دډاکتراشرف غني او یونس قانوني ترمنځ لیدنه وشوه

د دویم پړاو ټاکنو راهسی دا لومړی ځل دی ،چې دولسمشرۍ مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني او دولسمشر لومړی مرستیال  یونس قانوني نن له یو بل سره ولیدل .

که څه هم  تر اوسه ددې لیدنې جزیات څرګند نه دي ، خو روهي ویبپاڼې ته یوې باخبره سرچینې ویلي دي : یونس قانوني  له ډاکتر اشرف غني غوښتي ،چې  په خپل حکومت کې ورته دبهرنیو چارووزارت ورکړي  او په مقابل کې به یې قانوني  ډاکتر عبدالله عبدالله او ډله یې قانع کړي،چې دټاکنو پایلې ومني . 

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه