|
||
د افغانستان د ملي خپلواکۍ دردوونکی برخلیک
«دویمه برخه»
ش، حصین
«روحیه ء آزادی وماهیت طبعیت فردی واستقلال پسندی ملی باجرقه وروشنایی باشکوه وحیرت انګیز وقدرت مقناطیسی وجذاب امید صلح وسلام باعث انبساط دلهای پژمرده وافسرهء طبقهءمحروم انسانها ګردیده است واین نوید هر ګوشه وکنار جهان را شګوفان ساخته است ویک قدرت خارق العاده را جهت انعقاد کنفرانسها متکی برعشق ومحبت وبرادری وبرابری ایجاد کرده است واستبداد واستعمار را از بین ملل مختلف جهان به پرتګاه وګودال نیستی ونابودی افګنده است...»
په هند کې د بریتانیا نائب السلطنه ته دشاه امان الله دلیک یوه برخه. ویل کیږي چې دغه لیک داستقلال له جګړې وروسته دهند نائب السلطنه ته لیکل شوی اومتن ېې ښايي دمحمود طرزي وي.
د افغانستان د آزادۍ او استقلال اعلان چې وروسته ېې دیوه عام ملي پآڅون په بڼه انګلیسي استعمار د افغانستان د استقلال منلو ته په ګونډو کړ،دهغي زمانې داستعماري تر ټولو لوی طاقت لپاره دځغم وړ نه و. پر هند انګلیسي استعماري واکمنۍ ته دا ډیره ګرانه وه چې ددوی د مزدورو امیرانو ځای داسې یو څوک ونیسي چې نه یواځې دملي استقلال دتر لاسه کولو اتل وي بلکې دخپل هیواد خپلو خلکو او اولسونوپرمختګ او نیکمرغي ېې دژوند ترټولو ستره هیله وي.لودویک آدمک په خپل اثر«افغانستان بهرنۍ اړیکې دشلمې پیړۍ په لومړۍ نیمايي کې» دشاه امان الله په هکله وايي:«هغه یوریښتینی سمون پال اوترقیخواه و... دهغه اصلاحات هم موسساتی، هم اقتصادي او هم ټولنیز و»همدغه لیکوال چې ډیرڅه ېې په کابل کې دهغه وخت دانګلیسې دیپلوماتانو په رپوټوڼو را څرخي ، په دې باور دی چې شاه امان الله دنړۍ دمسلمانانو او په تیره دنیمې وچې دمسلمانانوپه زړونو کې دیوه غازي ،اتل وداسلامي نړۍ دژغورونکي په توګه ځای موندلی و. هغه وخت چې افغانستان خپله خپلواکي تر لاسه کړه په ترکیه کې عثماني خلافت رالویدلی و،داسلامي دود له مخې دخلافت اوخلیفه شتون مسلمانانو ته یو ستر دیني ارزښت و،له همدې کبله اسلامي استعمار ځپلې نړۍ دیوه خلیفه شتون ته اړتیا درلوده.دغه وخت شاه امان الله استعمار ته په درنه ماته په یوه وتلي او نامتو داسې شخصیت اوښتی وچې ددې تمه ورنه کیدله چې داسلامي خلافت دروند بار په غاړه واخلي.شاه خپله داڅه غوښتل یا نه، داخبره ډیره روښانه نه ده. دشاه هغه افکار او خیالات چې دخپلواکي پایښت او ښایست ېې دخپل وطن په پرمختګ،عصري کولو او دخپلو خلکو په نیکمرغه کولوکې لیده تر ډیره له سنتي مذهبي وروسته پالنې اومحافظه کارۍ سره په ټکر کې و.همدغه حالت ښايي ده ته ښودنه کوله چې دخلافت تر نامه لاندې له خپلو هغو آرمانونو څځه لرې نشي کوم چې ده دوخت دروښانفکرانوپه ټولنه کې تر لاسه کړي وو.داسې ښکاري چې خلافت منلوته دشاه امان الله له نه لیوالتیا سره سره پر هند لاسبري انګلیسي واکمن له دې خبرې څخه په سخته ویره کې وو. دغه ویره له هغه رپوټ څځه ښه روښانه بریښي کوم چې دلودویک آدمک په خبره په کال ۱۹۲۰ دنومبر په میاشت کې دهند انګلیسي واکمنو لندن ته لیږلی و.په راپور کې ویل کیږي:«موږ نشو کولی له دې وروسته د...مقام ته دامیرټاکنه ونه وینو.موږ باور لرو ډیر متعصب مسلمانان او په هند کې داسلام تر ټولو کلک پالونکي دشوکت علي په شان دې حالت ته رسیدلي دي چې دخلافت په ټاکنو کې امیردخلیفه په توګه وپیژني. موږته اړینه ده چې دخلیفه په توګه دامیر له ټاکل کیدو څخه چې په هند کې به څه پیښې را وزیږوي په تشویش کې واوسو. ښه ده چې له همدې اوس څخه ددغه کار شاته وهلو او له منځه وړلو له پاره کار وکړوځکه ...دغه ستر روحاني مقام ته دامیر خپله غوښتنه هند ته له راتلونکو سختوخطرونوڅخه ګڼل کیږي...»۱
دافغانستان استقلال دسیمې دخپلواکۍ پیلامه ګڼل کیده . دافغانستان دخپل واکۍ تر لاسه کول دنړیوال استعماری جال دشلیدو پیل و.استعمار دفرهنګي کولو په نوم استعمار ځپلي هیوادونه دخپل زبیښاک دپیاوړتیا لپاره عملاً له فرهنګي کیدو،عصري توب او پرمختګ څخه شاته ووهل.دافغانستان استقلال یواځې یو سیاسي خوځښت نه و.دغه ستر تاریخي بري له ځانه سره دنوو پرمختیا غوښتونکو او عصري توب افکارو درنه پانګه درلوده.په دغه خوځښت کې دوخت روښانفکرانواووطنپالوروحانیونو دټولنې دمخکښ په توګه خپل اغیز درلود.داسمه ده چې داستقلال،مشروطیت او پرمختګ غوښتنې خوځښت دشمیر له پلوه سر تاسري شوی نه و،خو دملي خپلواکۍ دلاسته راوړلو غږهغه څه وچې همدغه ښاري ډوله دلږ شمیرروښانفکري خوځښت ېې دخلکو او اولسونو زړونو ته ورساوه.هغه ریفورمونه چې دافغاني ټولنې په سیاسي، اقتصادي ،ټولنیز او فرهنګۍ ژوند کې را پیل شول له لږ شمیرتر ډیرو په پردو پورې تړلوارتجاعي کړیو پرته دټولنې او اولسونوله ملا تړ څخه برخمن و.ماتې خوړلي استعمار په پیل کې داسې نهانګیرله چې دافغاني ټولنې فکري شخصیت به دغې ټولنې ته دعصري توب او پرمختګ جوګه شي خو په عمل کې داماني دوري دریفورمونو لومړی پړا په بري سره مخته لاړ.دغو بریودهند انګلیسي واکمن په دې ویره اخته کړل چې شاه امان الله او اماني غورځنګ به ددوی دمستعمرو دراویښیدواو پاڅونونوپه یوه پیاوړې انګیزه واوړي. دافغان ځوانانو واکمنۍ په پیل کې وښوده چې داستعمار ددروغجنوفرهنګي شعارونو خلاف دعصري توب او فرهنګي ودې لپا ره دلته هرڅه په ملي بڼه خپل ځان ښيي.داماني دورې ریفورمونوبهرني دښمنان په دې هم وویرول چې په سیمه کې دیوه خپلواک، آزاد ،پرمختللي اوعصري افغانستان شتون ددوی مستعمرو ته دلمسون په ستره اډه اوښتی شي.له همدې کبله انګریزي استعماردفرهنګي کولو،تمدن جوړونې اوعصریتوب شعارونه شاته ووهل او دخپأو استعماري ګټو دساتلو لپآره دهر ډول پر مختګ او عصریتوب په وړاندې ودریدل.ددوی پټو اوښکاره پانګونو او جاسوسي فعالیتونو ورو په ورودافغانستان حالات دطوفاني کیدو په لور وخوځول.دلودویک آدمک په ګډون ډیر بهرني څیړونکي په دې باور دي چې داماني دورې ریفورمونه او دشاه امان الله ځینې پریکړې اوکړنې دافغاني ټولنې له دودیز توب سره نه جوړیدې. خو هم میر غلام محمد غبار او هم فیض محمد کاتب هزاره لومړی په خپل اثر « افغانستان در مسیر تاریخ« اودویم په خپل اثر« تذکرة الانقلاب کې دامانې دورې دریفورمونو ماته تر ډیره په دولتي اداره کې دفساد دپراختیا او دمحافظه کار و ډلو دشتون نتیجه ګڼې.غبار په څه آرامه لهجه دغه فساد ته ګوته نیسي خوکاتب له دې چې دسقوي واکمنۍ په دوره کې ېې سختې نادودې لیدلي په ډیر قهر او انده لهجه دشاه امان الله په دسترخوان راټول شوي لوړ پوړي دافغانستان دبربادي عامل ګڼي. غبار لیکي چې دافغانستان خلک له پوهې، معارف ،ټولنیز بدلونونو او پر مختګ ره نه یواځې داچې مخالف نه وبلکې په ډیرو برخوکې ېې له خپلې بې وزلۍ سره سره دولت ته مالي مرسته ورکوله.دی دبیلګې په توګه لیکې چې: دخلکو پاڅونونه تل دظلم او بیعدالتی په وړاندې و نه دپر مختګ او نویتوب په وړاندې.خلکو په اماني دوره کې سره له دې چې ډیربیوزلي وو له ښونخیو سره مالي مرسته وکړه او خپل بچیان ېې ښونځیو تهولیږل دپکتیا خلکو دهغه وخت دورځپرونو په شهادت چې خپله ېې دجوارو ډوډۍ نه موندله په خوست او څمکنیو کې ېې ۷۵زره افغانۍ مرسته وکړه او څلور سوه زده کوونکي ېې ورکړل، دقندهار هټۍ والو په خپل لګښت دیوه ښوونځي بنسټ کیښود،په کابل کې ملکې ثریا ښځو ته په یوه وینا کې دنورې نړۍ دښځو دپرمختګ په هکله داسې خبرې وکړي چې اوریدونکو ېې په ژړاو دهغې دخبرو هرکلی وکړاو په همغه ناسته کې پنځوسو تنو ښځو دپوهنې خدمت ته خپل جمتو والی وښوداو دلومړي ښځینه ښونخي بنسټ ېې کیښود.دغه ښوونخي دمستوراتو په نوم ونومول شو چې دتفتیش چارې ېې ملکې په خپله غاړه واخیستلې.۲
غبار په دې اند دی چې له ۱۹۲۷ کال څخه چې داماني ریفورمونو دویم او ناکام دور پیلیږي.دناکامۍ علت ېې یواځي دفیودالانو او روحانیونو په مخالفت او یا دبهرنیو په لاسوهنه کې را لنډول دټول حقیقت ښودنه نه کوي. بلکې واقعیت خو دادی چې دولتي واکمن دداسې فساد په لور لاړل چې خلک ېې له ځانه لرې او دهغوی درنه کرکه ېې رامنځ ته کړه.په همدې برخه کې فیض محمد کاتب هزاره لیکي چې:«هغه وزیران او ملکي او پوځي مامورین چې هیڅ یوه دزدکړو له پآره کوم ښوونکي ته ګونډې نه وې وهلې اودناپوهي له ناولو خصلتونو څخه پرته ېې څه نه وو زده کړي دقوانینو په اجرا کولو ېې لاس پورې کړ.او هغوی څه د شخصي غوښتنو او څه دنفسي غوښتنوله مخې له شرعیت اوقانون څخه وتې لارې ېې ونیوې .درشوت اخیستل او له دولت سره غدر اوخیانت ته ېې مخه کړه هم له غلو سره شریک اوهم له قافلې سره ملګري شول ...»۳
لودویک آدمک بیا لیکې چې شاه امان الله دخپلې واکمنۍ دپیل په کلونو «۱۹۲۳ کال» کې په خپله یوه وینا کې داخبره وکړه چې« نور نو دقلم وخت دی ،نه دتورې. » دافغانستان دهغه وخت په حالاتو کې یوه پیاوړي اردو ته اړتیا وه، دولت کورني او بهرني دښمنان درلودل .داردو کمزوري کول یوه تیر وتنه وه.دغه شان لودویک آدمک دافغانستان عصري کول او په دې لاره کې هغه لګښت چې دافغانستان په خپل توان کې نه و دستونزویو عامل ګڼي،په همدې برخه کې دی ددارالامان دقصر جوړول دافغانستان له اقتصادي توان سره په ټکر کې انځوروي. شاه امان الله په خپلو ویناوو کې په مشورت کار کول ډیر اړین بلل .دهیواد په ټولو چارو کې دخلکو دمشورت اړتیا ته ېې ګوته نیوله هغه په خپله یوه وینا کې خلکو ته په خطاب کې وايي: «ای سپیڅلیه اولسه ! قرآنی ښودنو ته غاړه کیږدۍ، چې معنی ېې داده:ای پیغمبره په چارو اومسائلو کې له خپل امت سره مشوره وکړه. کله چې په مشوروه پریکړه وشوه ،هغه په کار واچوه ، هغه وخت په خدای باور اوتکیه وکړه.زه په پرله پسې توګه هیله من یم چې دامکان تر حده دملت او دولت په ټولو ژوند بښوونکو چارو کې چې ددوی دنیکمرغۍ په خاطر وي برخه ولري.او څومره چې توان او قابلیت لري په شفاهي توګه دګټورو مشورو له لارې ددولت په درانه کار کې چې زما په اوږو ایښودل شوی برخه واخلي.۴
شاه امان الله خپلې واکمنۍ ته دمشورو درا جلبولو په خاطرپه ۱۹۲۳ میلادي کال لومړۍ ۹۳۹ نفري لویه جرګه را وغوښتله،په همدې لویه جرګه کې ارتجاعي کړیو خپل غږ را پورته کړ،یواځې دودیز مذهبي احساسات یا دلویو فیودالانو دګټو پوښتنې جرګه له کړکیچ سره مخ نه کړه بلکې همدلته ددولت له دننه څخه دمخالفت آوازونه را پورته شول،دبیلګې په توګه فیض محمد ذکریا دهغه وخت دپوهنې وزیرچې دخپلو ناسمو کړنو له پلوه خلکو او لويي جرګې ته مختوری و.ځان ېې تر ټولوسخت مسلمان وښود او په ترکیه کې ېې دخلافت دبیا را ژوندي کیدو نارې راپورته کړې .هغه له وخت څخه په ګټه اخیستو داماني نهضت کورنی اوبهرنی سیاست تر پوښتنې لاندې راووست.په واقعیت کې دهمدغې لويي جرګې کار سره له دې چې ددولت ډیر ریفورمونه ېې ومنل خو دمخالفت او بغاوت دروازې ېې پرانیستې.او له همدې ځایه ېې دهیواد دخپلواکي دټینګښت لپاره وړاندې شوي اصلاحات له ستونزو سره مخ کړل.دشاه امان الله افکار او خیالات روښانه وو.هغه غوښتل چې یو پیاوړي ،په ځان بسیا اوآزاد ملت ولري او یو معاصراسلامي او مترقي دولت را جوړ کړي. دده اسلامي تفکر،دده ترقی غوښتنه او دده ملت پالنه هغه څه وچې تر بهرنیو دښمنانو څخه زیات ېې کورني دښمنان دځان په وړاندې رامخته کړل.متعصب ،دکنګل تفکر درلودونکی روحانیت،او له دې سره دهغو حضرتانو ،پیرانو اوساداتوریشه ېې نفوذ چې پښې ېې په دولت او کلې ېې په استعماري جاسوسي شبکو کې وې.هغه څه وو چې نه یواځې اماني نهضت ته ېې تابوت جوړ کړ بلکې داستقلال زنې ېې له همغه وخته وتړلې.
نور بیا
=====================================================
۱-دشلمې پیړۍ په لومړۍ نیمايي کې دافغانستان بهرنۍ اړیکې،لودویک آدمک.دري ژباړه:پوهاند محمد فاضل صاحبزاده
۲-افغانستان در مسیر تاریخ،میر غلام محمد غبار.۷۸۹-۷۹۰ مخونه
۳-تذکرة الانقلاب، ملا فیض محمد کاتب هزاره.۴۶-۴۷ مخونه
۴-لومړی اثر ۱۱۷ مخ