نن څه تېر شول؟
یوه مینه وال پوښتلی یم، چې نن ولې چوپ وم؟
عبدالغفور لیوال
افغانستان او دهغه خلک لاهم دشلو مېلیونرانو له انحصار ، بلکې یرغمل څخه نه دي خلاص .
نن به یې درته ولیکم ، چې هېواد او ولس څنګه دشلومېلیونرانو یرغمل شول ؟ او اوس دخلاصون لار څه ده ؟
لنډیځ :
دایډیولوژیکې وسلې ( جهاد او مقاومت ) په کارولو یې سیاسي پوځي انحصار رامنځته کړ ، بیا یې په دې وسله ښې پریمانه تورې ( نامشروع) پیسې وګټلې ، بیا یې پسې ، ځواک او وسله سره یوځای وکارول ، دسرکار ـ په تېره بیا امنیتی ځواکونو ـ په باډۍ کې یې خپل خلک ځای پرځای کړل ، ددې ټولو هڅو په پایله کې یې د اخطار ورکولو همیشنۍ وسله ترلاسه کړه ؛ موازي حکومت ،غره ته ختل ، دقومونو جنګول او بالاخره تجزیه !
دوی دکوتاه کولو چانس هروخت لري ، ځکه ترنیمايي ډیر پوځي او امنیتي امکانات ورسره دي . نړیواله ټولنه ( ! ) یا امریکا هم ، چې په دې جنګ کې خپل اسونه چاغوي له افغانستان سره صادقانه چلند نه لري .
خو شل مېلیونران په جنګ کې هم خپل خیر نه ویني لاملونه یې دادي :
پانګې ، جایدادونه او ودانۍ یې زیان ویني . دبېلابېلو ډلو ترمنځ یې یووالې پاتېدونکی نه دی ، ځکه هېڅ ډول ګډ ارزښت او سیاسي ارمان نه لري ، دیو ځای پاتېدو یوازیني تړونکي یې قدرت او پیسې دي ، چې ډیر ژر یې پر و یش سره جنګیږي او لکه دګور چینجي یوبل سره خوري .
دغټو مېلیونرانو او وړو شرخوښیو ترمنځ یې دنظر توپیر شته ، غټان یې غواړي دسیاسي اقتدار ترڅنګ خپل ملکیتونه او شتمنۍ هم وساتي ، خو واړه بلوا ګر یې چې دله لاسه ورکولو لپاره څه نه لري ، له ویشه په تالان خوښ دي، کوشني تالانګر یې دې ته په تمه دی چې دچور شکیلی ووهل شي او دوی هرڅه تالا او لوټ کړي .
دموجود حکومت زور هم له دوی پرته ډیر کم دی او بله غاړه سیاستوال (چې ټاکنې یې ګټلي دي ) دخپل حق ترلاسه کولو لپاره فزیکي زور او وسله نه لري او هم یې پر کارولو باور نه لري .
له دې مشوړې څخه دخلاصون لار څه ده ؟
سرکار : باید په چټکۍ سره امنیتي ځواکونه غیر سیاسي کړي او ټول هغه چارواکي یې له کاره ګوښه کړي ، چې دلانجې له یوه اړخ سره تړلي دي.
باید دنړیوالې ټولنې له مثبتو کړیو څخه دملګرتوب غوښتنه وکړي ، چې په مرسته یې امنیت او ثبات وساتلای شي .
ګټونکی اړخ ( تحول او تداوم) : باید دولس مثبته عقلي رهبري پر غاړه واخلي ، چې له دې لارې څخه دخلکو په زور او یولاسې رهبرۍ دهرډول کړکېچ او شخړې مخه ونیولای شي .
لوستي افغانان ، مدني خوځښتونه ، او اغیزمن شخصیتونه : باید دافغانستان پر یووالي ټینګار وکړي ، ولس د کړکېچ پيښوونکیو انحصار ګرو په وړاندې هوښیار او حساس وساتي ، ددې انګېرنو او انګیزو مخه ونیسي چې ځینې مغرضې کړۍ غواړي انتخابات قومي وښيي او دقومونو ترمنځ جګړه پیل کړي او بیا خپله په کې کبان ونیسي .
ټول باید هڅه وکړي ، چې انتخابات بېرته خپل تخنیکي - حقوقي بهیر ته راوګرځي .
سر له همدې نن شپې دې دفیسبوک ټول زور دواحد افغانستان ، ملي یووالي ، د ولس ( قومونو ) ترمنځ دپخلایینې او اتحاد لپاره وکارول شي .
ګرانو تحصیل کړیو افغانانو ! ټول نور کارونه پریږدئ ، بیځایه لمسونې ، راپارونې ، طعنې ، پېغورونه ، ټوکې ، طنزونه هرڅه هېر کړئ ، دټاکنو پرمهال خپل نوملي ( کاندید) ته دکمپاین ترشوراو ځوږه سل ځله زیات دافغانستان دوحدت لپاره کمپاین پیل کړئ ، دتجزیې هر ډول هڅې ته ( نه ! ) ووایئ ! ولس او هېواد دشلو مېلیونرانو له انحصاراو یرغمل څخه خلاص کړئ !
سر له همدې نن شپې زموږ شعار !
یو افغانستان ، وروڼه قومونه ، ملي یووالی، دسولې ثبات او ټولنیز نظم ساتل ، له اوسني سرکار سره مرسته ، چې نظم اوثبات وساتلای شي او هرڅوک زغم ، هوښیارۍ او ویښتیا ته رابلل .
دا یوې موډرنې افغاني ټولنې جوړولو ته درسېدلو وروستۍ آزموینه ده ، تاریخ په تمه ده چې بریالي به شئ که نه ؟