لیکوال:

 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

 د روژې څوارلسمه تحفه 

 روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه قیودات ، تحدیدات او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ کی ده . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن زکات روژه ده » . بیا داسی فرمایی : « څوک چی د رمضان د میاشتی یوه روژه بیله عذره یا بیله ناروغۍ څخه وخوری ، په ټول وخت کی یې جبران نسي کولای » . نو الله تعالی دی د روژې د ټولو شرایطو د سم مراعاتولو توفیق او توان راکړی . او دا هم څوارلسمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله کوم چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

 سپی او عکس په کور کی منع دي 

پیغمبر (ص) فرمایلی دي : « جبرایل (ع) راته راغی او ویې ویل : برایی [ بیګا ] شپه می غوښته چی تا ته راسم خو هغه مجسمې او عکس داره پردې او سپی چی په کور کی وو ، زما د راتګ مانع سول . نو ورته ووایه چی په کور کی د موجودو مجسمو سرونه پرې کړئ تر څو د ونو غوندی سي او ورته ووایه چی هغه پردې څیری کړئ او تکیه یا بالښت ورڅخه جوړ کړئ او هم ورته ووایه چی سپی دی له کوره وایستل سی . ځکه موږ فرشتې هغه کور ته نه ورځو چی هلته عکس او سپی وی . عایشه (رض) وایی : ومی لیدل چی هغه سپی چی د حسن یا حسین و ، تر کټ لاندی ننوتی . رسول الله (ص) ما ته وفرمایل : دا سپی له څه وخته کور ته راغلی دی ؟ ما ورته وویل : په خدای چی خبره نه یم . وروسته رسول الله (ص) لارښوونه وکړه چی هغه سپی له کوره وباسیً . بیا رسول الله (ص) یو څه اوبه واخیستې او پر هغه ځای یې وپاشلې چی دغه سپی پرېوتلی و » .
( ابوداوود : ۲/۱۹۸ ؛ نسایی : ۲/۳۰۲ ؛ ترمذی : ۴/۲۱ ؛ ابن حبان : ۱۶۸۷ ؛ احمد : ۲/۳۰۵ ).

هو ، ومو لیدل چی بېله ضرورته په کور کی سپی لرل یا سپی ساتل اجازه نه لری ، خو د ښکار او حراست لپاره د سپي لرل جایز دی . رسول الله (ص) فرمایی چی : که سپی هم د الله له مخلوقاتو څخه یو مخلوق نه وای ، نو دستور به می ورکړی وای چی ودې وژل سی ( ابو داوود ؛ ترمذی ) . نو هیله ده چی موږ او تاسی هم سپی د جنګولو ، شوق لرلو او خوښولو لپاره په کور کی و نه ساتو بلکی د پیغمبر علیه السلام د ارشاداتو مطابق عمل وکړو .

 د یو قوم تباهي 

ابن عباس (رض) وایي :
کله چی یو قوم په غنیمت کی خیانت پیل کړي ، د هغوی په زړونو کی به وېره ور واچول سي
. 
او په کومه ټولنه کی چی زنا
(بدلمني) زیاته سي ، په هغوی کی به مرګونه ډېر سي.
او کله چی کوم قوم په تله او پېمانه کی درغلي کوي ، نو روزي به ترې واخيستل سي
. 
او کوم ولس چی له حق نه پرته فیصلې کوي ، په هغوی کی به وينی تویول زیات سي
.
او کوم قام چی خپلی وعدې او ژمنی ماتوي ، الله جل جلاله به دښمن پر مسلط کړي
.
) الموطأ ، كتاب الجهاد ، حديث ۲۶).

ښه ګرانه لوستونکې ، که نن موږ او تاسو ټولو اسلامي ټولنو ، منجمله افغاني ټولنی ته ښه ځیر سو ، آیا پورتنۍ ټولی بدمرغۍ ، خوارۍ ، پستۍ او تباهۍ پرې مسلطي نه دي ؟ آیا اسلامی امت باالاعم او افغاني ټولنه باالاخص په همدې مصیبتونو کی راګیر او ډوبه نه ده ؟ آیا اکثریت مسلمانان د ګمراهیو په غیږ نه دي ورغلي ؟ او آیا هغوی په دې خبایثو باندی په پوهېدو سره سره بیا هم خپلو کرغیړنو کړنو او ظلمونو ته دوام نه ورکوي ؟ ځکه نو بدمرغه او ناکام دي . خو عمر ډیر لنډ او ژوند ډیر بې وفا دی او د سترګو په رپ کی درومي . کولای سو چی روان فضیحت او مصیبت په فضیلت او رفعت سره واړوو . یعنی اوس هم ډیر ناوخته نه دی ، بلکی صرف غوڅه اراده او فیصله غواړي . نن په رښتیا هم د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !