د مور شیدې: الهي تحفه، لومړنی واکسین

ډ :ابراهیم شینواری

نړۍ هر کال د اګست لومړۍ اونۍ د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې د اوني په نوم لمانځي. لکه د خدای په مخلوقاتو کې چې مور تر هر څه سپیڅلی موجود دی، دغسې د مور شیدې تر بلې هرې غذایي مادې ګټور او حیاتي دي. د مور په شیدو د ماشوم تغذیه حیرانوونکي ګټې لري، چې ځینې اړخونه یې په لاندې کرښو کې ولولئ :

د مور په شیدو تغذیه شوی ماشوم معمولا لږ ناروغه کیږي. د مور په شیدو تغذیه د غوږ د میکروبي کیدو، نسناستي، او د معدې او ګیډې ستونزې کموي. د مور په شیدو تغذیه شوو ماشومانو کې په لویښت کې د ځینو ناوغیو اندازه کمه وي: استما، د شکرې ناروغي او د ماشومتوب چاغوالی پدې ډله کې راځي.  ماشوم خپله مور له نژدې کتلی شي: ماشوم یوازې له اته نه تر پنځلس انچه نېژدې شیان کتلی شي، نو کله چې مور ماشوم ته د تي ورکولو په وخت نژدې او مخامخ وي، همدا د بهترین عاطفي پیوند جوړیدو وخت دی. ماشوم ته شیدې ورکول د مور بدن د امینوارۍ او زیږون له زیانونو څخه ژر رغوي : ماشوم ته شیدې ورکول په مور کې هغه هورمون افرازوي چې رحم بیرته خپل اصلي حالت ته ورګرځوي. د مور شیدې ماشوم له مختلفو خوندونو سره روږدی کوي : فرموله (پوډري یا بازاري شیدې) یو ډول خوند لري، خو د مور شیدې د خوراکي موادو ټول خوندونه په یوه کمه اندازه لري. دغسې ماشوم ته بیا جامد خواړه په اسانۍ پیلیدای شي. ماشوم ته شیدې ورکول د مور وزن کموي : زیات وزن نن سبا یوه لویه ستونزه ده. هغه مور چې ماشوم ته شیدې ورکوي، په ورځ کې ۶۰۰ کالوري مصرفوي، او وزن یې تر امیندوارۍ مخکې مودې ته ورګرځوي. ماشوم ته د مور شیدې؛ مور د سینې او تخمدانونو له سرطانونو ساتي. د مور شیدې یوه کورنۍ په کال کې له ۱۵۰۰ ډالرو له لګښته بچوي. د مور بدن د امیندوارۍ په دوره کې شیدې ورکولو ته اماده کیږي : کله چې ماشوم وزیږي، د شیدو د تولید لومړنی سیګنال تولیدوي چې حتی د یو ماشوم تر اړتیا زیاتې شیدې تولید کړي. یعنې که دوه او یا ډیر ماشومان هم زیږیدلي وي، د مور بدن ورته شیدې تولیدولی شي.   ماشوم د مور بوی پیژني: د ماشوم د بویولو حس ډیر پیاوړی دی او د خپلې مور د شیدو بوی پیژني. همدا دلیل دی چې وږی ماشوم خپلې مور ته ورګوري. مخکې لدې چې د مور بدن شیدې تولید کړي، یوه ټینګه، ژیړبخنه، سریښناکه ماده یعنې ورږه تولیدوي چې (د سروزرو اوبه) ورته ویل کیږي. دا مایع د ماشوم د اړتیا وړ کلسیوم، پوټاشیوم، پروټین، منرالونه او میکروب ضد مواد لري.  تر څو چې د مور شیدې جریان پیدا کوي، ماشوم د ورږو څو کاشوغو ته ضرورت لري چې روغ رمټ پاتې شي. د مور شیدې ماشوم ته د ورکولو په وخت کې بدلون مومي: ماشوم ته د شیدو ورکولو په پیل کې شیدې ابي رنګه او نرۍ وي، خو په پای کې ټینګ او غوړ شي، چې ماشوم ته پوره کالوري برابروي. د مور شیدې رغونکي دي: ځکه د داسې موادو لرونکې دي چې له میکروبونو سره جګړه کوي. د مور د سینې د التهاب (پړسوب) مخه هم نیسي. که دمور سینه خارښت او درد کوي، خپل یوه اندازه شیدې دې پرې وموښي، سینه یې رغیږي. میندې په هغه مهال هم خپل ماشوم ته خپلې شیدې ورکولی شي، چې ناروغه وي. البته دا لا ګټور کار دی. د ناروغتیا پر مهال د مور بدن د میکروبونو پر ضد انټي باډي جوړوي، چې ماشوم ته انتقالیږي او هغه د ناروغیو په وړاندې ساتي. کله چې په مور کې د ناروغۍ نښې راښکاره شي، ماشوم ته هم ضرور میکروب یا ویروس ورغلی دی. نو که مور شیدو ته دوام ورکړي. هم ماشوم ته د شیدو غذا ورکوي او هم یې د ناروغۍ د زیاتیدو څخه ژغوري.  مخکې له دې چې یوه میرمن مور شي باید د امیندوارۍ او زیږون په شان د شیدو په واسطه د ماشوم د تغذیې په باب پوره پوهه شي.

وروستني خو تر ټولو مهم پیغامونه:

۱)     مور دې ماشوم ته تر زیږون ورسته په لومړي ساعت کې ضرور خپلې شیدې ورکول پیل کړي.

۲)     ماشوم باید له لومړنیو ژیړ بخنو، ټینګو شیدو (ورږو) څخه په هیڅ صورت محروم نشي، دغه د سرو زرو اوبه د ماشوم لومړی واکسین دی. ماشوم ډیر پیاوړی کوي او له ډیرو ناروغیو یې ساتي.

۳)     تر شيږو میاشتو پورې یوازې او یوازې ماشوم ته دمور شیدې ورکړئ. پدې موده کې د مور شیدې ماشوم ته هم کافي دي او هم ګټورې. یوازې د شدیدې اړتیا پر مهال د ډاکتر د توصیې له مخې ماشوم ته درمل ورکول روا دی. لدې پرته هیڅ ډول اوبه، شربتونه، خواړه، مصنوعي یا د حیواناتو شیدې او بله هیڅ ماده مه ورکوئ.(د زیږون له لومړي ساعته تر شپږ میاشتو پورې؛ یوازې د مور شیدې).

۴)تر شپږو میاشتو وروسته ماشوم ته بشپړونکي غذا ګانې پیل کړئ، خو تر دوه کلونو پورې د مور شیدې په هیڅ صورت پر ماشوم بندې نه کړئ.   (له شپږو تر ۲۴ میاشتو د مور شیدې + بشپړونکي خواړه).

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

Ihr Angebot vo

Vielen Dank für Ihre Anfrage. 
Astrid Knoll, aus unserem Service-Team, hat Ihnen eine Auswahl an Unterkünften zusammengestellt.

Um das Angebot in Ihrem Browser aufrufen zu können, klicken Sie bitte folgenden Link:

http://de.holidayinsider.com/f/7DHYO2LCDJBLW