دګڼو دوستانو دپوښتنو په وړاندې خپلې غاړې خلاصوم :
غفور لېوال

پخوا مې هم ځینو یارانو ته ویلي وو: ماته لوبه داسې ښکاري ، چې دراتلونکي حکومت دمشروعیت د راکمولو لپاره دانتخاباتو پروسه سیاسي کړکېچ ته غورځول کیږي . 

همداسې وشول ، دانتخاباتو حقوقي او تخنیکي بهیر سیاسي کړای شو . نور ه نو لوبه د کمیسیونونو له واکه وتلې ده . لوبه دبهرنیانو ، کورنيو انحصارغوښتونکیو کړیو او ټوپکوالو ډلو په میدان کې ده . شلو میلیونرانو یوځل بیا خپل زور وښوده ، هغو ښاغلیو ته مې خندا راځي ، چې لاهم دټاکنو په درغلیو یا نه درغلیو بحث کوي . 

اوس به درته ووایم ، چې اجندا څه ده ؟ 

شل میلیونران غواړي : انتخابات بدنامه شي او بیا ګټونکی ټیم ته یو نیمزاله ځواک وروسپاري ، خو دګټې وټې ، زور او پیسو څوکۍ پخپله واخلي ، په سرکار کې خپل دیارلس کلن سهم ( ونډه ) وساتي او همدغه وضعیت ،چې دادیارلس کاله و ، دوام وکړي . 

نړیوالې کړۍ څه غواړي ؟

دوی غواړي په یوه کړکېچن او کمزوري افغانستان کې خپل حضور وساتي او پر راتلونکي حکومت هم خپلې روا - ناروا غوښتنې ومنلای شي ، دسرکار پر وړاندې بلوا پېښوونکې ډلې ژوندۍ او فعاله وساتي او په دوامداره بڼه دغو ډلو ته له سرکاره باج واخلي . 

نړیوالې کړۍ په سیمه کې پټې موخې لري او دهغو لپاره یوه ناآرامه ، له فساده ډک او ګډ وډ افغانستان ته اړتیا لري . دوی دشلو میلیونرانو په وجود کې په اسانۍ خپلو ګټو ته رسېدلای شي ، دوی نه شي کړای له هغو میلیونونو افغانانو سره معامله وکړي ، چې دخپل هېواد ښې راتلونکې ته یې رایه ورکړې ده ، ددې په وړاندې کړای شي شلو میلیونرانو ته دتورو امتیازاتو په ورکولو سره خپله هره نامشروع غوښتنه پر هغوی ومني . 

دوی وسله والو ډلګیو ته تل دا میدان پرانیستی پریږدي ، چې د کړکېچ، جګړې یا غرونو ته دختلو په پټکو سرکار او ولس وویرولای شي . 

ولس هڅه وکړه ، ځان دوسله والو ډلو له یرغمل څخه خلاص کړي ، خو لکه چې ونه شوه ، ځکه شل میلیونران په اسانه میدان نه پریږدي ، دوی به لاهم خپلې نامشروع ګټې ساتي او یا به دهېواد دتجزیې او جګړې پیلولوګواښ کوي . 

موږ همدا اوس په همداسې یوه سیاسي وضعیت کې یو ، نوره مو خپله خوښه ، دانتخاباتو پر تخنیکي او حقوقي اړخونو خبرې کول دوخت هدر کول دي

زه او مارنګه لوستي افغانان ، چې نه ټوپک لرو نه کوتک په دې منځ کې بل څه نه شو کړای ، پرته له دې چې ولس د حالاتو له ریښتیني تصویر څخه خبر کړو . 

نور مې توکل پر ستر الله ج ، خو تاریخ شاهد دی ، چې مامې خپلو خلکو ته دریښتیا ویلو هڅه وکړه !