
د شمال ټلوالې يو تن جنګسالار امان الله ګذر د شهيدانو د ورځې تر لمانځنې څو ورځې وړاندې د امريکايانو لخوا بندي شوی و.
روهي ويبپاڼې ته يوې باخبره سرچينې ویلي، چې د شمال ټلوالې دغه قوماندان خپلې ډلې ته ويلي و، چې که عبدالله ګټونکي اعلان نشي د ارګ د نيولو ذمه وار زه يم. د ده په څېر يو شمېر نورو جنګسالانو لکه د بلخ والي عطا نور هم د بلوا او د موازي حکومت د جوړيدلو ګواښونه کړي وو.
سرچينې زياته وي، چې امان الله ګذر تر دغو څرګندونو وروسته د امريکايانو لخوا نيول شوی و او درې ورځې يې په بند کې ساتلی و او خبرداری يې ورکړی، چې تاسې موږ دغه ځای ته رسولي يئ او موږ مو ورکولی هم شو.
د يادولو ده، چې په روانه اونۍ کې د امريکې سفير جان کننګهم عبدالله ته هم ګواښ کړی و، چې د هېڅ ډول اړو دوړ اجازه به ورنه کړي. د امريکې سفير ويلي، چې د رايو او ټاکنو اړوند دعبدالله اکثر غوښتنې منل شوي، نور د تاوتريخوالي او اړودوړ لپاره پلمه نه ده پاتې. سفيرعبدالله ته دا ډاډ هم ورکړی چې دوی به پر نويو لارو چارو فکر وکړي او د حل يوه لاره به ومومي.
د شمال ټلوالې پتيلې وه، چې د شهيدانو ورځې نه به پخپله ګټه زياته استفاده وکړي، خو ښکاري چې د امريکا ګواښونو پر دغه خلکو سړې اوبه بهولي.
تيره ورځ د عبدالله ډلې پلويان يوازې په دې وتوانيدل، چې عام ولس ته بيا زيان ورسوي او د شهيدانو په ورځ يې څو تنه عام وګړي شهيدان او ټپيان کړل.