د ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان او په لويه کچه ولسي جشنونه
نويد ځواک

د دوشنبې ورځ په ماښام په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې، چې له مخې يې ډاکټر اشرف غني احمدزى له خپل سيال عبدالله څخه د يوه ميليونه رايو په توپير مخکښ دى.

د پايلو له اعلان او روژه ماتي وروسته د پلازمينې او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خلک چوکونو ته ووتل ، د جشنونو، ملي او اتڼو او په ځينو سيمو کې د خوښۍ هوايي ډزې وشوې او په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون بريا يې ولمانځله .

په کابل، کندهار، هلمند، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا، خوست او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې دا د خوښۍ جشنونه د سه شنبې په شپه له ١٠ بجو وروسته هم دوام لري.
د ټاکنو د لومړنيو پايلو په اړه د ولسي خلکو د خوښۍ د جشنونو انځوريز راپورونه به هم موږ تاسو ته  وروسته ته په ليکه کړو. 

دنښترویبلاګ یادښت:

درنو لوستونکو!

دټاکنو په جریان کې موږ څو ځلې دا لاندنی یادښت خپور کړی او بیا هم ټینګار کوو، چې په هراشغال شوي هېواد کې ټاکنې داشغالګرو د ځانګړو موخو لپاره ترسره کیږي.

زموږ دځورېدلي اولس او زخمي زخمي افغانستان لپاره اوس مهال ټاکنې هیڅ مفهوم او ارزښت نه لري ځکه چې فرمایشي او غرضي اهداف پکې نغښتي دي.

موږ دافغانستان رښتیني درمل دیوې نوې بې پرې او هېواددوستې لنډ مهالې ادارې په رامینځ ته کېدو کې وینو ترڅو د دوو دریو کلونو په جریان کې رښتینو ټاکنو ته لار هواره او دسولې په فضأ کې ترسره شي.

دا چې دمګړۍ دګران افغانستان دلاتباهي او بربادي لپاره زموږ سیموالو او نړیوالوغلیمانو غبرګ عبدالله په تخرګ کې راته نیولی نو له ناچاري موږ له دې ناوړه کس(غبرګ عبدالله)څخه ډاکتراشرف غني احمدزی بهتر ګڼو خو بیا هم تاکیدوو، چې ټاکنې فعلأ دافغان اولس ستونځې نه شي حلولی.

په خورا درنښت

دنښتر ویبلاګ اداره