
د پښتنو نوميالی سياسي مبارز، د لوی افغانستان د داعيې پياوړی سالار ملک امان الله کاسي، په کابل کې د خپل سفر پر مهال په حق ورسيد.
انالله وانا اليه راجعون
اروښاد امان الله کاسي، چې د پښتنو او بلوڅو د يووالي د ورځې د نمانځنې لپاره، د افغانستان د سرحداتو او قبايلو چارو وزارت په بلنه کابل ته راغلی و، د سخته ناروغۍ د درلودو سره سره يې په دغه پرتمينه ورځ کې ونډه واخيسته.
نوموړي يوه اونۍ وړاندې په همدې ورځ د «افغان ملي غورځنګ» پورې اړوند «خوشال بابا فکري بهير» اونيزې غونډې ته هم تشريف راوړ او د ځان او ملګرو د مبارزو او د سيمې د راتلونکې او د پښتنو پر راتلونکي برخليک باندې يې هر اړخيزې خبرې وکړې او بيا يې د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وويل. نوموړي د خپل ژوند ۲۱ کاله د همدې مبارزې په لاره کې په جيلونو کې تير کړي دي.
نوموړي د افغان ملي غورځنګ سره ژمنه کړې وه، چې د دغه غورځنګ مبارزه او تګ لاره به تر بلوچستان پورې غځوي او هلته به يې هم څانګې پرانستل شي، خو دغه فاني نړۍ دغه مهلت ورنکړ.
ارواښاد امان الله کاسي په بلوچستان کې اوسيده او له افغانستان سره يې زياته مينه درولود؛ په خپلو خبرو کې به يې پښتونخوا محکوم افغانستان بللو.
د يادونې ده، چې تر غونډې وروسته دی بايد له خپلو ملګرو سره ګډ کوټې ته ستون شوی وای، خو د امنيتي دلايلو په وجه په کابل کې څو ورځې نور هم پاتې شو. ده له ولسمشر کرزي سره هم ناسته درلوده.
ټاکل شوې وه، چې تيره ورځ په الوتکه کې سفر وکړي او هوايي ډګر ته هم تللی و خو الوتنه کنسل شوه او بيرته چې راستون شو وضعيت يې ښه نه و او روغتون ته وليږدول شو، چې له بده مرغه درملنه يې ونشوه او نن ورځ په حق ورسيد.
روح دې ښاد وي