محور ورځپاڼه:

په شمال کې دطالبانو لومړنی تمځای

Taliban

تازه معلومات په ډاګه کوي، چې کندوز ته د طالب اورپکو په لېږد کې ځينې بهرنۍ استخباراتي کړۍ ښکېل دي.

ځايي سرچينې وايي، وسله والو طالبانو ته په کندوز کې پناه ځايونه جوړ شوي، په هغو سيمو کې چې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات کېږي، طالب مشران خپل کورني او بهرني جنګيالي کندوز ته انتقالوي.

د موقعیت له لحاظه کندوز داسې ولایت دی،‌چې ټول شمال ته د جنګیالیو د لېږد او تاکتیک ګڼې فرعي لارې لري، طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال هم داکار کړی دی.

ځايي سرچينې وايي، وسله والو طالبانو په کندوز ولايت کې پراخه عمليات پيل کړي، ځينې امنيتي پوستې يې ولکه کړې دي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې ډاکتره فاطمه عزيز وايي، وسله والو طالبانو ددغو عملياتو په جريان کې ځينې وسلې او مهمات تر لاسه کړي او هڅې روانې دي، چې ياد ولايت ته سقوط ورکړي. دا زياتوي، بې شمېره کورنۍ له سيمې کډه کولو ته اړ شوې:((له شپږو مياشتو راپدېخوا په کندوز کې ناامنۍ ورځ تر بلې زور اخلي ان تر دې، چې ځينې پوستې سقوط شوې دي.))

د وروستيو راپورونو له مخې، ځينې بهرنۍ کړۍ له يوې جنګي جبهې نه بلې ته وسله وال جنګيالي انتقالوي او په کندوز ولايت کې يې ستر پناه ځايونه جوړ کړي دي.

ځايي سرچينې وايي، د کندوز د مرکز په ګډون دشتې ارچي، چهاردره، امام صاحب، خان اباد او ځينې نورې سيمې د وسله والو تر جدي ګواښ لاندې دي او دغه ګواښونه ورځ تر بلې پراخېږي.

ځايي خبريالان وايي، له هغه چې د پاکستان په شمالي وزيرستانونو کې عمليات پيل شوي، له هغه راپدېخوا د طالبانو د راکوچولو لړۍ پيل شوې او هڅې کېږي، چې له کندوز نه يې شمال ته را واستوي.

ځايي خبريال اسدالله وايي، ددې ترڅنګ چې له شمالي وزيرستان نه جنګيالي راکوچېدلي، په هغو ولايتونو کې چې چاڼيز عمليات ترسره کېږي او د طالبانو د مخنيوي هڅې روانې دي، هغوی هم ياد ولايت ته لار را پيدا کړې ده.

دی وايي، له چترال نه بدخشان او بيا تخار او کندوز ته راځي، په دغه ولايت کې خپل جنګي پروګرامونه جوړوي او له هغه ځايه بيا د شمال نورو ولايتونو ته لېږدول کېږي.

د موقعیت له لحاظه کندوز داسې ولایت دی،‌چې ټول شمال ته د جنګیالیو د لېږد او تاکتیک ګڼې فرعي لارې لري، طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال هم داکار کړی دی.

ځاي خلک وايي، له ډېره وخته په کندوز او ان ځينې شمالي ولايتونو کې د جګړې د پيل وېره شته او هڅې کېږي، ناامني په ټول کندوز کې خوره شي.

د کندوز د والي وياند عبدالواسع باسل مني، چې په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت خراب شوی، خو ښاغلی باسل ډاډ ورکوي، چې ياد ولايت ته د ورغليو تازه دمو امنيتي سرتېرو په مټ به يې مخه ونيسي.

په ټوله کې امنيتي او ځايي مسوولينو دستور صادر کړی، چې په جګړه کې ښکېل طالب اورپکی دې ژوندی نه پرېږدي.

له بل لوري په بغلان کې سرچينې وايي، چې د کندوز او تخار ولايتونو له ځينو سيمو دغه ولايت ته وسله وال مخالفين ور اوړي او په ياد ولايت کې هم د ناامنيو له امله وضعيت مخ په خرابېدو دی.

په بغلان کې ځايي خبريالان وايي، مرکزي بغلان، دهنه غوري، تاله وبرپک، اندراب، بورکه هغه ولسوالۍ دي، چې د جندالله پاکستانۍ وسله والې ډلې ترڅنګ ځايي طالبان او ان نامسووله وسله وال فعاليت کوي.

دوی وايي، دغه ولايت ته زيات وسله وال مخالفين له کندوز او تخار ولايتونو نه ور اوړي او د ځينو سيمو په خپله ولکه کې د اخستو شديدې هڅې يې پيل کړې دي.

ځايي خبريالان مني، چې يو شمېر لوړپوړي چارواکي او ځينې ځايي مشران د طالبانو په ملاتړ کې لاس لري او دوی د بهرنيانو د ګټو لپاره جګړه شمال ته رالېږدوي.

  1. تبصره :
    1. د کندز د امنیی قوماندان د پښتنو او نور و قومونو تر منځ جګړې ته لمن وهي

      فا تح صلاح الدین

      ستا سو به ښه په یا د وی له نن څخه نیږدی دو ه کا له وړاندی د کندز د مرکز پوری اړوند د لوی کنم په کلی کی چی ټول اوسیدونکئ یی پښتا نه دی ۱۵ بیګناه کسان چی پخپلو کروندو کی په کار بوخت وو پدی نا مه په شها دت ورسول شول چی دوی پښتانه دی او ټول پښتانه طا لبان دی هما غه وو چی د شهیدانو خپلوان اود کورنیو غړی د کندز والی ته ورغلل چی قا تلین یی ونیسی او د قا نون منګولو ته یی وسپاری خو مارشال فهیم همدا قا تلین چی قومندان قدیرک ، قومندان عبدالحکیم او قومندان فیضک نومیدل چی دوی د لوی قا تل میر عالم قومندا نا ن دی له ځانه سره یی په مخصوصو چورلکو کی چی د فهیم لخوا ورلیږل شوی وی له کندزه کا بل ته را نقل کړل اود پښتنود وژلو په ویاړ یی په میلمستیا ګا نو ونا زول کله چی د کندز سپین ږیری کا بل ته کرزی ته را غلل نو د ملی امنیت په شورا کی فهیم په ډاګه کرزی ته وویل چی زه به هغه کس نر وبولم چی دا کسان او میرعا لم خالی سلا ح کړی هما غه وو چی د کندز خلک په نا امیدو څیرو له کا بله را ستا نه شول او ددی خلکو قا تلین به وسله په لاس ګرځیدل او لا به یی هم ګواښونه کول همدا څوورځی مخکی یی د کنم په کلی او کروندو اوبه وچی کړی چی بیا هم سپین ږیری والی او قومندان ته ورغلل چی دمیر عا لم کسا نو هریو قومندان نظام ، قومندان قدیرک او قومندان فیضک په موږ اوبه وچی کړیدی د امنیه قومندان ددی په ځای چی د کروندګرو ستونزی هواری کړو سپین ږیری یی لا تهدید کړل چی تا سو طا لبانو ته ډوډی ورکوی او پخپلو کورونوکی مو ځای ورکړیدئ ، نو سپین ږیری به لا د قومندان له دفتره نه وو وتلی چی شخصآ د قومندان مصطفی حسینی لخوا میرعلم ته تیلیفون وشو چی سپین ږیری با ید تهد ید شی نو هما غه وو چی کله دا سپین ږیری کلو ته ورسیدل بیا د همدی دری قا تلینو لخوا وګوا ښل شول چی که بیا له موږه شکا یت وکړئ د تیر په څیر به تا سو هم ضربه کړونو هما غه ووچی د خلکو دد فا ع لپاره طا لبان را میدان ته شول او دقدیرک په ګډون یی نیږدی ۲۵ کسان چی ټول یی همدا نا مسوله ټوپکمار او د بیګنا ه ولسی وګړو قا تلین وو ووژل او ټوله سیمه چی پکی لوی کنم ، وړوکی کنم ، اندیجانی ، چقرقشلاق ، التی ګومبز ، سوجانی ایشا نان حضرت سلطان او نوری سیمی یی لاندی کړی او دا ټوپکمار یی اواره کړل خو د کندز د امنیه قومندا نی ویا ند سرور حسینی وویل چی دا کسان ګواکی طا لبانو د عشر د نه ورکړی له کبله وژلی دی چی دا خبره زه د کندز د یوه با خبره شخص پتوګه ردوم او په اړه یی پا خه اسناد هم لرم ، زه پخپله یو له هغو کسانو یم چی طا لبان په هیڅ شکل نه تا ییدوم خو دا کار یی بیا ستا یم .
      همدا رنګه د چاردری د ولسوالی په سا حه کی غا لباْ د اخترنه یوه ورځ مخکی او که د اختر لومړی ورځ وه یو سرا چه ډوله موټر د همدی ټوپکمار و دپوستی له اړخه تیریده چی تصا دفی دهمدی ټوپکمارو د سا تلی سپی پښه موټر لاندی کړه او له همدی سر ه دی ټوپکمارو موټر ودراوه او ډریور یی په پښه وویشته اوزخمی یی کړ چی دا زخمی د چاردری د ولسوالی دئ چی ټول چارد ره وال په خبر دی بیا هم خلک په شکا یت د کندز د امنیی قومندان ته عارض شول بیا هم له بده مرغه هما غه د کنم د خلکو په څیر ځواب ورکړل شو هما غه دئ چی اوس یواځی د چاردری د ولسوالی ودانئ ددولت په واک کی ده اونوری ډ یری سیمی له طا لبا نو سر ه دی همداسی د خان آباد ارچی او امام صاحب په ولسوالیو کی خلک د امنیه قومندان د پلان شوی کړنو له کبله له دولت سر ه ورځ تر بلی فا صله نیسی او په ځا نګړی توګه د پښتنو او نورو غیر پښتنوقومونو تر منځ ستونزی مخ په زیاتید و دی او زه ستاسو د همدی ویپا ڼی له لاری د کندز ولایت په وکیلانو ، روڼ اندو ، لوستو او لیکوالانو غږ کوم چی هرڅه یی په واک کی وی ددی قومی ناورین مخه دی ونیسی او بیا په ځا نګړی توګه د کندزله وکیلانو په جدی توګه غواړم چی نور که لږدولس غم درسره وی له خپلوکمشنکا ریو تیر شئ که رښتیا د ولس څخه بیا د ووټ هیله لرئ نود کورنیوچاروپه وزیراود کورنیو چارو په امنیتی معین ایوب سا لنګی چی دا ډلی ټپلی دده ، قا نونی او بسم الله محمدی لخوا حما یه کیږی فشارراوړئ چی دا د قا تلانو او غلو ډلی چی مو د قومندان میر عالم په مشری ګومارلی دي او د ولس وینی پری زبیښئ در ټولی کړۍ کنه په کندز کی د یوی لوی قومی جګړی د ډیر ژر پیلیدو په تمه اوسئ چی یو لوی انسانی ناورین به وزیږوی ، او هم می له تا سو ژورنا لستانو څخه هیله ده چی خپله انسانی دنده ترسره کړئ د کورنیو چارو کوڼ او ړوند وزیر او متعصب امنیتی معین او د محلی پولیسوویده عمومی قومندان وپوښتئ چی آیا د کندز پښتانه ددی وطن اوسیدونکئ دي کنه ؟ که تا سو یی د سا تنی او ا منیت وس نلرئ ولس ته په ډاګه ووا یی هما غسی یی چی د روسانو په وړاندی له ځانه دفا ع کوله د نظارشورا ددی قا تلینو په وړاندی له ځانه دد فاع وړتیا لری نوپریږدی چی له خپلوځا نونو دفا ع وکړی ، غواړم په ډاګه یی ووایم که پښتا نه له ځانه دفا ع کوی د طالبانو پنا مه هم داردو هم د پولیسو هم د ملی امنیت اوهم د امریکا یا نو لخوا وژل کیږی په حقیقت کی د پښتنو په ځا نګړی توګه د شمال د پښتنو لاسونه اوپښی تړل شویدی او د نظا ر شوری قا تلین یی دوژنی لپاره ګومارل شویدی چی پخوا فهیم او اوس د قا نونی بسم الله او ایوب سا لنګی لخوا یی ملا تړ کیږی ، له کرزی نه خو دخلکو هسی هم تمه نه کیږی ځکه هغه په ژوندونی مړ دئ .
      د کندز پښتا نه اوسیدونکی نور د امنیه قومندان لدی ناروا کړنو تر پوزی راغلی دی او د لوی خونی او قا تل میرعا لم له ویری څوک آواز نشی ایستلای ځکه په سبا یی وژل کیږی او بیا هیڅوک یی پوښتنه هم نکوی لکه هما غسی یی چی د کندز میشتو پکتیا والو قومونود ټولنی مشر وواژه دولت یی یواځی پړه په طا لبانو ورواچوله او دوسیه یی پدی توګه وتړله .
      په پا ی کی یوځل بیا هم د کورنیو چارو په وزیر داودزی غږ کوم چی د امنیی قومندان مصطفی محسنی اومیر عا لم له شره دی د کندز ولس په ځا نګړی ډول پښتانه خلاص کړی .

      © http://benawa.com/fullstory.php?id=60788#ixzz3AXNJjyKv