
اوریویا نومې ښځینه ډاکتره د امریکا په یو روغتون کې ولادي نسايي برخه کې دنده ترسره کوله ، یوه ورځ یوه مسلمانه مېرمن روغتون ته راغله ،چې دلته خپل ماشوم وزیږوي ، وړاندې له دې ،چې ددې مسلمانې مېرمنې عملیات پای ته ورسیږي د ډاکترې اوریویا وخت پوره کیږي او خپل ناروغ ته وايي :
زما وخت پوره شو ، بل ډاکتر به ستاسې عملیات بشپړ کړي ، مسلمانه مېرمن ژاړي او چیغې وهي : زه نارینه ډاکتر نه غواړم ، ډاکتره حیرانه شوه ،چې دا ولې .
میړه یې ورته وویل : زما دمېرمنې مخ زما له کورنۍ او خپلوانو پرته بل چا نه دی لیدلې ، ډاکتره په خندا شوه او زیاته یې کړه : امریکا کې به داسې سړی نه وي ،چې زما مخ یې نه وي لیدلې ... ډاکترې دخپل مسلمان ناروغ غوښتنه ومنله او پاتې شوه .
په دویمه ورځ راغله،چې خپل ناروغ وګوري او ځینې سپارښتنې ورته وکړي :
څلویښت ورځې به له خپل میړه سره نه یو ځای کیږي ، ځکه ډیری مېرمنې په دې وخت کې له داخلي التهاب او پړسوب سره مخ کیږي ، ښه او وړ خواړه به خورې ، فزیکي کار به نه کوې . مسلمانې مېرمنې ورته وویل : اسلام ډېر پخوا موږ ته دا سپارښتنه کړې ده ،چې له ولادت وروسته به څلویښت ورځې جنسي اړیکې نه نیسې ، ان لمونځ او روژه به هم نه نیسې ، فزیکي کار خو څه کوې .
ډاکتره بیا ولاړه ،چې ماشوم وګوري ، دماشوم مور ته یې وویل : کوښښ به کوې ،چې ماشوم به ښي اړخ څملي،چې دزړه ضربان یې منظم شي ، دماشوم پلار ورته وویل : موږ یې په ښي اړخ ږدو ،چې سنت پر ځای شي ، دا مهال نو ډاکتره بیخي حیرانه شوه او زیاته یې کړه موږ یو عمر تیروو،څیړنې کوو،چې دا څیزونه وپيژنو او دوی یې له خپل دین څخه پيژني .
ډاکترې پریکړه وکړه، چې دا ستر دین وپيژني هماغه و ، چې له روغتون څخه یې یوه میاشت رخصت واخیست او اسلام یې مطالعه کړ او بیا یې د امریکا په یوه اسلامي مرکز کې خپل اسلام اعلان کړ .