محور ورځپاڼه:
پروسه به نمایشي وي، په ایتلافي حکومت موافقه شو

د لومړي ټکي په توګه ښکاري، چې دواړو نوماندانو د یو مشترک حکومت په جوړولو موافقه کړې، هغه چې دوی ورته د ملي حکومت اصطلاح کاروي.
د اوږدو او سرخوږونکو بحثونو پایله کې دواړو کاندیدانو منلې، چې په دویم دور کې کارېدلې ټولې رایې به په کابل کې تفتیش کېږي او په انتقال او امنیت کې به یې سوله ساتي ځواکونه مرسته کوي.
د تفتیش پروسه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې پیل کېږي او له ولسمشر کرزي غوښتل شوي، چې د تحلیف مراسمو وخت له دې کبله وځنډوي، چې تفتیش به غالباً څو اونۍ وخت واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزير جان کيري وايي، د یوناما د طرحې مطابق د نړیوالې ټولنې له خوا د نړیوالو معیارونو پر اساس د نظارت په ترڅ کې چې د دواړو کاندیدانو استازي به حضور لري، دغه تفتیش ترسره کیدونکی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپلې خبرې په دې ټکو راپیل کړې، چې دواړو افغان کاندیدانو د پروسې ملاتړ په ترڅ کې د تجزيې او بحران خطر ته ځواب ورکړ.
د نوموړي په خبره، چې شرايط ټاکل شوي او په ترڅ کې یې دواړه کاندیدان مکلف دي، چې پایلې په ورین تندي ومني.
سملاسي دا خبرې د دواړو کاندیدانو دې څرګندونو تر تاثيرلاندې راغلې دي، چې وايي، دواړه به مشترک حکومت جوړوي او دا يې د وحدت ملي د حکومت چوکاټ ګڼلی دی.
د عبدالله د خبرو لومړی او تاکید وړ ټکی داو، چې د مشترک حکومت د عملي ایجاد په اساساتو يې هوکړه کړې او دا به د تفتیش د پروسې په پای کې عملي جامه واغوندي، خو ښاغلی غني وايي، چې ده او سیال یې موافقه کړې، چې مشترک کار کوي.
د پردې تر شا اوږدو بحثونو د ټاکنو د پروسې په نسبت په ایتلاف ډېر بحث کړی دی. سرچینه وايي، عبدالله منلې چې ټاکنې یې بایللې دي، خو هڅه یې داده، چې د خپلو پلویانو او عامه باور د ساتلو په پار د ټاکنو پروسه له یو طبیعي بهیر څخه تېره شي.
سرچينه وايي، مخکې له دې چې د ټاکنو په وضعیت خبرې وشي، دعبدالله لوري د ایتلافي حکومت لپاره خپل وړانديز د بحث مرکچي ته وړاندې کړی و.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، تر هغه به د پروسې ملاتړ کوي، چې خپلو فیصلو او جرګې ته د عمل جامه ور واغوندي.
لا جوته نده، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ به د واک په وېش څه ډول موافقه ترسره شوې وي، خو څارونکي وايي، غوښتنې او د واک د وېش وړانديزونه دومره واضح دي، چې د ورځې تر ماښامه به رسنیو ته لاره وکړي.
دنښتر ویبلاګ یادښت:
درنو لوستونکو!
لکه تل چې موږ دخپل ګران هیواد او مظلوم ولس لپاره دخپل سر په بیه څرګندونې کړې اوله ډول ډول رسنیو څخه مو خپل غږ اوچت کړی همدا پرون پرون مو د ازادي رادیو د «ترشنه اسمان لاندي» پروګرام کې هم خپل وجداني مسؤلیت رفع کړی، همدا نن یو ځل بیا په زغرده وایو، چې داشغال د دورې ټولې ټاکنې دنیواکګرو دخپلو موخو اوشومو اهدافو لپاره وې او وي به.
له دې سره سره چې ټاکنې دافغان ولس درد نه شي درملولی خو بیا هم اتل افغان ولس ددوهم پړاو ټاکنو په ترڅ کې نړیوالو ته خپل افغاني همت او لیاقت وښود، زموږ دمظلوم ولس څورېدلي اکثریت اشرف غني ته زړه ورکړ اوس نو دغني خوښه چې دا زړونه ټکوروي او که د«ګیتاریست جانکیري» په حکم له دې مظلومو زړونو څخه سیخونه باسي.
دنښتر ویبلاګ اداره یو ځل بیا تاکیدوي، چې که اشرف غني دنظارشورا له هیواد دښمنو او پېژندل شویو غلو سره ایتلافي حکومت جوړ کړي زموږ دمظلوم ولس ددغه خاموش اکثریت په تېره بیا دپښتون قام بېړۍ به دتل لپاره غرقه شي.
دګران افغانستان دخپلواکي او مظلومو افغانانو دنجات په هیله
محمدامین بسمل