څنګه خپلې سترګې او نظر روغ ساتلی شو؟
د روغتيا يي چارو ماهيرين وايي، د سترګو د فعال ساتنې لپاره بايد له لاندې خوراکي توکو کار واخستل شي:
پالک: په پالک کې وټامن سي، بيټاکروټيڼ، ليوټين اوزيکسنټيڼ مقوي مواد موجود دي. څېړنې په ډاګه کوي، مقوي مواد د سترګو د نظر او غمي په روغ ساتلو کې مهم او رغنده رول لوبولی شي.
هګۍ: هګۍ د ليوټيڼ او زيکسټين تر څنګ «زېنک » مقوي مواد لرونکي دي، چې د عمر تېرېدو سره سترګې له کمزورتيا ساتي، مګر هغه کسان، چې د فشار، فالج يا ګردې تکليفونه لري، بايد هغوی يې له خوړلو ډډه وکړي.
مالټې: مالټې ليوټيڼ او زيکسټين لرونکي مقوي ميوه ده او د سترګو روغتيا لپاره ډېر اغېزمنه ثابته شوي ده.
ګازرې: په ګازرو کې بيټاکروټين مواد «وټامن اې » ډېر زيات وي او د انسان عمر له زياتېدو سره، چې کومه کمزوري راځي، د هغې مخه نيسي او د سترګو د رڼا او غمي په ساتنه کې مهم رول لرلای شي.
کبان: د کبانو خوړل د انساني بدن په ځانګړې توګه د سترګو د حفاظت لپاره ډېر رغنده پرېوځي، چې سترګې له وچېدو، پردې او د نظر له کمزورۍ ژغوري.
له محور ورځپاڼې څخه په منننه