Abdullah ashraf Ghani og Kery 
دپردو ښکرواولښکرو په اوږو راوړل شوې  دموکراسي دیوه مرګوني ناتار په لوردلویدو وروستۍ شیبې تیروي.داشیبې بلا ربې، درنې او ویره وونکې دي.دپردو ښامارانوداړې وتې دي خو دخپلو لړمانوډلې په زیاتیدو او را ټولیدو دي.وطن یو ځل بیا دپردو جاسوسي شبکوپه نا آشنا لومو کې ور کیوتی دی.دزمانې شیاد دخپلو وحشتونو اوجنایتونو دمخ مینځل غواړي. دافغانستان دجمهوري ریاست له پاره دټاکنوله سپکاوۍ ډکه لوبه دهمدغې غوښتنې پیلامه وه.اشغالګرانو دخپلې ماتې په شرموونکۍ بهیر کې دې ته اړه درلودله چې افغان ټولنه یوځل بیا تول وترازو کړي.دوی له ټاکنو څخه دکوم بدلون غوښتنه  نه درلوده. دوی غوښتل دغه تر اشغال لاندې ټولنه له سره په داسې لیکووویشي چې خپله په خپلو لاسونو دسبا داور لمبې اوچتې وساتي. دوی ته ددغه ویش کار ستونزمن نه و.چپ ته ېې په «چپ » خیال او ښي ته ېې په ښي خیال هر څه له مخکې چمتو کړي وو.
داچې دلوبې کارې لوبغاړي باید په دواړو لورو کې له ښي اړخ څخه ګمارل شوي وای نو دنندارې سناریو ېې داسې جوړه کړه چې په دواړو لورو کې چپ چکچکي او راست دنندارې مخکښ لوبغاړي وي.دا ننداره ېې په دومره مهارت جوړه کړه چې ورونه او پلرونه خو څه چې ښځې او میړونه ېې هم سره وویشل.په یاد مې دي چې یو وخت همغه داشغال دپیل په کلونو کې دبي بي سي له سیمه ییز خبریال رحیم الله یوسفزي څخه یو خبرلوڅ وپوښتل چې : څه فکر کوې دافغانستان اشغال به پای ولري که نه؟ هغه په ځواب کې وویل اشغال خوبه خامخا پای ته رسي  خو هغه شخړې چې داشغال په عمر کې افغانستان ته ور په برخه شوي دکورونو په کچه به تر پیړیو روانې وي ځکه اشغال قوم په قوم څه چې کلی په کلی او کور په کورپه خپلوکې سره اخته کړیدي. داشغال دغه بدمرغه نښه اوس دومره سیاسي شوې چې په هر کور کې په یوه نغري بیل دیګي ایښي دي.داسې، ګوند داسې تنظیم،داسې وسله واله ډله ملیشه او اربکیان نشته چې نیم یوه لوري اونیم بل لوري ته چاړه پلاس نه وي ولاړ.ځینې ساده لوحه کسان دا دسیاسي شعور پوخوالی او دفردي آزادۍ نښه تبلیغوي . مبارکه دې وي.که ومنو چې دعبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې ډیری جهادي ډلې دبیا واکمنۍ په لیونۍ تنده راټولې شوي او داشرف غني په شاوخوا ددموکراسۍ په سراب پسې ستړي له پښو لویدلې رشن فکرډوله هڅې په خوځیدو دي.نو ظاهرآً خویو ډول نوي چپ او ښي یودبل مخې ته ولاړ بریښي.خو لومړی خو ددواړو دسرسړي داشغال دلاس نیالګي دي او خپل روزونکي او پالونکي ته  لاس په سینه مریان دي. او دخوځښټ په جوړښت کې ېې هم دکین اړخو او ښي اړخو ویش یو له بله ډیر توپیر نه لري.جمعیت اسلامي، حزب اسلامي ، وحدت اسلامي،دخالص اسلامي حزب پآتې شونې ، همدا شان افغانان ملت، «خلق» ، «پرچم» ،دموکراتیک نوین(شعلهء جاوید)آن له دې ټولو نه را څڅیدلې وړې او لويي ډلې په نږدې برابره توګه په دواړو لورو کې ځای لري. دې واقعیت ته په کتلو سره دښه او بد یا چپ او راست ویش ځای نه لري.لوبه دومره پیچلې ده چې یو هم نه پوهیږي چې څله ، څنګه او په کومو کوډوددغې یا هغې لوبې پلي توب کوي. دسیا او ورسره نورو جاسوسي شبکو مهارت هم دادی چې له خپلو تاریخي تجربو څخه په ګټه اخیستو ېې ټول له خپل ایمان او آرمان څخه بې برخي او په ساده وسایلو ېې اړولي دي.داشغال دشبکو ستره مخه هم داده چې دټولنې هغه توان چې دمخکښتوب توان لري له خلکو ،ټولنې او خپل تاریخ نه را بیل او په بې هدفه لوبو ېې سر کړي.
دټاکنیزو مسخره لوبو بهیر چې پیښې ېې بلاربې او بیساري پړسولې دي اوس دې ځای ته رارسیدلي چې دهمدې تورې شپې په زړه کې  به دمرګ، کرکې،نفرت او انتقام نه ایساریدونکې لمبې را پورته کوي.دامریکا ،ناتو او آیساف  تنده دافغانستان دخلکو او اولسونو په دیارلس کلنه وژنه ماته نه شوه،اوس دخپلو ماتو کسات دخپلو مزدورانو او هغو تیر وتلو پلاس اخلي کوم چې دورځې په نرخ ژوند ېې په عادت اوښتی اوپه ژوند کې ېې له فوري خوړو پرته هيڅ څه تقدس او سپیلتیا نه لري.پوښتنه داد چې ددغې پردو بلاربه کړې شپې نه چې څه را زیږي ولې ویروونکي دي؟ددې لوبې قربانیان به څوک او په کوم چړو حلالیږي؟ زموږ مخې ته ېې دوه نامتجانسې جبهې درولې دي.داشرف غني تر مشرۍ لاندې دتحول او تداوم «خوځښت»،دعبدالله عبدالله تر مشري لاندې داصلاح او همپالنې ډله.لومړۍ ډله تحول همغه بولي کوم چې اشغال راوستی او دهمدغه تحول دوام غواړي او ددوام لپاره ېې له امریکا سره دامنیتي تړون دلاسلیک قلم دګوتو پر ځای په خوله کې نیولی دی. دویمه ډله په همدغه اشغال راوړي میراث کې دڅیرو بدلون غواړي او همپا لنه ېې دتنظیمي واکمنۍ مړۍ ور غوړوي. دغه ډله هم هرڅه دامریکا په خوشحالولو کې ویني نو دلومړۍ ډلې په شان دامنیتي تړون لاس لیک خپل مقدس هدف ګڼي. پوښتنه داده چې دغه څه ددواړو لورو له خوا دجګړې پای ته رسول دي او که دخلکو او اولسونو پر خلاف دپردو دهوايي او دخپلو دځمکنۍ جګړو اوږدول؟ حالات خو په رټه داسې ښيي چې امریکا غله ته وايي غلاته ورشه او دکور څښتن ته وايي ویښ اوسه چې درغی. دغه ټکر به له مرګه پرته کوم زیری ولري؟دتیر وتنې له ویرې پرته داخبره دویلو وړ ده چې د«تحول او تداوم » ډله دواکمنۍ دڅو میاشتو ساتلو توان  هم نه لري.بل القوه به ډیر څه پرې تیروتلي وي . خو باا لفعل به دځان لپاره دیوه ساتونکي کنډک توان هم پیدا نکړي. او دا ځکه چې مقابل لوري دیارلس کاله واکمني کړې،خپل اردو ،خپل پولیس ،خپل امنیت او خپل اربکیان لري.په تیرودیارلس کلونو او تر هغه مخکې هم له غرب سره دمعاملې اصلي لوری همغه و،اوس هم که دداعش او النصره جوړول وي هغه هم له همدغه لوري څخه جوړولی شي.په افغانستان کې اشغال ملي اردو ،ملي پولیس او ملي امنیت ندي جوړ کړې ،دغه څه ټول داقتصادي جبر په فضاکې دډوډۍ نوکران دي.که یوه میاشت ډوډۍ ودرول شوه دا هر څه په خپله مخه ځي.دلویدیځ داقتصاد زنې تړلې دي.امریکا نوره نړۍ مالي مرستو ته هڅوي خو نه دافغانستان په خاطر بلکې دځان په خاطر . ځکه هغه مرستې چې په تیرو دیارلسو کلونو کې چې داشغال کلونه وو افغانستان ته راغلې له همدې لارې امریکايي بانکونو ته لاړې . په دې خبره اوس ټوله اروپا او نور هیوادونه پوهیږي. دې مرستو ته انتظار او دا ژمنې چې په څو میاشتو کې به نوی اردو ، نوي پولیس او نوی امنیت جوړ شي یو پوچ او لیونی ناروغه خیال دی. په دې برخه کې داصلاح او همپالنې اخیستنه روښانه ده. هغوی پوهیږي چې امریکا ، ناتو او آیساف خپله کمپله ټوله کړیده.خپل دیوالونه ېې ړنګ او وسایل ېې په کباړیو اړولي دي. او کله چې شا واړوي نو بیا دې لوري ته هیڅکله هم په ډکو جیبونو نه را ګوري.له همدې کبله دغه ډله غواړي چې خپله دیارلس کلنه واکمني دجهادي تنظیمونو په را ټولولووساتي. دوی په دې خیال دي چې له همدې لارې دجګړې په ډګرکې دمخالف لوري په وړاندې جګړې ته دوام ورکولی شي. او که دغه توان هم ونه لري نو دواکمنۍ له دریځه له مقابل لوري  یعنې طالبانو سره معامله هم کولی شي. دتحول او تداوم لوری هغه ګدا ته ورته دی چې له لکړې نه ځانته کڼاوې جوړوي.حکومت داري،  تنظیمي جوړښټ ،دغلا اوملا پانګه، بهرنۍ معاملې او ډیر نورڅه له همدې ډلې سره دي.زموږ خلک وايي چې دخوار ملا په آذان څوک روژه نه ماتوي.ویره په دې کې ده چې دافغانستان روښانفکره ډلو تر ډیره په همدې خوار ملا پسې نیت وتاړه خوحالات داسې دې چې دا خوار ملا به له قاعدې څخه تر سجدې هم ونه رسي.په دې لویدنه کې به ډیر داسې سرونه لاړ شي چې شتون ېې وطن ته یو امید و.ددې قلم په یوه مخکنۍ لیکنه کې راغلي وو چې ورکړۍ دا دڅو میاشتو واکمني عبدالله عبدالله ته ورکړۍ.څومیاشتې وروسته به تر لینګیو لوڅ په کومه ونه را ځوړند وي. هغه وخت ډیرو دوستانو په تندو اورینو کلماتو داقلم دعبدالله عبدالله په پلوۍ تورن کړ.اوس یو ځل بیا خپلو تیروتلو روښانفکرانو ته وایم چې هغه قمارته  چې باخت ېې له پیل څخه مخکې ټاکل شوی مه ورځۍ.دا لوبې شبکه يي ،پردۍ او ناتار زیږوونکې دې،دا د « وادی ګرګها» ترکي فلم صحنې دي،دجاسوسی سازمانونو په دې درنه سیالۍ کې ورګډیدل له خپل سر او دوطن له پایښت سره لوبې دي. دبد اوبد تر دانتخاب په ساده لوحانه انتزاعي طرحه کې لومړی په دې فکر وکړۍ چې دانتخاب توان موڅه دی.په دې باید فکر وشي چې چا،څنګه او دکوموغرضونو په خاطربد اوبد تر زموږ مخې ته کیښودل.زموږ ارادې ولې دپردو جوړونو ته وتړل شوې.دبدیل بدیل نارې دچرګې آذان دی .ددې خبرې معنی داده چې له بد اوتر نه بل بدیل نشته نو ځکه مجبور یو چې له ایدس اوسرطان څخه یو غوره کړو. خو دې  ته نه ګورو چې ایدس او سرطان دواړه مرګ راوړونکي دي.که انسان دتغییر توان نه لري
 له تسلیم نه ځان ساتل خپله تغییر ته دتوان ساتل دي.پریږدۍ دپردو بلاربې لنګې شي.طوفانونه راروان دي دا ارموني به ډیر ژر په شا وروتړي.        
«بشردوباره به جنګل پناه خواهد برد
به کوه خواهد زد
به غار خواهد رفت
توکودکانت رابر سینه می فشاری ګرم
وهمسرت را چون کولیان خانه بدوش
میان آتش وخون میکشانی از دنبال
وپیش پای تواز انفجار های مهیب
دهان دوزخ وحشت ګشوده خواهد شد
وشهر ها همه دردود وشعله خواهد سوخت
وآشیان ها بروی خاک خواهد ریخت
وآرزو ها زیر خاک خواهد مرد...»
 از چکامه «کوچ» فریدون مشیری