاهان په امریکايي ویش کې د چا دي؟ فکر نه کیږي چې دا ویش دې د امریکا په دموکراتانو او جمهوي غوښتونکو ولاړ وي. امریکا د یوې پټې ظاهرآً فدرالي شورا په وسیله رهبري کیږي، دموکراتان او جمهوري غوښتونکي ګوندونه وسایل او دولت ېې هم تر جمهور رئیسه پورې د اخیستل شوو متخصصیونو او تکنوګراتانو یوه داسې ډله ده چې پړي ېې د لویو بانکونو او نړیخورو کمپنیو پلاس کې دي. له همدې کبله دا خبره ستونزمنه ده چې څوک دچا غور ه او وروستۍ ټاکنه کیږي. ښايي څه، چې حتمي هم ښکاري چې دا دمساوي واک کینولي پادشاهان هم یواځې د څو شپو وسایل وي. د دوی له منځه وړل یو دبل پلاس دایوب شاه او سلطان علي شاه تر پیښو ډیر ستونزمن هم نه بریښي. که شهزاده اسماعیل نشته نو شرزاده دوستم خو شته دی. له هغه بل لوري هم د ورته کسانو کمی نشته.دا اشاري په دې خاطر نه دي چې ددغه یا هغه پردي کینولي په برخلیک خواشیني یو. خبره دا ده چې د دې لوبې دردونکې پایلې به زموږ خلکو او اولسونو ته څه وي؟