له پنجابي نجونو په عربي هیوادونو کې جنسي استفاده کېږي

1

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې ډېرې پاکستانۍ نجونې د خلیج د سیمې شتمنو عربي هیوادونو ته د کار په پلمه بېول کېږي او هلته ورڅخه جنسي سو استفاده کېږي.

پاکستاني رسنیو او فرانس پریس خبري اژانس د فیصل اباد د دوو خویندو کیسه خپره کړې چې په څه چل دوبۍ ته وړل کېږي او هلته د عزتمن کار پر ځای اخلاقي فساد ته اړ ایستل کېږي.

دا دوې نجلۍ د پنجاب ایالت د فیصل اباد اوسېدونکې دي چې یوه زبیره نومېږي او ۱۶ کلنه ده او بله شایسته.

د قیصل اباد دې دوو کم عمره نجونو ته، چې یوې یې (زبیره) تازه کمپیوټر ساینس بشپړ کړی و خو کار ورته نه موندل کېده چې له خپلې بېوزلې کورنۍ سره مرسته وکړي، ګاونډۍ (عایشه) وړاندیز وکړ چې په دوبۍ کې د دوی په سینګارتون کې کار وکړي او ښه معاش ترلاسه کړي. د دوبۍ او نورو عربي هیوادونو په قانون کې څوک چې عمر یې تر ۱۸ کلونو کشر وي، د کار اجازه نه لري. خو ګاونډۍ یې، چې عایشه نومېږي دوی ته وویل چې جعلي پاسپورت او اسناد به ورته جوړ کړي او عمرونه به یې لوړ ولیکي.

همدا کار یې وکړ خو چې کله یې دوی هوايي ډګر ته ورسول، ورته ویې ویل چې سینګار مینګار نشته، بل کار به کوئ. د دواړو سترګې له اوښکو ډکې شوې خو عایشې ورته وویل، که مو چورلټ کړی و پولیسو ته مو سپارم چې اسناد مو جعلي دي. بیا به کلونه په جېل کې تېروئ.

دواړه غلې شوې.

دوی په دوبۍ کې له خپلوانو سره تماس نه شوای نیولی. یوازې یې په اخترونو کې تر سختې څارنې او کنټرول لاندې خبرې کولی شوای.

له ودانۍ دباندې د وتلو او له بل چا سره د خبرو اجازه یې هم نه لرله.

خو بالاخره یوه ورځ دوی خپله کیسه خپلې مشرې خور ته وکړای شوه.

پاکستاني رسنۍ وايي چې زبیره او شایسته د دې ډول پېښو یوازني قربانیانې نه دي بلکې ډېرې نورې پاکستانۍ نجونې په دې ډول تېر ایستل شوي او د بدکارو انسانانو په لومو کې لوېدلي دي