د رايو د تفتيش بهير بيا ودرېد

 

د ټاکنو په  خپلواک کميسون کې د رايو د تفتيش بهير چې نن سهار پيل شوی و، د عبدالله د ټيم د غړو د نه ګډون له کبله بيا ودرېد. دا پنځم ځل دی چې د رايو د تفتيش بهیر ځنډول کېږي او د دريو اونيو په ترڅ کې ترسره شوی کار په نشت حساب دی. د شنونکو په اند ټوله خبره د پردې تر شا د سیاسي امتيازاتو پر سر ده. د عبدالله ټيم چې خپله ماته يې عملاً منلې ده، په راتلونکي حکومت کې د زياتو امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره د رايو د تفتيش بهير د فشار د وسيلې په  توګه کاروي او وخت ناوخته د موازي حکومت د جوړولو ګواښونه تکراروي. خو د دوی د لوبې پر وړاندې ولس ډېر ستومانه شوی، ځکه چې د هېواد اداري او اقتصادي چارې له رکود او ولس له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه